افغانستان ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر

د لر پښتانه د کوزو پښتنو په هکله کومې اندېښنې لري؟

لیکنه: مهر تاج
لیکنه: مِهر تاج

تاسو به زما په تېره لیکنه ضرور لوستي وي، چې د ډیورنډ د معاهدې په هکله او نړیوالو قوانینو مې کړې وه.

ځینو لوستونکو په تبصرو کې د کوز پښتنو په هکله وېره څرګنده کړې او ویلي و، چې ګوندې د رفرانډم یا ټول پوښتنې په پلي کولو، له دوی وېره لري چې شاید کوز پښتانه به له اوسني افغانستان سره بیا یو ځای کېدل ونه غواړي.

د لوستونکو د دغې وېرې د لرې کولو لپاره، دا ځل موږ کوز پښتانه یعنې له تورخمه تر اټکه، د غلام خانه تر بنو، د شهیدانو ډنډې تر کُورمې د ټله تر آدم خان درې او د چمنه تر کویټه له نظره تېرو .

لمړی په لوی وزیرستان نظر اچو

وزیرستان د پښتنو د لویو قومونو کور دی، چې شمالي او جنوبي باندې وېشل شوی دی. د وزیرو لوی قوم، مسید او داوړ پدغه سیمه کې اوسېږي، دوی تل خپل ځانونه افغانان بللي او پر افغانیت ولاړ قومونه دي.

د افغانستان په هره لویه غزا کې دوی برخمن ؤو او تل ځانونه د افغانستان یوۀ برخه بولي.

IMG-20200913-WA0024.jpg

ښه مثال نننۍ ځوان مبارز منظور پښتین دی، چې نن سبا د ټولو پښتنو مشر بلل کېږي.

منظور پشتین او د ده ملاتړي، چې ځانونه PTM بولي، په جار د لر او بر یو افغان ناره پورته کوي.

زما په اند د ټول لوی وزرستان نه کاملاً ډاډه اوسئ. دافغانانو کور و، او تل به د افغانستان یوه برخه وي.

ـ دویم: راځو سده، کُرمې، ټل تر کوهاټ او آدم خان درې پورې

د سدې تر کورمې د توریو قوم اوسېږي د کُورمې تر کوهاټه بیا بنګښ پراته دي.

دا قومونه له خوست او ځاځیو سره وروڼه او زامن دي. د دوی وینې سره شریکې دي. ازاد تګ راتګ کوي او هېڅکله د خپل پلارني ټاټوبې سره مخالفت نه کوي.

د دوی اکثره ځوانان، لکه زموږ د لويې پکتیا ځوانان په عربي هېوادونو کې د دواړو غاړو ځوانان په ګډه سره په مزدوري اخته دي.

د پولې دواړه غاړې ځوانان لکه وروڼه ځامن یو ځای اوسېږي او یو ځای کار کوي. یعنې د دوی تر منځ هېڅکله بیلتون شتون نه درلود او نه هم دا خلک تر نننه د ډیورنډه خبر دي.

ـ دریېم: راځو له تورخمه تر اټکه

تورخمه تر خیبره او کارخانو پوري مومند شینواري او آفریدي اوسېږي. د ډاکټر نجیب تر وخته د دې خلکو کار او بار ټول کابل کې ؤو، د دوی تجارتونه، جایدادونه ټول کابل کې وؤ.

دوی زما او ستا په څېر کابل کې بلد او پر افغانیت ولاړ خلک دي. دا قومونه هېڅکله د خپل اصلي ټاټوبې، نه منکرېږي.

د کارخانو تر اټکه دا سیمه ښاریه سیمه ده، پنجاب په دې سیمه کې سل کاله کار کړی دی. اوسېدونکي یې هم له هره قومه دي.

په دې سیمه کې د افغانستان سره د پیوستون مخالفتونه قوي او رفرانډم یا ټولپوښتنه د دوی په ګټه تمامېدلی شي، خو نن سبا ځوانان د لوړو زده‌کړو خاوندان دي.

او د لوستي ځوانانو  منځ کې ډېر داسې ځوانان شته چې له تاریخ خبر دي. او د پنجاب اصلي مقصد هم ورته څرګند دی.

یعنې دا ساحه جدي کار ته اړتیا لري

د چمنه تر کویټې دا ساحه بیا زموږ د لوی کندهار، د خلکو سره هېڅ توپیر نه لري. نورزي ،اڅکزي او دراني د ډیورنډ په دواړو غاړو پراته قومونه دي.

٩٠سلنه اوسیدونکي یې هېڅ ډول مخالفت د لوی افغانستان سره نه لري. پاتې لس سلنه یې د پاکستان اوسني حکومت لخوا نازول کېږي، طبیعي ده، چې د دوی تله به هم درنه وي.

که چېري د پاکستان ټولو پښتنو ته نظر وکړو، دوی په فقر او ناداری کې ژوند کوي. د پاکستان په دې سیمو کې د بېکارۍ کچه لوړه ده.

ځوانان یا باید د سفر پنډوکي پر ملا وتړي او د عربي شیخانو مزدوري وکړي او یا هم د پنجاب لاس لاندي نظامي ارګانونو ته جذب شي.

د پاکستان ټولې مذهبې مدرسي ،تنظیمونه او مذهبي وسله والي ډلې همدلته ځای پر ځای شوي دي. د پښتنو سیمونه نه ویرانوونکي پلانونه طرح کېږي، د نړۍ ګوټ ګوټ کې پلې کېږي. او کله نا کله د همدغو سیمو پر پښتنو زده کړي ترسره کېږي یا هم د دوی نه د قربانۍ د پسه ګټه هم اخیستل کېږي.

چې ښه مثالونه یې د سوات عملیات او د وزیرستان د ړنګولو عملیات وؤ.

یو بیداره او په خبره پوهه پښتون په دې ټولو خبرو هېڅکله سترګې نشي پټولې. او د پنجاب سره په یوۀ لار هېڅکله نشي روانېدي.

تاسو به هم اورېدلي وي، چې د یوې ټولنې ویاندویان او نطاقان د هغې ټولنې شاعران او هنرمندان وي. چې دا یو لوی واقعیت دی.

شاعر د خپل وخت او ټولنې هنداره بلل کېږي. شاعر خپل شعر کې هغه څه وايې، چې د ده ملت یې غواړي او د ده مینه وال یې، غوښتنه یې لري.

که موږ د کوزو پښتنو شاعرانو ته غوږ شو، نو په ژوندیو شاعرانو کې د سایل صیب نه نیولي تر ممتاز، دانش او بُنیري پوري ټول د لوی افغانستان ناري وهي.

پس دا مثالونه زموږ دا دعوه سمه ثابتوي چې لر پښتانه هم لکه بر پښتانه د یو لوی افغانستان غوښتونکي دي.

خو لکه په تیره لیکنه کې مې، چې مو وویل دا لار اغزنه ده. ډېر کار ته اړتیا لري.

هر افغان باید خپل فرض پر ځای کړي او د ملت په بیداری کې برخه واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ