ټولنیز ژوند ګټه وټه

له پیسو سره مینه؛ ښه که بده؟

ژباړه: نوراحمد فضلي

له پیسو سره د میني په اړه، که څه هم تر ننه هیڅ یوه ماخذ، علمي مقالې دا نه دي په ډاګه کړي چي دا د انسان له پاره خوشبختي رامنځ ته کولی سي. خو د انسان په وجود کي په بالقوه ډول د حرص، تمي، نفساني خواهشاتو او نورو قوې او غرایض دي چي په محضی تحریک سره هغوی راپارول کېږي او حتی ځیني انسانان خو تر دې بریده ورسره مینه پیداکوي چي د پیسو پیداکولو په لار کي بیا هیڅ ښه او بده سرچینه نه ګوري، بس چي یوازي یوه اندازه پیسې پیداکړي دا دوئ له پاره هرڅه دي. زموږ په هیواد کي ځیني ناسم حاکم دودونه لکه: د ولور په نوم د لور/خور خرڅول او بیا ئې په پیسو باندي تجارت کول، رواه او ناروا نه کتل او… هم د پیسو سره زموږ د خلکو د زیاتي میني له وجي دي. خو بنجامین فرانکلین وايي: پیسو تر نني ورځي د هیڅ انسان له پاره نېکمرغي/خوشحالي نه ده رامنځ ته کړې. انسان چې هرڅومره زیاتي ترلاسه کوي، بیا ئې هم غوښتنه کوي. پیسې، ددې پر ځای چي خالي ځای ډک کړي، خالي ځای ایجادوي. “

پیسې لرل د ساده ژوند لرلو مخالف نه دي خو له پیسو سره مینه لرل ئې مخالف دي. د پیسو مینه هیڅکله نه مړېږي. له پیسو سره مینه ناهیلي کوونکې ده چي همېشه له زیاتو څخه زیاتي غواړي. له پیسو سره مینه انرژي سلبوونکې ده. او تر هغه زیات دا، چي موږ، زموږ کړني او کارونه ټول خپل د ځان بندیان ګرځوي.

د پیسو مینه مو د آزادۍ په خوند نه پوه کوي. د پیسو مینه زموږ ټول وخت نيسي. بس یوازي په دې فکر کي یوو چي څرنګه پیسې وګټو، زیاتې کړو، او سپما ئې کړو. د زیاتو پیسو پر لاس راوړلو مینه او علاقمندي موږ زموږ په لاسو کي له خورا مهمي او محدودي سرچینې څخه محرومه کوي: وخت.

د پیسو مینه زموږ ټوله انرژي سلبوي. پیسې همېشنۍ او دوامداري توجو ته اړتیا لري. تر دې په هاخوا، د پیسو لاسته راوړلو له پاره هیڅ فرصت باید له لاس ورنکړل سي.

د پیسو مینه زموږ ارزښتونه له منځه وړي. کله چي زموږ په ژوند کي د پیسو مینه شتون ولري، یو بېل کس جوړېږو. له پیسو سره چي زموږ کومه مینه ده، دا یو داسي دام دئ چي ډېر ژر زموږ د زړه ژمني او تعهدات نابودي او سبب کېږي چي له خپلو ځانو داسي چلندونه وښیو چي تر پرونه مو له هغو څخه ډډه کول.

د پیسو مینه ده چي زموږ د رقابت او سیالۍ حس زیاتوي. د پیسو مینه سبب کېږي چي د داسي څیز هیله او آرزو ولرئ چي په اختیار کښې لرئ. ډېر ژر دنیا درته د مسابقې په یوه لوبغالي بدلېږي چي په حسادت او کینې سره لارښوونه کېږي.

د پیسو مینه مو وړتیاوي محدودي. موږ هیڅکله تر هغه څه چي ارزو ئې لرو نه سو ستر کېدلای. کله چي د پیسو مینه زموږ د ژوند ستر هدف ګرځي، هیڅکله نه سو کولی چي تر خپل بانکي حساب ستر سو. دا د شرم او خجالت ځای دئ، په رښتیا تر دې زیات باارزښته څه سته چي وغواړو نړۍ ته ئې وړاندي کړو.

د پیسو مینه، د پیسو مینه په وجود راوړي. کرار کرار زموږ ژوند هغه کسان چي موږ ته ورته فکر او ذهن لري زموږ په لور را جذبوي. کله چي راسره د پیسو مینه وي، نور هغه کسان چي د پیسو سره ئې مینه وي د خپل ځانو په لور راجذبوو. او هرڅومره ډېر چي د خپلو شاوخوا کسانو لن لوري ورته تشویقېږو، دا حس په موږ کي لا پیاوړی کېږي.

د پیسو مینه نوري میني له منځه وړي. د پیسو مینه سبب کېږي چي ډېری خپلي رښتیني او واقعي میني قرباني ورکړي څو وکولای سي چي زیاتي پیسې ترلاسه کړي. ددې له پاره چي وپوهېږئ د پیسو میني ستاسي خوبونه وژلي دي که نه، دا سوال ځواب کړئ،” که پیسو ته اړتیا نه وای، نه به مي څه کول؟ “

خو څرنګه کولای سو چي د ددې میني له شره خلاص سو؟ که څه هم په دې اړه زیاتي مقالې او کتابونه لیکل سوي دي، پرېږدئ چي څو داسي نقطې درسره شریکي کړو چي مرسته مو وکړي څو د پیسو سره د میني له علاقې مو آزاد کړي.

۱.پیسې یوه وسیله وګڼئ چي په مرسته ئې وکولای سئ خپل ژوند مخ ته یوسئ. پیسې په خپل ذات کي زموږ ډېر زحمت ته اړتیا لري. سبب کېږي چي اړ ونه اوسو د ځانو له پاره خپله کالي وګنډو، اطاق پاک کړو او یا نور. د پیسو د شتون په خاطر کولای سئ چي له خپلي ورځي څخه د هغه کارونو له پاره چي خوښېږي مو آزادانه وخت ورکړئ. په پیسو سره کولای سئ چي د هغو کسانو تولیدات او محصولات وپېرئ چي ستاسي سره په متفاوت فکر او میني ئې دا کار کړی دئ. همدا د پیسو هدف دئ. او که د خپلو اړتیاوو د رفع کولو له پاره کافی پیسې لرئ، نه باید خپل پاته عمر د زیاتو پیسو ترلاسه کولو له پاره ولګوئ.

۲. د خپلو پیسو څخه راضی اوسئ خو که مالي حالت مو ښه نه وي د هغه د بهبود له پاره تلاش وکړئ. تاسي ټول داسي فقیر او مسکین کسان پېژنئ چي په پوره خوښي او بشپړ رضایت خپل ژوند کوي او داسي شتمن هم پېژنئ چي نن ورځ په هیڅ رقم د هغي ورځي په نسبت چي لږ پیسې ئې لرلې خوشحال تر نه دي. ستاسي شتمنۍ ستاسي د خوشحالۍ سبب نه دي. دا ستاسي زړه دئ چي خوشحالي او نېکمرغي رامنځ ته کوي. او که د پیسو مینه ستاسي ژوند محدودوي، رضایت ستاسي د آزادۍ یوازینۍ لاره ده.

۳. له پوروړي کېدو څخه ځان لېري کړئ. پوروړی شخص همېشه ځان ته د پور ورکولو غوښتونکی وي. که تر خپل عاید ډېري پیسې لګوئ دا ددې سبب کېږي چي د هر چا پوروړي اوسئ. که نسئ کولای چي د پورو له باره ځانونه خلاص کړئ، له یوچا کومک وغواړئ.

۴. سخاوت (تقسیمول) زده کړئ. له نورو سره د خپلو شتمنیو تقسیمول د دواړو؛ هم ستاسي او هم د مقابل طرف له پاره ګټور دي. نو بخشش (انعام) وکړئ څو نور هم تاسي ته بخشش وکړي.

۵. په یاد ولرئ چي پیسې ځي و راځي. ځیني وختونه داسي وي چي د ورځي تر پایه لا یو څه پیسې درسره پاته وي او یوه ورځ بیا یوه یکي هم نه وي در پاته. دا د پیسو ذاتي خصوصیت دئ. له هغه مه بېرېږئ او استقبال ئې ووایاست.

تمه نه لرم چي دا لیکنه دي وکولای سي د ټولي نړۍ د زیاتو پیسو په لاس راوړلو مشکل دي حل کړي. حتا که وکولای سي چي پر یو محدود شمېر هم اغېز وکړي زموږ له پاره بس دي…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي