هغه هیوادونه چې زیاتې یو ورځنۍ لوبې یې بایللې

د کرکټ ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې د هغو هیوادونو لیست خپور کړی، چې پکې په زیاتو یو ورځنیو لوبو کې یې ماته خوړلې.

د یاد لیست په بنسټ سریلانکا کرکټ ملې لوبډله، هغه لوبډله ده، چې تر نورو ټولو هیوادونو یې د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې زیاتې ماتې خوړلې دي.

سریلانکا په خپلو ترسره کړیو ۸۶۰ یو ورځنیو لوبو کې ۴۲۸ ځلې ماته خوړلې، چې بل هیڅ هیواد په یو ورځنیو لوبو کې دومره لوبې نه دي بایللې.

تر سریلانکا وروسته هندۍ ملې لوبډله هغه لوبډله ده، چې په خپلو ترسره کړیو ۹۹۳ یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۲۷ لوبې بایللې، چې په دې سره د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې دویمه لوبډله ده، چې زیاتې یو ورځنۍ لوبې بایلي.

تر هند وروسته پاکستان د لیست په درېیم، ویسټ انډیز په څلورم، زیمبابې په پنځم، نیوزیلنډ په شپږم، انګلستان په اووم او اسټرالیا بیا د لیست په اتم ځای کې شتون لري، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې زیاتې لوبې بایللي.

 

هغه هیوادونه، چې د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې یې زیاتې لوبې بایللي

 

۱ـ سریلانکا کرکټ ملې لوبډله: ۸۶۰ یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۲۸ لوبې بایللي.

۲ـ هندوستان کرکټ ملې لوبډله: ۹۹۳ یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۲۷ لوبې بایللي.

۳ـ پاکستان کرکټ ملې لوبډله: په ۹۳۳ یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۱۴ لوبې بایللي.

۴ـ ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله: په ۸۲۸ یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۸۴ لوبې بایللي.

۵ـ زیمبابې کرکټ ملې لوبډله: په ۵۳۲ یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۷۵ لوبې بایللي.

۶ـ نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډله: په ۷۷۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۷۴ لوبې بایللي.

۷ـ انګلستان کرکټ ملې لوبډله: په ۷۵۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۳۹ لوبې بایللي.

۸ـ اسټرالیا کرکټ ملې لوبډله: په ۹۵۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۳۳ لوبې بایللي.