مارچ 8, 2021

درسره مينه لرم؛ خوشحالي جوړوونکی عبارت

Advertisements

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
د ( درسره مينه لرم ) عبارت اورېدل د انسانانو د بېلابېلو کټګوريو لپاره توپير لري.
د يو نارینه لپاره…
يو نارینه ته د ( درسره مينه لرم ) عبارت ويل، هغه د ژوندانه د ستونزو پر وړاندې زره پوشه کوي، غښتلی کوي يې او هغه د دې عبارت په اورېدو سره په خپل ځان وياړي او په خپله ارزښتمندۍ خوشحاله کېږي.
د يوې ښځېنه لپاره…
ښځو ته د ( درسره مينه لرم ) عبارت ويل، په هغوی کې انرژي رامنځ ته کوي.
د ارواپوهانو په وينا کله چې ښځينه و ته د خپل ژوند شريک له لوري د ( درسره مينه لرم ) عبارت وويل شي، نو ښځه دومره خوشحالېږي چې حتی دې ته چمتو کېږي چې ټول کور پاک کړي او يا هم زموږ په وطني اصطلاح ټول کور وڅنډي.
د اولاد لپاره…
کله چې د خپل اولاد لپاره په دوو ګونډو کښېنې او د اولاد د قد سره دې ځان برابروې، سترګې دې ورسره مخامخ کوې او ورته وايې چې: زه درسره يم، ملاتړی دې يم او مينه درسره لرم؛ نو دا مو په ياد وي چې اولاد به مو په هغه شپه تر ټولو ارامه خوب ولري او خوشحاله به وي.
د ( درسره مينه لرم ) عبارت جدي ونيسئ! دا عبارت د ښه احساس په لرلو سره غوغا جوړوي.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ