مشورتي لويې جرګې لومړۍ ورځ؛ څو تأثرونه! د وحیدالله مصلح لیکنه

لیکنه: وحيدالله مصلح
زما په خيال دا لومړى ځل دى، چې يو ولسمشر په ازبکي ژبه په يو رسمي مجلس کې غږېږي، دا د ژبو د ودې ملي هڅه او تشويق دى، په دې هيله چې يوازې تشريفاتي پاتې نه شي.
د ولسمشر د خبرو ډېره په زړه پورې او د ملي ګټو خبره دا وه چې پاکستان ته په اشاره يې وويل، چې که تاسو غواړئ د منځنۍ اسيا دغو ډېرو هېوادونو ته لار ومومئ نو مونږ ته يوازې هند ته لار راکړئ، له ګاونډيانو سره په دغسې لوېدلي او جنګ ځپلي افغانستان کې د سيال له موقفه خبره خپل هنر غواړي.
ولسمشر د خپلو خبرو په اوږدو کې دا هم وويل چې د اسلامي تمدن په غوړاوي کې مونږ غټه ونډه لرلې، او ښايي دا واقعيت د ارګ په نوم د مشهورو شويو فېسبوک چلوونکو پر دماغو ښه نه وي لګېدلې، خو په هر صورت د افغانستان پر اسلامي تشخص او په سيمه کې د اسلامي تمدن د پراختيا قضيه پر دې ارزي چې دغسې په درنښت ترې يادونه وشي.
د سولې ملي بحث!
د سولې په اړه د ولسمشر ډېرې خبرې سنګينې او د واقعيتونو پر بنا وې، په دې کې شک نه شته چې د سو لې خبرې د ده د دورې په وروستيو دوه دوه نيمو کلونو کې پر سياسي بحث اووښتې دي، که لږ د ده له دورې مخکې نظر واچوو، د کرزي په واکمنۍ کې د حکمتيار صاحب او ارګ تر منځ په ځلونو خبرې اترې شوي خو ارګ په کې سوله او جوړجاړى همغسې په ابهام او د جنګ پر کرښه پرېښى.
د همدې کرزي صيب په واکمنۍ کې په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه دومره توند غبرګون وښودل شو، چې طالبان په کې د خپل بيرغ په کوزولو او دفتر په تړلو اړ شول.
کرزي همغه وخت له طالبانو سره پرته له حکومتي کاناله بل هر درېمګړى کانال نامشروع باله او د همدې لپاره يې د سولې عالي شورا جوړه کړه. تر دې شورا مخکې يې، چې د طالبانو او حزب اسلامي د تسليمۍ لپاره د سولې د تحکيم کميسيون او نور هيئتونه جوړ کړي وو دا ټول په دې مانا چې هلته سولې سره لوبه کېده.
نن چې ولسمشر وويل چې مونږ سوله پر ملي بحث تبديل کړې او دا چې مونږ هر ځاى او پرته له قيد او شرطه د سولې د خبرو لپاره اماده يو؛ دا د کرزي د واکمنۍ د سولې دريځونو په وړاندې د يو لوى تغير خبره ده.

له هغې ورځې چې غني دوه کاله مخکې د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې په اړه د لومړي ځل لپاره خپله مُرَتبه او مدونه د سولې طرحه وړاندې کړه له دې څخه د سولې په اړه د غني جديت ښکارېده.
بيا چې له حکمتيار صاحب سره د سولې خبرې بر جديت پرمخ يوړل شوې او د دواړو لوريو تر منځ خبرې اترې د دوى تر منځ پر سوله وپايدلې دا يو عملي ګام و او د سولې په اړه د حکومت د جديت بل ثبوت و.
سمه ده چې طالبان او حزب د وسله وال قوت له لحاظه او د دې قوت په رڼا کې د غوښتنو او داعيې په حساب ډېر توپير لري، کېداى شي طالبان د هغه غوښتنو پر بنا چې د دوى د وسله والې مبارزې لپاره يې مشروعيت جوړ کړى؛ هغه له امريکايانو سره حل کړي، خو په داخلي لحاظ د دولت له پامه غورځول او تر دې دمه ورسره له خبرو انکار به يوه دوامداره سوله او ثبات وګواښي او کېداى شي د نوي يمو لسيزو د کابل او د نجيب د حکومت خراب سقوط د دې مدعا لپاره يوه تاريخي تجربه وي. غني په دې لحاظ په تېرو کلونو کې له خپله اړه د ملامتيا رُخ بدل کړى، هغه د سولې په اړه د واضح خبرې او طرحې لرونکى دى او هيڅکله يې د سولې له بحثه منډه نه ده اخېستې.
د سولې خبرې؛ څو ملاحظې!
خو په دې منځ کې چې کوم څه د ملاحظې وړ دي هغه د سولې په اړه له دې ټول جديت سره د انعطاف او تاوېدونکي سياست کمى دى، لکه ولسمشر چې نن په خبرو کې وويل؛ زه کوږ نه يم او کوږ نه ځم زه سپينه خبره کوم، يا دا چې زه تاسو د ننواتو لپاره ټاکلى نه وم، زما په خيال د سولې په خبرو کې له تاوکښونو سره تاو راتاو او کاږه واږه تلل بايد په دې مرحله کې د حکومت د مشر يو مسئولانه دنده او هنر وي، ولسمشر به ننواتې هم کوې او انعطاف هم، زمونږ د هېواد د نيمې پېړۍ جنګ درول د دغسې انعطاف او پاسته سياست غوښتنه کوي.
حکومت ته په کار دي چې د سولې په اړه د دغه ايجاد کړي ملي بحث او بين المللي ملاتړ په اډانه او قطر د سولې په بهير کې د کوږ نه تګ او انعطاف په کمي کې څنډې ته نه شي، که دولت او دولتي بنسټونه د هر ډول سولې په طرحه کې نړېږي دا بيا د سولې نه، بلکه د نړېدو او بل جنګ طرحه ده.
توندي که د سولې ژبه؟
سوله د دې غوښتنه کوي چې د ښکېلو خواو ژبه پر توندۍ، پيغور او زباتنو وانه وړي، له بده مرغه د افغانستان د جنګ د قضيې ټول اړخونه د سولې په اړه له توندۍ نه کلارېږي، د سولې لپاره سوله ييزې ژبې او چاپېريال ته اړتيا ده، ولسمشر که لږ تر لږه نن د سولې په جرګې کې طالبانو ته له پېغور ورکولو تېر شوى واى څه به يې کم شوي واى؟ ولسمشر بايد د دې پر ځاى چې ووايي؛ طالبان که د چا په ذهني ګرو کې وي؛ ودې وايي چې له دې اسارته په خلاصولو کې ورسره مرسته وکړو او يا دا چې که د بهرنيانو خبره په منځ کې نه وي نو طالبان ولې د سولې له خبرو باک لري؛ پر دې ورځ د دې ادبياتو کارول د سولې سوچ له تمرکزه غورځوي.
ويډيويي محتوا!

د سولې په دې مشورتي جرګه کې چې د جګړې او سولې کوم ويډيويي پرېزېنټېشن وښودل شو؛ هغه هم د جګړې د محاذ کيسه وه، که خبره د دې جنګ د پاى ته رسولو او سولې وي نو اړينه وه چې د جنګ ويډيو اصلاً نه واى ښودل شوى، که بيا هم ښوول کېده نو بايد د جنګ او منازعاتو د حل يوې مسلکي کمېټې يې سناريو راټوله کړې واى او ويډيو بايد د بهرنيانو، حکومت او طالبانو په شمول د ټولو د جنګي ښکېلتيا صحنې لرلاى.
د جرګې مشري؛ د انتخاب او انتصاب کشمکش!
د جرګې د مشر ټاکنه چې په کومه بڼه وشوه، دا څو دلالتونه لري؛ لومړى دا چې د جرګې مشر د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې هغسې د نولسمې پېړۍ په ميتود ديکته شو او د څو انتصابي غړيو په تودو چک چکو کې د ولسمشر خبره بدرګه خو د ازاد انتخاب پروسه په کې سخته وکوبل شوه.
د جرګې يوه لومړنۍ بوختيا بايد دا واى چې د جرګې غړيو په کې د څو سيالانو په منځ کې يو انتخاب کړى واى. خو ښکاري دا چې د لويې جرګې د مشر په دغسې ټاکلو کې وار له مخه جوړجاړى شوى وي.
لويه جرګه او ترسيم شوې لاسته راوړنې!
داسې ويل کېږي چې د جرګې جوړوونکي له دې هم ويرېدل چې هسې نه د جرګې مشر داسې څوک راشي چې بيا د دې لويې جرګې له لارې د حکومت متوقع لاسته راوړنې وګواښي.
ولسمشر د خپلو خبرو په اوږدو کې دا هم وويل چې ستاسو يوه وظيفه دا ده، چې له طالبانو سره سوله تعريف کړئ، خود دغه لويې جرګې ډېرى منتقدين په دې نظر دي چې د لويې جرګې لاسته راوړنې له تېرې ډېرې مودې ترسيم شوي او پرې به نښودل شي چې نوموړې لاسته راوړنې ګډې وډې شي، د همدې لپاره خو د جرګې غړي هغسې په مهندسي شوي شکل انتصاب شول او رئيس يې د ټولو په مخکې دغسې فرمايشي وټاکل شو.
بې سانسوره خبرې او پر خبرو سانسور!
ولسمشر د خبرو په پاى کې وويل، چې تاسو بې سانسوره خبرې وکړئ، هيڅوک حق نه لري چې ستاسو خبرې سانسور کړي او زه اماده يم چې ستاسو اوږدې خبرې واورم. خو د ولسمشر د خبرو په جريان کې چې کله يو ګډونوال ولسمشر ته خپله خبره کوله، هغه د امنيتي کسانو له خوا په زور او په ټېلو له جرګې وويستل شو. مخکينى ولسمشر حامد کرزى په دې حساب بيا د يو رهبر په حد کې برخورد کاوه، زما يادېږي؛ کله چې څو کاله مخکې د جمعيت اسلامي د کوم مشر په تلين کې حامد کرزى سټېج ته تللو له تالار څخه د يو شمېر ځوانانو له توندو خبرو سره مخ شو او کرزي چې هغه مزاحمت په کوم شکل مديريت کړ؛ هغه د يو رهبر خاصه ده.
ښه به دا وه چې په نننۍ جرګه کې ولسمشر نوموړى عرض کوونکى خپلې خبرې ته پرېښى واى، دې به ولسمشر د يو تنوع خوښوونکي، زغم لرونکي او په عين حال کې د مسلط شخصيت په توګه خلکو ته ورپېژندلى واى.