بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه طبیعت کلتور او هنر

لوټي؛ اسمانڅکه ودانۍ

لیکنه: ياران
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

کله چې د لومړي ځل لپاره د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د امریکې د متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې د لوړو ودانیو جوړولو ته مټې را بډ وهلې، نو نوم یې ور ته Skyscraper یا اسمانڅکه (دنګه ودانۍ) کېښود، خو نیویارک د دنګو ودانیو د دود کوونکي ښار په توګه تر ډېره خپل نوم ونه شو ساتلی، او د لوړو ودانیو جوړونې لړۍ ورو ورو د نړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځېده، اوس مهال د داسې دنګو ودانیو شمېر په نړۍ کې زرګونو ته رسېږي، چې لوړوالی یې تر ۱۵۰ مټرو لوړ دی.

109042193.jpg
په په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د نړۍ د لسو لوړو ودانیو له ډلې کې پنځم ځای لرونکې ودانۍ د سویلي کوریا په پايتخت کې واقع ده.

د لیکنې تر پایه مو ملتیا و کړئ!

4961d8117fe44c8e95f9eabaf21670aa.jpg

لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower لوړه ودانۍ د سویلي کوریا د پلازمېنې سیول، په بوسان ښارګوټي کې واقع ده. دغه اسمانڅکه ودانۍ ۵۵۵ متره لوړوالی لري او په دې سره یې خپل نوم د نړۍ تر ټولو لوړو ودانیو په نوملړ کې ثبت کړی دی.

5c12c950a040ff03023de2c9-750-563.jpg
د لوټي لوړه ودانۍ د نړۍ په لوړو ودانيو کې پنځم ځای لري او څومره چې د دغې ودانۍ ستاینه وکړو، بیا هم کمه ده. لوټي نړیوال ټاور Lotte World Towerڅخه د هانګ کانګ د ودانیو ننداره هم کولای شئ.82_316.jpg

د لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower لوړه ودانۍ ۱۲۳ پوړه لري او د معمارانو او طراحونو له لوري د دغې لوړې ودانۍ د ډېرو پوړونو د ډیزاین لامل دا وو چې نړۍ ځکه دغې ودانۍ ته په لوړو ودانیو جوړولو کې خپل مهارت او ځواک ښکاره کړي.Alaedin-Travel-Company-south-korea-Tour-1-696x464.jpg

د لوټي د لوړې ودانۍ د جوړونې چارې د ۲۰۱۱ زېږدیز په لومړیو کې پیل شوې او رغنیزې او جوړونې چارې په دیارلسو کلونو کې پای ته ورسېدې، چې وروسته بیا د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۱مه نېټه لوټي ودانۍ د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شوه.caprpk4nprwv1mow-768x726.jpg

د لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower ودانۍ چې ټوله په ښيښو پوښل شوې ده، خورا ښکلې او زړه راښکونکې ظاهري بڼې نړیوالو پام ځان ته ور اړولی دی، ځکه چې د لوټي نړیوال ټاور د دودیزو کوریايي جوړښتونو پر بنسټ قصداً همداسې ډیزاین شوی دی.generateImage-1-715x1024.jpg

د لوټي اسمانڅکې ودانۍ دننه د اداري چارو مرکزونه او دفترونه، د خرڅلاو مرکزونه او استوګنځي په پام کې نیول شوي دي. دغه لوړه ودانۍ ډېر عصري او مډرن رستورانټونه لري او په دغو رستورانټونو کې ډېر خوندور خواړه پخېږي.Lotte-Tower-1.jpg

لوټي لوړه ودانۍ د کنسرتونو لپاره یو لوی صالون لري او د دغې اسمانڅکې ودانۍ پر بام داسې یو رسټورانټ جوړ شوی دی چې یوازې قهوه پکې خرڅېږي او بس، یعني د دغې ودانۍ د بام یوه برخه د قهوې څښلو ته ځانګړې شوې ده.Lotte-Tower-6-768x512.jpg

د لوټي پر بام کولای شئ د اور لوبه هم و کړئ ځکه چې د دغې ودانۍ د بام يوه بله برخه اورلوبې ته ځانګړې شوې ده، د دغې ودانۍ پر بام اورلوبه خورا زړه راښونکې او حیرانونکې ده.Lotte-Tower-7-768x576.jpg

لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower د چارو تنظیموونکو هڅه کړې چې دغه ودانۍ تر نورو ودانيو ډېره متفاوته او ځانګړي وي نو له همدې امله یې ودانۍ د ځانګړي کوریايي سبک او د ظاهري بڼې تر څنګ د سیلانیانو لپاره ډېرې بوختياوې پکې برابرې کړې دي.mt1yigulq5v6qcja-768x572.jpg

لوټي ودانۍ له دومره ستاینو څخه ښکاري چې د دغې لوړې ودانۍ جوړونکو د ودانۍ ټولې برخې څخه غوره ګټه اخیستې او د دغې ودانۍ هېڅ ځای یې بېکاره نه دی پریښی او ارومرو يې پکې د خوړو، لوبو، او ساعتېرۍ لپاره پکې یو څه برابر کړي دي.Lotte-Tower-3-768x512.jpg

پای

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ