که تاسې هم مینه ناک خلک یاست، نو دا ځانګړنې به لرئ

د ژوند هرې شېبې څخه خوند اخلي،
د هر فرصت او موکې لپاره له الله تعالی څخه مننه کوي،
هره شېبه بې اختياره مُسکا کوي،
تل د نورو موجوداتو او طبعيت سره د پيوستون احساس کوي،
تل د هر ډول تشويش او نګرانۍ د له منځه وړلو په هڅه کې وي،
د هر ډول جنجال او جګړې سره علاقه نه ښيي،
د نورو په اړه د هر ډول قضاوت کولو سره علاقه نلري،
د ځان په اړه د هرډول قضاوت څخه ډډه کوي،
د دې سره علاقه نلري چې د نورو د کارونو په اړه فکر وکړي او لاملونو پسې يې وګرځي،
د دې سره علاقه نلري چې تېر بد يادونه تازه کړي،
تل د دې سره علاقه لري چې د نورو سره مينه وکړي،
تل هڅه کوي چې د نورو په خوښيو کې برخه واخلي،
د نورو په غم کې ځان غمجن بولي،
د نورو په پرمختګ خوشحالېږي،
که يو چا سره يې خپګان رامنځ ته شي، ډېر ژر ورسره روغه کوي،
تا ويلې او ما ويلې پسې دومره نه ګرځي،
غيبت يې نه خوښېږي،
تل صادقه وي،
زړه يې ډېر نرم او ترحم لرونکی وي.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ