د ډېر سخت مین نښې

  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري 

څنګه پوه شو چې سړی په رښتیا هم مین دی.
مینه په واقعیت کې یوه ناارادي او فزیولوژیکه پېښه ده او دا هم شونې ده چې موږ هر یوه سره دا پېښه وشي. دا خبرې هېڅ مانا نه لري چې ولا مینه به څه وي او کار به یې څه وي. ځینې وخت هغه کسان مینېږي او ښه سخت مینېږي چې پخوا به یې مینه او مینه ییز احساسات رټل.
هر انسان د مینې څرګندولو لپاره بېلابېلې لارې او طریقې لري. که دا مینه له درناوي سره مله نه وي، نو له تش لنډمهاله عادت او جسماني غوښتنو پرته بل څه نه دي، آن ډېره ورانوونکې هم کېدی شي.
د مینې او ګرانښت حس هغه الهي امانت دی چې د هر انسان وجود کې نغښتل شوی. هر یو یې خپل شخصیت سره په سمون کې دا حس ښکاره کوي. زموږ هر یوه په زړه کې دا پوښتنه راتاوېږي چې ایا زما خاوند/ مېرمن/ کوژدن له ما سره مینه لري او که نه؟ دې پوښتنې ته ځواب پیدا کول سخت کار دی، ځکه د نارینه وو د اخلاقیاتو او احساساتو څرګندول له مېرمنو سره ډېری وخت توپیر کوي. نارینه خپل احساسات داسې نه ښکاروي لکه یوه مېرمن یې چې څرګندوي.
د مین سړي ارواپوهنه (پېژندنه)
نارینه له هغو ډېر توپیر لري چې تاسې یې تمه کوئ. که یوه مېرمن دا تمه لري چې نارینه دې خپل احساسات د دې په خوښه او د همدې په ډول ورته بیان کړي، یا غواړي هره ورځ یې سورپرایز کړي، نو باید ووایو دا مېرمنه تېروتلې ده، ځکه چې نارینه تر ښځو د احساساتو له پلوه کمزوري او ډېری نارینه د احساساتو په څرګندولو کې له ستونزو سره مخ دي.
یاده خبره د نارینه وو د ماغزو په جوړښت پورې اړه لري. د نارینه د مغز کیڼه نیم کره تر ښځو غټه ده، په داسې حال کې چې د ښځو د ماغزو کیڼه او چپه خوا سره مساوي دي. همدا لامل دی چې نارینه په احساساتو کې کمزوري دي. دا چې ښځې قوي احساسات لري، د همدې له امله چې دواړه خواوې یې له ماغزو سره مساوي دي.
راځو اصلي خبرې ته چې یوه مېرمن څومره کولی شي پر نارینه پوه شي یا خپل خاوند له اروایي پلوه څومره پېژني. د همدې لپاره باید څو ټکو ته پاملرنه وشي.
۱ – نارینه ذاتاً ملاتړي دي. د همدې لپاره هر څومره یې چې له مېرمنې سره علاقه ډېره وي، هومره یې ملاتړ ډېر کوي، خو مه هېروئ چې د نارینه ملاتړي د ښځو له ملاتړتوب سره توپیر کوي.
۲ – هېڅ وخت د یوه نارینه په اړه قضاوت مه کوئ. اصولاً یوه ښځه د دې لپاره چې د نارینه په اړه قضاوت  وکړي، ځان د هغه پر ځای ګڼي. چې دا کار بیخي سم نه دی.
۳ – تر دې مخکې چې یوه مېرمن خپل نارینه باندې کوم لقب کېږدي یا نوم پرې کېږدي، هڅه دې وکړي د هغه د کړي کار لامل او دلیل وپوښتي، ځان پرې پوه کړي. دا چې پر اصلي خبره پوه نه وي او پر سړي بل نوم ږدي،  هېڅ کومه ګټه ورته نه لري.
د یوه سخت مین نښې
۱ – زنګ ته یې په تمه وي:
د مین سړي یوه ځانګړنه دا ده چې تل هڅه کوي له مېرمنې سره په اړیکه کې واوسي، که چېرې سره لرې هم وي، خو دا غوره ګڼي چې د زنګ یا مسېج له لارې له هغې احوال ولري. سره له دې چې ډېری نارینه په مبایل کې خبرې نه خوښوي، خو که هغه مېرمن ډېره پرې ګرانه وي بیا په دغې خبرې پسې نه ګرځي.
۲ – هڅه کوي منظم وي:
کله چې غواړي مېرمن وویني یا لیدو ته یې ورځي هڅه کوي چې ځان ښه جوړ کړي او ګډ وډ نه وي. هماغسې چې نه غواړي مېرمنه شډله پډله وویني، ځان هم منظموي. هغه نارینه چې تل غواړي د مېرمنې تر څنګه ګډ وډ ښکاره نشي او بیخي بې عیبه او ښکلی ښکاره شي، مالومداره ده چې له هغې ښځې سره ډېره مینه لري، ځکه نه غواړي هغه پرې وشرمېږي. خصوصاً هغه وخت چې د دې له ملګرو، خپلوانو او کورنۍ سره ویني.
۴ – کله چې له دندې کورته راستنېږي: هغه نارینه چې له مېرمنې سره ډېره مینه لري د کارځای یا دفتر ستوماني او جنجالونه کور ته نه راوړي، ځکه نه غواړي کورنۍ وضعه د کارځای له امله خرابه کړي. ښایي مېرمنې تل هڅه وکړي چې د خپل نارینه له هرې ستونزې او ربړې خبره واوسي، خو که نارینه دا خبرې ترې پټولې او ډېره وړه خبره یې هم د کار په اړه نه شریکوله، نو ښځه دې هم ترې تېره شي، ځکه داسې به دواړه خوشحاله وي.
۵ – د پخلي ستاینه یې کوي: ځینې وخت چې څومره پر پخلي زحمت وکاږي، خو هغه ترې بېخونده راشي او مېرمن فکر کوي چې بیا هم لکه تل خوندور خواړه چمتو شوي او خاوند یې خوښوي. سره له دې بېخونده خوړو بیا هم نارینه ناست وي او ښه په اشتها ورته لګیا وي، نو دا مانا لري چې هغه دومره مینه ورسره لري چې نه ورته وایي دا خواړه خوند نه کوي.
۶ – د پېژندګلوۍ د وخت سندرې: هغه نارینه چې له خپلې مېرمنې سره بې کچې مینه لري، هغو سندرو ته ښه په شوق غوږ نیسي کومې یې چې د مېرمنې د پېژندلو یا اشنایۍ په وخت کې اورېدلې. مېرمن باید شک ورباندې ونه کړي، ځکه هغه له همغو سندرو بیا د تېر وخت خوند اخلي او د دې مینه رایادوي.
۷ – مېرمنې ته ډالۍ اخیستل: اړینه نه ده چې کومه ځانګړې ورځ یا مناسبت دې وي، خو مین سړی هڅه کوي په یوه ارزانه ډالۍ مېرمنه خوشحاله کړي. هغه ډالۍ که هغه شیان هم وي چې مېرمن یې اړتیا ورته لري، خو چې د ډالۍ په ډول یې ورکړي. یا ډالۍ کېدی شي یو دانه ګل وي، مقصد چې هغه خوشحاله کړي.
۸ – د هغې وسایل یا توکي ورته جوړوي: که واقعاً مینه ورسره ولري، هېڅ نه غواړي لږ هم مېرمن تر فشار لاندې راشي. یو کار چې ورته کوي یې د هغو توکو جوړول دي چې خرابه شوي، آن د مېرمنې یې هېر وي او یوه کونج کې پراته وي. هغه غواړي هر هغه څه بېرته جوړ شي چې مېرمن یې کارول. که چېرې پر دې کار بریالی نه شو یا یې جوړ نشو کړلی، مېرمن دې ورته غوسه کېږي نه.
۹ – چکر ته یې بیایي:  مین نارینه هڅه کوي خپله مېرمن اونۍ کې یو ځل یا میاشت کې یو ځل چکر ته بوځي چې فکر یې بدل شي.
۱۰ – پخلی ورته کوي: که یو سړی رښتیا پر چا مین وي، کله چې مېرمن یې ستړې وي، نو غوسه کېږي نه او چیغې نه پرې وهي چې هله ژر کوه ډوډۍ څه شوه، خپله جګېږي او خواړه ورته چمتو کوي، خو زموږ په ټولنه کې خپله نارینه پرېږده آن ښځې هم نه غواړي چې نارینه یې څه پاخه کړي، ځکه ځان ورته بې ننګه ښکاري، خو که دا کار وهم شي نه د نارینه غیرت کمېږي نه یې درناوی. د نارینه غیرت او ننګ ته ډېرې نورې خبرې شته چې هلته یې څرګند کړي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.