فبروري 24, 2021

هغه ناروغۍ چې د وزن د کمښت لامل کېږي

ژباړه: ملیحه ناصري

۱-د عضلاتو کمېدل:

د عضلاتو کمېدل چې موږ یې د عضلاتو اوبه کېدل بولو، د وزن د کمېدو لامل کېږي. اصلي نښه یې د عضلاتو کمزوري کېدل دي. آن داسې هم شونې دي چې یو غړی مو تر بل غړي کوچنی درته ښکاره شي.

۲-د ټایرويیډ ډېر فعالیت:

هایپرتایروډیزم هغه وخت پیدا کېږي چې ټایروییډ ډېر هورمون تولید کړي. دغه هورمونونه د وجود ډېری کړنې او ميټابولیزم کنټرولوي. که ټایروییډ ډېر کار وکړي، سره له دې چې اشتها به مو دېره وي؛ خو انرژي مو مصرفېږي. له همدې امله کېدی شي ناغوښتي ستاسو وزن کم شي.

۳-آرټرېټ روماټوییډ:

دا ناروغي د ایمني ناروغۍ په نوم یادېږي او د دې لامل کېږي چې د وجود دفاعي سیسټم د مفصلونو پر پوښښ برید وکړي. د همدې کړنې په پایله کې مفصلونه التهابي کېږي. وزن ځکه کموي چې اوږدمهاله التهاب د میټابولیزم سرعت چټکوي. د ( آر اې/آرټرېټ روماټوییډ) نښې د تورم او د مفصلونو درد دی. که ( آر اې) ولرئ، یو ساعت چې حرکت ونه کړئ، مفصلونه داسې کېږي لکه غوټه چې شي.

۳-دیابت/شکر:

که دیابت۱ ولرئ، د وجود ایمني سیسټم مو د معده پر هغو سلولونو باندې برید کوي چې انسولین تولیدوي. له انسولین پرته وجود ګلوکوز نه شي کارولی، څو انرژي پوره کړي. دا کار د انسولین کچه لوړوي. پښتورګي ناکاره ګلوکوز په ادرار کې باسي. د وجود شته خواږه له وجوده وځي، وزن کمېږي.

۴-ژورخپګان:

ناغوښتي وزن کمېدل ښايي د ژورخپګان جانبي/څنګزن عوارض وي. هغه احساسات چې افسرده‌ګي/ژورخپګان یې درته پیدا کوي، د ژوند پر چارو مو اغېز ښندي. ژورخپګان د ماغزو هغه برخه اغېزمنوي چې اشتها کنټرولوي.

۵-د کولمو التهابي کېدل:

د وزن د کمېدو بل لامل کېدی شي د کولمو التهابي کېدل یا ( آی بي ډي) وي. آی بي ډي هغه اصطلاح ده چې د هضمي سیسټم اوږدمهاله ډېرې ناروغۍ رانغاړي.  آی بي ډي وجود کاټابولیک ته اړ کوي، یانې تل به انرژي مصرفوي. سربېره پر دې د ولږې د هورمون( ګرلین) او د مړښت د هورمون( لپتین) فعالیت ګډ وډوي.

۶-اوږدمهاله ریوي ناروغي:

اوږدمهاله ریوي ناروغي( سي او پي ډي) هم د وزن د کمښت لامل کېږي. په دې ناروغۍ کې آمفیزم او برنشیټ هم شاملېږي. ډېری کسان بیا د دواړو سي او پي ډي لري. آمفیزم په نرمي سره هوايي کڅوړې خرابوي، ساه ایستل سختوي. اوږدمهاله برونشیټ ساییز غړي ژوبلوي او د التهاب لامل یې کېږي. دا چاره د خلط/ بلغم، ټوخي، ساییزو ستونزو لامل کېږي. لومړنۍ سي او پي ډي خفیفه وي؛ خو پرمختګ سره یې د وزن د کمېدو لامل هم کېږي.

۷-نورې ناروغۍ:

ځینې نورې ناروغۍ؛ لکه: ( سرطان، سِل، اچ آی وي) هم  د وزن د کمېدو لامل کېږي. البته په دې ټولو مواردو کې باید دا په پام کې ونیول شي چې پرته له کوم فعالیته او ناغوښتي وزن کم شي، د دغو ناورغیو نښې بلل کېدی شي.
 

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*