Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د مئینتوب ۱۳ علمي نښانې وپېژنئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کېدای سي ستاسي سره به له ډېره وخته دا پوښتنه وي، چي ولي او څنګه انسانان مئنان کېږي. زه ئې درته وایم، د” مئین/عاشق “ انسان د دماغ تغیرات او تحولات په فرد پوري تړلي او په یوې داسي دورې سره تعریف کړل سوي دي چي کاملاً په مغز کي ښکاره او د تشخیص وړ دي. ددې له پاره چي وښيي تاسي مئین یا عاشق سوي ياست ۱۳ نښانې سته.

نه سئ کولای چي هغه هلک/نجلۍ هېر/هېره کړئ؟ کوم وخت چي باید په خپل کار کي تېر کړئ په سوچو او خيالو کې تېروئ؟ خپل راتلونکی له هغه/ې سره یوځای تصوروئ؟

کېدای سي دغه ستړي کوونکي او سربداله کوونکي افکار د عشق نښانې وي. په حقیقت کي څېړونکي دغه نښانو او علایمو ته د” مئینېدو/عاشقېدو “ سره تړاو ورکوي. څېړونکو موندلې ده چي د یوه مئین/عاشق دماغ له شهوت مړوونکي څخه خورا زیات توپیر لري او د متاهل د مغز یا دماغ سره هم کوم ورته والی نه لري. د راتګرز پوهنتون او د عشق بیولوژۍ یوه مشهوره انسان پوههي، هلن فیشر (Helen Fisher) د څېړني له مخي، د عاشق سړي د دماغ تغیرات او تحولات په فرد پوري تړلي او په یوې داسي دورې سره تعریف سوي دي چي کاملاً په مغز کي ښکاره او د تشخیص وړ دي. او نوموړې لاندي ۱۳ نښانې وړاندي کوي:

۱ـ زما معشوق/ه خاص/ه دئ/ه

کله چي مئینان کېږئ سملاسي داسي فکر کوئ چي بس زما معشوقه نو ساری نه لري. دغه باور دئ چي تاسي د نورو( پرته ستاسي له معشوقې څخه) سره په مینه کي کمزوری کوي. فیشر او ملګري ئې په دې باور دي، چي دغه غبرګون ستاسي په مغز کي د مرکزي دوپامین (یوه کیمیاوي ماده ده چي د تمرکز او پاملرني سبب کېږي) سطحي د لوړېدو نتیجه ده.

۲ـ زما معشوق/ه ستر/ه دئ/ه

واقعي مئینان خوښوي چي د خپلو معشوقو پر مثبتو ځانګړنو او خواصو باندي تمرکز وکړي، او له منفي هغو څخه ئې سترګي پټي کړي. تر داسي اندازې پوري چي دوئ پر هغو بې اهمیتو موضوعاتو او پېښو لا چي د دوئ معشوقې ئې ورته بیانوي تمرکز کوي، دوئ د دغو شېبو او خاطرو په باره کي خیال پلو وهي. دا هرڅه هم د مرکزي دوپامین د سطحي له لوړېدو سره هم مهاله د مرکزي نوراپي نفرین (Norepinephrine) سطحي په لوړېدو سره کېږي چي د يوه نوي محرک په وجه حافظه زیاتوونکې کیمیاوي ماده ده.

۳ـ وضعیت مي ښه نه دئ

مئنېدل تر ډېره په عاطفي او فزیولوژیکي (بدني) بې ثباتۍ سره تمامېږي. تاسي د خوښۍ، خوشحالۍ، د انرژۍ زیاتېدو، بې خوبۍ، بې اشتها توب، بې ثباتۍ، د زړه ضربان، ساه ژر ژر اخیستلو، همدارنګه اضطراب، وېري او ناهیلۍ احساس ترمنځ راګیر سوي ياست؛ داسي چي په کوچنۍ ماتي سره خپه او خوابدي کېږئ. د خُلق دغه ډول تغیرات کټ مټ د معتادینو چار چلند ته ورته دي. او رښتیا کله چي افراد مئینان کېږي د خپل معشوق د عکس یا تصویر په لیدو سره کټ مټ هغه سیمه لکه یو معتاد چي پکښي نشه يي توکي څکوي؛ سوځوي. څېړونکي عاشقېدل د اعتیاد یو ډول بولي.

۴ـ سختۍ ما او زما عاشق یو او بل ته سره نژدې کوي

د بل چا له پاره سختۍ زغمل عاشقانه جذبه لا پسي زیاتوي. مرکزي دوپامین احتمالاً د دغه کار مسئول دي دا ځکه چي څېړني ښيي کله چي عوض (معشوق/ې ته رسېدل) ځنډېږي د دماغ په مرکزي برخه کي د دوپامین تولیدوونکو عصبي حجراتو تولید زیاتېږي.

۵ـ د هغه/ې خیالونه مي هیڅ له ذهنه نه وځي

د فیشر په وینا: مئین خلګ په اوسط ډول په سلو کي ۸۵ ساعتونه د خپلو معشوقو په افکارو کي غرق وي. دا د په زور داخلېدونکي تفکر یو ډول دئ چي د وسواسي چارچلند شکل دئ، کېدای سي دغه پېښه په مغز کي د مرکزي سروتونین د سطحي د کمېدو پایله وي؛ چي دا یو داسي حالت دئ چي د وسواسي چارچلند سره اړیکه لري.

۶ـ کاشکي کولای مو سوای چي همېشه یو له بل سره اوسو

مئینان او عاشقان معمولاً په خپلو اړیکو کي د وابستګۍ احساس لري چي له جملې څخه ئې مالکیت، حسادت، له جلا کېدو وېره او د بېلتون اضطراب دي. د مثال په توګه فیشر او همکارانو ئې د هغو کسانو د مغز تصاویر چي معشوقو ئې دوئ پرېښي دي یا داسي کسان دي چي تر پرېښېدو وروسته لا هم مئنان دي – وڅېړل. د مغز په بېلابېلو برخو کي چي د مغز کمربند (Cingulate gyrus) هم پکښي شامل و د MRI فعالیت تصویر اخیستلو وښوول د زیات رغبت اصلي نقش او رول د کوکائینو/نشه يي توکو په مصرف کي دئ. د کال ۲۰۱۰ د اعصابو د فزیولوژۍ په مجله کي څېړونکي لیکي:” په نشه يي توکو د اخته مناطقو فعالول کېدای سي په عشق او مینه کي له ناکامېدو سره په اړیکه کي د وسواسي رفتارونو څرګندوونکی وي. “

۷ـ تمه لرم چي د همېشه له پاره یو له بل سره و اوسو

هغوی همدارنګه د خپل معشوق سره د عاطفي اړیکي له پاره علاقمندي لري، دوئ یو او بل ته د نژدې کېدو او د ګډ راتلونکي په باره کي خیال پلو وهي. د نیویارک د آلبرت انیشټاین طبي پوهنتون یو یوه بله ارواپوهه او عصب پېژندونکې لوسي براون (Lucy Brown) وايي چي د نورو کسانو په وړاندي زموږ تمایل لکه د اوبو او ژوندي پاته کېدو په وړاندي زموږ تمایل داسي دئ. د MRI څېړني ښيي په ډېریو کسانو کي د دغه تمایل عصبي سیسټم هغه وخت فعالېږي چي کله د خپل معشوق څېرې ته ګوري او یا ئې په اړه فکر کوي. او همدارنګه د عاشقېدو یوه بله نښانه دا ده، چي مئینان معمولاً په خپله اړیکه کي د وابستګۍ احساس لري.

۸ـ غواړم چي د هغه/ې له پاره هرڅه وکړم

مئینان یا عاشقان د خپلو معشوقو سره د همدلۍ خورا پیاوړی احساس لري، دوئ پر ځانو باندي درد قبلوي خو د خپلو معشوقو له پاره سرښندني او قربانۍ ته هر وخت تیار وي.

۹ـ دغه کالي ئې خوښېږي؟

د مئینېدو یوه بله نښانه دا ده، چي خپل زیات شخصي لومړیتوبونه، خصوصيیات، د جامو او کالیو تغیر او ارزښتونه تر ډېره پوري د خپلو معشوقو د خوښیو سره برابروي.

خو که تاسي خپل ځان چي څنګه یاست هماغسي ښکاره کړئ په دې سره ستاسي چانس زیات دئ: د فیشر په یوه بله څېړنه کي چي په کال ۲۰۱۳ کي د” انسان “ تر نامه لاندي کنفرانس کي وړاندي سوه، نوموې دا معلومه کړې وه چي انسانان د خپلو شخصیتونو په وړاندي و متضادو هغو ته جذبېږي، داسي یو کس چي د مغز له کیمیاوي اړخه د دوئ متضاد څوک وي. د مثال په توګه: د نوموړې څېړني وښوول هغه افراد چي په اصطلاح د غالب تستوسترون شخصیت لري (تحلیلي، رقابتي، او عاطفي) تر ډېره و یوه داسي کس ته چي په لوړه سطحه استروژن او اکسی توسین لري (دغه کسان همدلۍ، پرورښت، اعتماد او اجتماعیت ته مایل او د معنا او هویت په لټه کي دي)، جذبېږي.

۱۰ـ آیا کولای سو چي په فرد پوري تړلي اوسو؟

واقعي مئینان معمولاً د خپل معشوق پر خپلو معشوقو باندي حسادت کوي خو تر منځ ئې خورا پیاوړي عاطفي اړیکي هم وي: کله چې معشوق خیانت ورسره کوي، نو د دوئ له لوري انحصار طلبي او شدید حسادت طبیعي دي. انحصار طلبي زیاتېږي ترڅو عاشق کس د خپل ژوند له شریکه وغواړي چي له نورو سره اړیکي وشلوي.

۱۱ـ جنسي اړیکه ورته لومړیتوب نه لري

په مئینو کسانو کي جنسي اړیکي ته تمایل د دوئ د عاطفي هغو په مقابل کي لومړیتوب او اهمیت نه لري. د یوې څېړني په ترڅ کي چي یوه بیانیه ئې داسي وه: جنسي اړیکي زموږ په ګډ ژوند کي له مهم ترینو بخشونو څخه دي؛ ۶۴ په سلو کي مئینانو مخالفت ښکاره کړی و.

۱۲ـ داسي احساسوم چي له کنټروله وتلی/ې یم

فیشر او ملګرو ئې دا په ډاګه کړه هغه کسان چي ځانونه مئینان بولي معمولاً وايي چي علاقه ئې غیر ارادي او نه کنټرولېدونکې ده. نوموړې په خپل یوه خپاره سوي کتاب (Love and Limerence) کي دوروتي تنوو نومي ارواپوه له ۴۰۰ نارینه وو او ښځینه وو څخه غوښتي ول چي د خپل رومانتیک عشق په اړه ۲۰۰ پوښتنو ته جوابونه ووايي. ډېریو برخوالو د ستړیا احساس لاره او ویلې ول چي په دغه اړیکه کي چي کوم احساس لري غیر منطقي او غیر ارادي دئ. د فیشر په وینا، له برخوالو څخه یوه ئې د خپل ژوند د ۵۰ مي لسیزي په لومړیو کي چي اجرایوي مدیر و د خپل کاري دفتر د مشکلاتو په باره کې نوشته کړي ول،” زما نظر دا دئ چي دغه علاقمندي او تمایل چي د امیلي سره لرم بیولوژیکي ده کټ مټ لکه د یوه غریزې په شان او زما تر کنټرول یا ارادې لاندي نه ده… دغه احساس ما لارښوونه کوي. ددغه احساس سره د اوسېدو له پاره مي خپل پوره کوښښونه وکړل څو نفوذ ئې راکم کړم، تغیر ئې کړم (مثلاً له جنسي اړیکي) څخه ئې انکار وکړم، او له دغه وخته خوند واخلم او هغه غبرګون ښکاره کولو ته وهڅوم! سره له دې چي پوهېږم زه او امیلي یو له بل سره د ګډ ژوند کولو هیڅ چانس او موکې نه لرم خو په اړه ئې فکري وسوسو نیولی یم، “

۱۳ـ د عشق او میني جرقه له منځه تللې ده

معمولاً عاشق پاته کېدل تر آبده او د عمر تر پایه ادامه نه لري. دغه احساس هغه وخت ناپایدار او له منځه تلونکی دئ چي په اوږدمهال کي تکامل ته رسېږي. تړلې یا وابسته اړیکه چي پوهان هغه د” وابستګۍ “ تر عنوان لاندي پېژني – محوه کېږي او په اړیکه کي حل کېږي. که د دوو نفرو له نظره په منظم ډول فزیکي یا اجتماعي موانع مخه ونیسي – د مثال په توګه له لیري څخه یوه اړیکه – عشق او مینه د نورو شرایطو په نسبت ډېر دوام لري.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي