Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

ولې مینه کوو او ګټه یې څه ده؟ ۱۴ کې یې درته وایو

په ژوند کې مو داسي ډېر دلایل دي د هماغه دلایلو په اساس انسانان د نورو اړیکو په نسبت مینې ته لومړیتوب ورکوي او تر ټولو اړیکو دا اړیکه ورته مهمه او ارزښت یې هم ورته ډېر وي.

ولې ډېري انسانان میني ته لومړیتوب ورکوي؟

۱)انسانان ځکه مینې ته لومړیتوب ورکوي چې مینې په وسیله ګډ ژوند ته مو هیله پیدا کیږي او کله چې مو د همدې مینې په وسیله ګډ ژوند شروع کړ نو ژوند به مو ډېر په خوشحالۍ تېریږي.

۲) مینه داسي یو څه ده چې کله زړه کې پیدا شي هیڅکله نه هېریږي او د ژوند کولو اړتیا ده.

۳)مینه په ژوند کې اړیکي ټینګوي او کوم ژوند کې یا کور کې چې مینه وي هغه په اسانه نشي جلا کېدای.

۴)مینه مو په ژوند کې خوند او خوشحالي پیدا کوي.

۵)د کومو اشخاصو په مینځ کې چې مینه وي همداسي یو بل په مینځ کې باور ډېر او لوړ هم وي، بې باوري او بد ګماني یې منځ کې نه وي.

۶)مینه په ژوند کې انګېزه او خیال پیدا کوي.

۷)په کوم کور کې چې مینه وي هغه کور کې صمیمت ډېر وي او شخړې کمي وي او مینه د کورنۍ د فضا د رغېدو لامل ګرځي.

۸)د کورنۍ نېکمرغي په مینه کې ده نه په کرکه کې.

۹)هر څومره چې مینه کوو هغومره مینه مو دوه برابره کیږي.

۱۰)مینه د هوسایني او د فکر د آرامتیا سبب کیږي، فکري ګډوډي مو لمنځه وړي، غم او درد او خفګان مو د مینې به وسیله هېریږي، مینه د هر انسان لپاره یوه ګټوره دوا هم ده.

۱۱)مینه په پرېکړه کې موږ سره مرسته کوي.

۱۲)مینه د دوو نفرو مینځ کې درناوی ډېروي، کرکه او کینه له منځه وړي.

۱۳)مینه انسان ته روح او نوی ژوند وربخښي او د ټول روح روغتیا ده.

۱۴)مینه سکون دی.

نو هڅه وکړئ چې تل ژوند کې یو بل سره مینه وکړئ او مینې ته لومړیتوب ورکړئ ترڅو ژوند مو له خوښیو ډک اوسي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.