Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له پیسو سره مینه

ژباړه: نسیمه محمدي

پیسې لرل د ساده ژوند درلودلو مخالف ندي مګر د پیسو سره مینه یې مخالف دي. د پیسو سره مینه هېڅکله پای نه مومي. دا نه پوره کېدونکې مینه ده چې تل زیاته او ډېرېږي. یوه د بې کاره انرژي له ډلې ده.   او بده لا دا، چې زمونږ رفتار، اعمال او مونږ خپل اسیران ګرځوي.

کله چې د پیسو مینه وي، خپلواکي به نه وي. د پیسو سره مینه زمونږ ټول وخت نیسي. فکر او دهن مو په دې بوخت وي، چې څنګه یې لاسته راوړو، ډېرې یې کړو یا یې سپما کړو، د ډېرو پیسو لاسته راوړلو لپاره لېوالتیا مونږ له ارزښت لرونکي او محدودې سر چینې چې مونږ یې په لاس کې لرو( زمان) څخه محروموي.

پیسو سره مینه زمونږ ټوله انرژي اخلي. پیسې همېشنۍ او دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري. له دې ټولو وراخوا، د زیاتو پیسو لاسته راوړلو لپاره باید هېڅ فرصت له لاسه ورنکړو.

د پیسو سره مینه مو ټول ارزښتونه له منځه وړي، کله چې مو په ژوند کې د پیسو سره مینه شتون ولري، متفاوت کس جوړېږو. هغه مینه چې له پیسو سره لرو هغه دام او جال ته ورته دی، چې ډېر ژر خپل د زړه تړونونه هېروو او د دې لامل ګرځي هغه کړنې او اخلاق تر سره کړو، چې له دې پرته ترې تښتو او ځان ساتو.

د پیسو سره مینه زمونږ د سیالۍ حس پیاوړی کوي. د پیسو مینه د دې لامل ګرځي دهغه څه هیله من شو چې په لاس او اختیار کې مو دي ډېر ژر نړۍ ستاسې لپاره د سیالۍ په ډګر بدلېږي، چې رهبریت یې حسادت او کینه کوي.

د پیسو مینه پیاوړتیاوې محدودوي. مونږ هېڅکله د هغه څه څخه چې هیله یې لرو لوی شو. کله چې پیسې زمونږ د ژوند تر ټول اړینه موخه شي، هېڅکله نشو کولای د خپل بانکي حساب له توازن غټ او لوی واوسو. دا د شرم او خجالت ځای دی، چې په ریښتیتي ډول ډېر لوړ څیزونه شته چې د نړۍ لپاره یې وغواړو. د پیسو سره مینه، د پیسو مینه زېږوي. ژوند په تدریجي ډول هغه خلک چې زمونږ په څېر دي زمونږ په لوري راکشوي. کله چې په پیسو مېن اوسو، نور هغه کسان چې له پیسو سره مینه لري زمونږ خواته راټولېږي. او هر څومره چې د خپلو شاوخوا د تشویش او هر کلي سره مخ کېږو دا حس مو نور هم غښتلی کېږي.

د پیسو سره مینه نورې مینې له منځه وړي. د پیسو سره مینه د دې سبب کېږي ډېری خلک ډېرې ریښتیني میني قرباني کړي، تر څو ډېرې پېسې لاس ته راوړي. د دې لپاره چې پوه شئ د پېسو مینې مو خیالونه وژنلي کنه، دې پوښتنې ته ځواب ووایئ، « که پېسو ته اړتیا نه وای، نن به مې څه کول»؟

خو څنګه کولای شو د دې مینې له شره خلاص شو؟

سره له دې چې په دې اړه ډېر کتابونه او مقالې لیکل شوي، اجازه راکړئ څو ټکي مطرح کړو، چې وکولای شئ د پېسو د ډېرولو د مینې له دام آزاد شئ.

۱: پیسه یو ابزار ووینئ چې ورسره کولای شئ ژوند په مخ یوسئ. پېسې په خپل ذات کې زمونږ د ډېرو اړتیاوو مخه نیسي. د دې لامل ګرځي مجبور نه اوسو ځان ته په خپله کالي وګنډو، کور جوړ کړو او همداسې نور…… پېسو په درلودلو سره کولای شئ ورځ مو په هغه چارو چې مینه ورسره لرئ تېره کړئ. همدا د پېسو موخه ده. که د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره په بشپړه کچه پېسې او شتمني لرئ. پاتې عمر د پېسو ترلاسه کولو هڅې پرته تېر کړئ.

۲: په خپله شتمنۍ او غریبۍ راضي واوسئ، خو که ښه مالي وضعیت نلرئ د ښه والي لپاره هڅه وکړئ. تاسې ټول ډېر فقیر خلک پېژنئ چې خوشاله ژوند کوي. همدارنګه هغه بډای خلک چې د فقر د دوران په پرتله ډېره شتمني او پېسې لرې خوښ ندي. شتمني د خوشالۍ لامل نه ګرځي. دا مو زړه دی چې خوښي زېږوي. که د پېسو مینه مو ژوند محدود کوي، رضایت یوازې ستاسې د آزادۍ لار ده.

۳: وېش زده کړئ. د شتمنیو وېش د دواړو لوریو سره، هم تاسې او هم مقابل لوري لپاره ګټور دي. نورو ته وبښئ ترڅو نور یې تاسې ته وبښي.

۴: له قرضدار کېدو ډډه وکړئ. دا چې د عاید په پرتله مو مصرف ډېر کړئ تل د دې لامل کېږي د ده او هغه قرضدار شئ. خو که نشئ کولای د قرضدار کېدو له بار بچ شئ، له چا مرسته وغواړئ.

۵: په یاد مو ي پېسې راځي او ځي. ځینې وختونه د ورځې په پای کئ یو څه اندازه پېسې درته پاتې دي او یوه ورځ درته نه پاتې کېږي. دا د پېسو ذاتي خاصیت دی. له هغه مه وېرېږئ هر کلي ته یې ورشئ.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.