Advertisements
افغانستان ټولنیز ژوند کلتور او هنر

لوی اختر

لیکنه: ياران

ليکنه: شپنه حیدري

اخترونه په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د خوښۍ ورځې ګڼل کیږي، او مسلمانان يې په خورا ولولو لمانځي، د اسلام د مبارک دين وړاندې په بشري ټولنو کې د خوښې ځينې ځانګړې ورځې وې چې خلکو به لمانځلې او د خوښيو څرګندونه به يې کوله خو کله چې د سلام سپېڅلې د انسانانو د ژوندانه ديوه بشپړ لارښود نظام په توګه ظهور وکړ نو د اسلام خوږ پيغمبر حضرت محمد صلی علیه وسلم د مدينې تر هجرت وروسته، وليدل چې د مدينې خلک هر کال دوه ورځې په ځانکړو مراسمو لمانځي، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم و پوښتل، ولې دغه دوه ورځې لمانځئ؟ خلکو ور ته وويل چې تر اسلام وړاندې دغه دوه ورځې مونږ د خوښيو د لمانځنې او مېلې لپاره ځانګړې کړې وې، حضرت محمد صلی الله وفرمايل: ((الله جل جلاله هغه دوه ورځې ستاسو لپاره په دوو نورو ښو او غوره ورځو بدلې کړې دي، لوی او کوچنی اختر)).
اخترونه که له يوې خوا د خوښيو ورځې دي له بل لوري د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ، مينې او يووالي د ټينګښت ورځې هم ګڼل کېږي، مسلمانان په دې ورځو کې يو له بل سره ګوري او يو د بل له حال څخه ځان خبروي، که د دوو مسلمانانو تر منځ خپګان وي نو د اختر په ورځو کې خپګان هېروي او سره پخلا کېږي. همدارنګه د لوی اختر په ورځو کې د حج په مراسمو کې ميليونونه مسلمانان سره راټولېږي او د خدای په کور کې د نړۍ د امن او خوښۍ دعاوې کوي.
اخترونه په افغانستان کې په ځانګړو دودونو لمانځل کېږي، له وړاندې ورته تیارۍ نيول کېږي او مسافر ځانونه د اختر ورځو لپاره کور ته رسوي. پښتو متل دی چې: ((سل روپۍ پور کړه، د اختر شپه په کور کړه)). يا دا لنډۍ چې وايي:
اختر ته ځكه خوشحاليږم
چې مسافر اشنا مى کلي ته راځينه
د اختر ځينې دودونه په لاندې ډول دي:

۱ – پاکې اونوې جامې:

د اخت لمانځونکي د دغې ورځې لپاره تر خپلې وسې هڅه کوي چې نوې جامې جوړې کړي او د اختر په لومړۍ ورځ يې واغوندي، که څوک نوې جامې نه شي برابرولای هغوی خپلې نسبتاً نوې پخوانۍ جامې پاکې اينځي او د اختر په ورځو کې يې اغوندي.
په اخترونو کې معمولاً خلک مخکې له مخکې جامې اخلي او ټول خلک بیا په تیره ماشومان د هغی ورځې نه چې جامې اخلي داختر تر ورځې پورې ډیر هیجاني وي او د اختر ورځې د رارسیدو په تمه وي ترڅو وکولاي شي خپلې جامې واغوندي.

۲ – د اختر لمونځ

د اخترونو لمونځ له اسلامي مناسکو څخه او د اخترونو نه بېلېدونکې برخه ده، او د اختر نه پهتر کې اکثراً خلک ټول په جوماتونو کې راټولېږي او په ګډه دوه رکعته داختر لمونځ ادا کوي.
د اختر لمونځ په حقیقت کې یوه داسې لویه راټولېدنه ده چې د پخلاينې، یوالي، ورورګلوۍ، مرستې، احوال پوښتنې، تړښت او سموالي څرګندونه کوي همدارنګه د اختر لمونځ د الهي نعمتونو شکر ګذاري او عبادت دی.

۳ – قرباني

قرباني هم د اختر ابراهيمي سنت دی چې د مسلمانانو تر منځ د خدای جل د نعمتونو د شکرګذارۍ په پار دود شوی، پيل يې د ابراهيم عليه اسلام له وخت څخه شوې ده، مسلمانان د لوی اختر په ورځ له شرايطو او مالي توان سره سم څاروي قرباني کوي او غوښه يې بيا اړمنو خلکوواو مسکينانو ته ويشي.

۴ – اختری

اختری د افغانستان په اخترونو کې يو ډير پخوانی دود دی، که څه هم اوس دغه دود کم رنګه شوی دی خو بیا هم په ډېرو سيمو کې دغه دود اوس هم شته.
د اختر په ورځ کله چې مشران د اختر د لمونځ ادا کولو لپاره جوماتونو ته ځي کوچنيان (ماشومان) د هغوی بیرته راتګ ته په تمه وي کله چې مشران د اختر د لمونځ څخه وروسته کورته راشي ټول ماشومان ور چاپیریږي، لومړی د يو بل ته د اختر مبارکي وايي بیا له مشرانو (پلار،ورور،نيکه،کاکا،ماما……) څخه اختری غواړي هغوی هم د خپل توان په کچه اختری ورکوي. د يادونې وړ ده چې په ځينو سيمو کې مشران هم يو بل ته اختری ورکوي او ډیری نارینه ښځو ته اختری ورکوي.

همدارنګه ماشومانو په کليو او بانډو کې په کورونو ګرځي او له ځان سره کڅوړې ګرځوي چې له کورونو پکې وچه ميوه راټوله کړي، دغو ماشومانو ته پيژندګلوي او کورنۍ اړيکې مهمی نه دي، مهمه دا ده چې ماشوم يوه پلاستيکي کڅوړه ولري او له يوې ډلې ماشومانو سره د خپلو او پردو کورونو ته ورشي او مېوه راټوله کړي.

د اختري يو بل مهم دود دا دی چې د نوو کوژده شويو ځوانانو له لوري د کوژدنې ته اختريزې ډالۍ لېږل کېږي، په اخترونو کې معمولاً هغو کورنیو کې چې کوم هلک کوژده کړې وي د انجلۍ يا کوژدنې ته جامې، د سينګار توکي، مېوه او خوراکي توکي او اړتيا وړ نور مواد او ډالۍ لېږي. دغه شيان عموماً د هلک د کورنۍ ښځې د انجلۍ کور ته ور وړي او په خوښۍ او سندرو دغه‌ دود لمانځي. همدارنګه د هلک کورنۍ اړ ده چې انجلۍ ته د قرباني لپاره پسه هم ور ولي، چې په ډېرو سيمو کې دغه پسه هم سينګاروي او بيا يې د کوژدنې کورنۍ کور ته بيايي.

۵ – د اختر مېلمستيا

په اخترونو کې يو د بل کورونو ته د راشه درشه تر څنګ د اختر ميلمستيا هم يو بل غوره دود دی. د اختر په شپو ورځو کې د يوه کلي خلک يا د خپلوانو تر منځ په نوبتي ډول مېلمستيا برابروي او د يوه ورځ يا يو وخت ټول يوه کور ته ځي او هلته بنډار کوي، دغه مېلمستيا د ډلې په ټولو غړو په نوبت ورځي او د ډلې د هر يوه غړي په کور کې يو وخت سره راټولېږي،
داختر مراسم دخپلو خپلوانو،ګاونډيانو او ملګرو لیدلو لپاره یوه ښه بهانه او موقع ده او د خلکو ترمنځ صمیمیت او مینه ډيرراټولېږي تګ

۶ – مېله ځایونو ته تګ

له نورو بوختياوو تر وزګارېدو وروسته اختر کې خلک په چکر وځي او اختريزې لوبې کوي، په تیره بیا په لوی اختر کې چې خلک قرباني کوي ډیر میلو ته ځي او دغوښی نه خوندور پخلي او ډول ډول کبابونه تياروي او داختر ورځو او شپو څخه خوند اخلي.

د پورته يادو شوو دودونو تر څنګ نور ډېر دودونه هم شته چې د ټولو يادول دلته ممکن نه دی خو د يادونې وړ ده چې د اختر تر ټولو ستره موخه د خوښۍ، مينې او ورورولۍ دود کول دی. د اختر پيغام دا دی چې د الله شکر ادا شي او انسانان په خپلو منځو کې د مينې او محبت اړيکې ټينګې کړي، د پخلاينې لار ونيسي او د کينې او دوښمنۍ ځان و وساتي!
لوی اختر مو مبارک شه!
د سولې او سوکالۍ اختر دې شي!

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران