مینه د ټولو ستونزو د حل بنسټ دی

ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ

مینه هغه احساس او هیجان دی چې د یو کس د پېژندګلوۍ او معلوماتو څخه پیدا کېږي.

څېړنو ښکاره کړې، چې یوځای د جالبو کارونو ترسره کول  ۳۰ سلنه جلا والي شاته کوي.

۱۵ سلنه امریکایان په دې باور دي چې مینه په اول وار کتو ده.

د اوهایو پوهنتون څېړونکي وایي: هغه وګړي چې یو بل سره مینه لري د هغوی DNA مشابه وي.

د ۵۰ سلنې څخه ډېر میینان کله چې یو بل سره خبرې کوي غږ یې ټیټ کېږي.

۶۰ سلنه وګړي پرته له دې چې مئین شي مري.

په یوې څېړنې کې چې په ۱۰۰ ښځو او نارینو باندې ترسره شوه، کله چې د هغوی د مغز اسکن یې واخیست وروسته له څېړنې څخه مطالعو ښکاره کړه؛ کوم کسان چې مئین دي د مغز فعالیتونه یې په ځینو ټولنیزو برخو کې لکه: هیله، انګېزه، احساسات همداسې نور عادتونه یې نسبت نورو ډلو ته ډېر وه.

د مینې پېژندنه په درې خبرو یا کلام کې: انساني حس، طبیعي حس او رښتینی حس دی.

د ارواپوهانو له نظره مینه څه ده؟

ـ اشترنبرګ وایي: مینه صمیمیت، شهوت او تعهد دی.

ـ زیک رابین: مینه تعلق، محبت او وابستګي ده.

ـ مازلو: مازلو مینه په دوو برخو وېشلې ده.

لومړۍ ډول: کومه مینه چې حریصه وي او د دې لپاره بل چا سره مینه ولري ترڅو اړتیاوي یې پوره کړي، مازلو دې مینې ته کمبوده مینه ویلې.

دویم ډول: وجودي مینه ده. دا مینه خلاصه، بالغه مینه چې هر څه خپل په خوښه کوي. سخاوت کول، بښنه او د بل چا خوشاله کول په دې مینه کې نه لیدل کېږي.

مینه څنګه پیدا کیږي؟

رښتنې مینه په یوه لحظه کې منځته راځي.

د یو وار کتو سره په زړه کې احساس پیدا کېږي.

حداقل څو میاشتي وخت نیسي.

د ټولې پېژندګلوۍ او صمیمیت سره مینه پیدا کیږي

د جنسي اړیکې سره د واده وروسته مینه خپل اوج ته رسېږي.

د تعهد او مسولیت منلو سره بشپړیږي.

د مینې، لېوالتیا او ملګرتیا ترمنځ توپیر:

لېوالتیا؛

لومړۍ مرحله وي چې یو کس د هماغه ځانګړي کس کارونو ته پاملرنه کوي.

ملګرتیا؛

دوهمه مرحله ده چې یو کس د چا په هکله فکر کوي.

مینه؛

د شور او هیجان مرحله ده چې یو کس په ټولو حالاتو کې هماغه کس په هکله فکر کوي.

کوم وګړي چې مئین وي ځینې څانګړنې لري: خوشاله وي د امنیت احساس کوي، بښونکي وي، ډاډمن وي، ازادي خوښوي.

د مینې په هکله ځینې غلط باورونه شتون لري لکه؛ یوازې یو نفر د مناسبې جوړې لپاره شتون لري، مئینان هېڅکله یو بل نه خفه کوي، هېڅ مینه په نړۍ کې نه ده کامیابه شوې، په مینه کې ټولې ستونزې حل کېږي.

د دروغجنې مینې نښې؛

مشترکې منافع/ګټې نه درلودل، کله چې هغه کس ووینې د ناخوښۍ احساس، پرله‌پسې د چلندونو توجیع کول، مسولیت نه منونکي، د جنسي جاذبې کمزورتیا، د قضاوت کولو حس، هېرول، پرله‌پسې پیغام لېږل، ستاینه نه کول.

د دې لارو په وسیله کولای شو چې د خپلې مینې څخه ساتنه وکړو: وبښو، یوځای واوسو، ښه اورېدونکي واوسو، ډېر ځواک وښیو، په سم ډول دعوا کول او تل دا جادویي کلمه ورته ووایو چې مینه درسره لرم.

په دغه لارو چارو خپله مینه تلپاتې کولای شو: ساتنه، امنیت، صمیمت، اعتماد، خلاقیت، اړیکې لپاره مهارتونه او د بدلون منل.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.