Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

خپل ځان سره څومره مينه لرئ؟ خپل ځان ته وخت ورکړئ

د خوښۍ يو راز دا دی چې خپل ځان سره مينه وکړئ

که له ډېريو خلکو پوښتنه وشي نو ښايې ځواب کې ووايې چې هو؛ مونږ ځان سره مينه لرو خو له کړنو او عکس العملونو يې بل څه ظاهريږي. دا يو ساده حقيقت دی چې مونږ د ځان په پرتله نورو سره ډېر صميمي او په مينه چلند کوو.

تل په دې هڅه کې يو چې هغه کار ترسره کړو چې نور له ځانه خوښ کړو او زمونږ ستاينه وکړي، تل د نورو د خوشالولو لپاره خپلې غوښتنې او هيلې قرباني کوو چې دا کار مو له خپله ځانه سره د مينې واټن ډېروي او ورو ورو ځان له لاسه ورکوو.

که غواړئ له ځانه سره مو مينه زياته شي لاندې ټکي په پام کې ونيسئ

۱- ځان ډېر مه قيدوئ

هغه کسان چې ځان ته ارزښت ورکوي او خپل ځان سره مينه لري کولی شي ډېرو څيزونو ته “نه” ووايې او هغه څه چې ورته مهم دي “هو” ورته ووايې په دې جريان کې ممکن د ډيرو خلکو تر فشار لاندې راشئ چې غواړي تاسې له خپلې خوښې واړوي او خپلې غوښتنې درباندې تحميل کړي، خو د حدودو ټاکل او مثبته انرژي به مو هيڅکله د اجباري کار کولو ته پرېنږدي.

۲- د مرستې له غوښتلو مه وېرېږئ

په دې پوهېږو چې کوم وخت کې خپل مسوليت سرته و نه رسوو،او په دې هم پوهېږو چې د هر چا لپاره هر څه نه شو کولی او مجبوره نه يو چې ټول کارونه مونږ ترسره کړو، تر هغه اندازې درباندې ځان ګران دی چې که هر وخت دې د نورو مرستې ته اړتيا وي پرته له دې چې په ځان سخته تېره کړې له نورو مرسته وغواړه او کله چې دې په ځان کې وړتيا ليدله نورو سره د مرستې کولو وياړ ځانته ورکړه.

۳- د ځان خوشالولو لپاره په نورو تکيه مه کوه

خوشالي يوه فطرتي امر او ځان سره د مينې کولو لپاره يو تمرين دی. که خپل ځان سره مينه لرئ نو په دې خامخا پوه شئ چې کوم کار تاسې خوشالولی شي، هر کار په خپله خوښه ترسره کړئ، د ځان د خوشالولو لپاره يو ليسټ جوړ کړئ، هغه څه پکې وليکئ چې ستاسې شيبې رنګينوي او خوشاله کوي مو، لکه مطالعه کول، پلي تګ يا هم د خپل خوښې يو ځای ته سفر کول. هر کله مو چې په وجود کې د خوښۍ احساس کم شو ليست ولولئ او له هغې جملې يو کار ترسره کړئ، د خپل توان تر حده هڅه وکړئ خپل ژوند ته پخپله خوشالي راولئ دا کار د نورو پر اوږو مه اچوئ.

۴- نورو سره خپل ځان مه پرتله کوئ

وايې پرتلنه ( مقایسه) د خوشاليو او خوندونو غله ده. نورو سره د خپل ژوند، دندې او بريا د مقايسې په پايله کې تاسې خپلې ټولې شته خوشاليانې له لاسه ورکوئ، ډيری کسان پر فیسبوکي او کاذبو شخصيوتو باور کوي او د خپلو مادياتو او معنوياتو د مقايسې په صورت کې له خپل ژوند څخه ناراضه کيږي. دا کار يې هم پر روان منفي اغېز لري او هم يې د ژوند له فعاليتونو او لاسته راوړنو شاته غورځوي، نورو سره د خپل ځان له پرتله کولو ځان لرې وساتئ.

۵- د شوی پرېکړې په اړه شک مه کوئ

ځينې کسان په خپلو پرېکړو کې ډېر احساساتي وي او ژر تصميم نيسي خو يو شمېر بيا په ارامه فکر او سړه سينه پرېکړه کوي، خپل ځان سره د مينې کولو يوه لار دا ده چې د هغو پرېکړو په اړه بيا بيا فکر و نه کړو چې د بدلېدلو وړ نه وي. د نيول شوی پرېکړې په اړه بيا بيا فکر کول او ځان ملامتول مو په وجود کې بد احساس راپاروي او له ځانه مو زړه توري کوي. هر انسان له خپلو پرېکړو درس اخلي او کولی شي چې په راتلونکي کې د خپلې تجربې پر اساس يوه متفاوته او جلا لار غوره کړي، نو خپله انرژي او وخت په بې ځايه فکرونو مه لګوئ.

۶- ځان ته په وخت ورکولو د ګناه احساس مه کوئ

کله چې الوتکه کې سپريږو نو مونږ ته تل دا ويل کيږي چې د خطر او اضطراري حالاتو پر مهال نورو سره له مرستې کولو مخکې لومړی ځانته د آکسيجن ماسک ولګوئ، هغه کسان چې ځان سره مينه لري د دې جملې په مانا پوهيږي او په ورځيني ژوند کې يې هم عملي کوي، په ژوند کې مو ځان لپاره وخت ورکړئ او هغه کارونه ترسره کړئ چې ستاسې خوښيږي. دا کار ځانځاني نه ده که ځان لپاره مو وخت ورکړ او د خپلې خوشالۍ لپاره مو موقع برابره کړه نورو سره د همکارۍ وړتيا هم پيدا کوئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ غرنۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

تورپیکۍ غرنۍ کابل میشته لیکواله او ژورنالیسته ده- په یاران کې یې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق خپله له لیکوالې او یاران ادارې سره خوندې دی.