د لویو لارو له امنیت شکایت؛ حکومت وايي، امنیت ساتل یې لومړیتوب دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمداشرف غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه پرون مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او اتلولیو مننه وکړه او د ولسوالیو له کچې څخه تر مرکز پورې یې د ځواکونو پر تحرک ټینګار وکړ.
نوموړي د ټپیانو پر درملنې او د پرسونل د اړتیاوو په پوره کولو ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو ترمنځ لا ډېرې همغږۍ ته جدي پاملرنه وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې؛ جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د لویو لارو د امنیت تامین د ځواکونو لومړیتوب وباله او د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د لویو لارو د امنیت د تامین په برخه کې بشپړ انسجام رامنځته کړي.

ولسمشر: د لویو لارو امنیت د ځواکونو لومړیتوب دی

لویې لارې او نا امني

افغان حکومت په داسې حال کې لویو لارو امنیت ته د توجه خبره کوي چې په افغانستان کې له امنیتي پلوه تر ډیره د ولایتونو ترمنځ په لویو لارو کې د بدو امنیتي پيښو راپورونه ورکول کیږي.
همدا اوس مهال هم یو شمیر مسافر او بار وړونکي موټر چلوونکي او خلک د کابل او جلال اباد ترمنځ پر لویه لار د نه ډاډ خبره کوي.
د قاري سیدولي په نوم د یوه بار وړونکي موټر چلوونکي چې هره شپه له کابله تر جلال اباد او له جلال اباده کابل ته تګ راتګ کوي، یاران ته یې ځینې د سترګو لیدلې کیسې وکړې.
هغه وویل څو ځله وسله وال کسان چې ښکاري غله او طالبان دي، د شپې لویو لارو ته راووځي، پر موټرو حمله کوي او کسان ترې ددې لپاره وړي چې د پیسو په مقابل کې يې بیرته راخوشې کړي.
هغه یاران ته وویل:

«یو ځل هوټل کې دمې ته ودریدو، ډیر نور ګاډي هم راغلي ول، یو ناڅاپه لاندې شور شو، وسله والو کسانو چې ښکاریدل طالبان ول، ویل یې مه خوځیږئ، راغلل، له هر موټره یې خلک ښکته کړل، لاسونه یې پرې وتړل او په غره یې وخیژول، زه هم خطر کې وم، خو د هوټل بام په سر پروت وم، هیڅ یې موږ ته پام نه شو او بچ شو.»

یوه بل موټر چلوونکی عبدالحمید وايي، اکثره وخت دلته پر عامو او دولتي کسانو حملې کیږي. هغه وايي یو ځل یې ولیدل چې د ملي امنیت په موټر برید وشو، څو کسان سخت ټپيان شول او بریدګر په رڼا ورځ وتښتیدل.
نه یوازې د کابل – جلال اباد لویه لار، بلکې د هیواد نورو لویو لارو کې هم د ورته پيښو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ارزګان او کندهار لویې لارې یوه تخریب شوې برخه

د کندهار او ارزګان ترمنځ لار خو له همدې امله کنډوکپر شوې هم ده چې عیني شاهدان وايي، هم په کې وسله وال طالبان ماینونه الوزوي او هم بریدونه کوي چې خلک پرې ډاډه تګ راتګ نه شي کولی.
تر ډیره پر حکومت نیوکه دا ده چې د لویې لارې په اوږدو کې پراته یو شمیر مسوولین خپله دا ډول پيښو کې لاس لري او دا ورته د عاید یوه سرچینه ګرځیدلې ده، خلک وایي که دوی په رښتیني او جدي توګه وغواړي، د دا ډول پيښو مخه نیول کیدای شي.