ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

هغه طبیعي کړنې چې قد لوړوي

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

مناسب قد د ټولو انسانانو ، په ځانګړي ډول هغو خلکو غوښتنه ده چې چې د ښکلي اندام او ښایست هیله لري، ځکه له لوړ قد پرته ښکلی او مناسب اندام لرل ناشونې خبره ده، خو دا یادونه هم اړینه ده چې انسانان ټول له لوړې ونې یا قد سره نه زېږېږي، بلکې تر زېږېدو وروسته یې د قد وده پیلېږي.

په نړۍ کې یو شمېر داسې کسان شته چې د سن په لوړېدا سره یې ونه وده نه کوي او هغوی د خپل قد لوړېدا لپاره اندیښمن دي.

همدارنګه، لوړ قد په ځينو نارغیو د اخته کېدو خطره له منځه وړي، د بېلګې په ډول د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، قد د ځينو ناروغیو له امله د مړینې په کچه نیغ په نیغه اغېز لري، پخوانیو څېړنو هم په ښکاره د دې ښودنه کوله چې د زړه، عروقي او دویم ډول ډيابېټ (Diabetes mellitus type 2) یا د لویانو ډيابېټ په ناروغیو د اخته کېدو خطر په لوړ قد لرونکو کې د ټيټ قد لرونکو په پرتله ټيټه ده، خو یاده مو وي چې په سرطاني ناروغیو باندې د لوړ قد لرونکو د اخته کېدو خطر لوړ دی.

د یادو ستونزو په لیدو سره مونږ دا پرېکړه وکړه چې هغو خلکو ته چې غواړي قد یې لوړ شي، ځینې هغه طبیعي کړنې ور و پېژنو چې په ترسره کولو یې په ډېرې اسانۍ سره په اوږد مهال کې لوړ قد درلودای شي.

په دې لیکنه کې مو چې کومې طبیعي کړنې راټولې کړې دي د دې ترڅنګ چې د قد په لوړېدا کې ډېره مرسته کوي، د بدن نورو غړو او داخلي وجود ته هم ډېره ګټه لري.

د لیکنې تر پایه زمونږ ملتیا مه هیروئ!

خوب

د نړۍ هر وګړی په دې پوهېږي چې ښه، پوره او مناسبه خوب د بدن د غوره ودې ته ګټه لري او له انسان سره د هغه د روغتیا په پایښت کې مرسته کوي. د څېړنو پر بنسټ نوي ‌ځوانان او ځوانان باید په يوې شپې ورځې کې اته ګړۍ ښه او پر وخت خوب و کړي. دلته مو د ټاکلي وخت څخه موخه د شپې له خوا د خوب ټاکل شوی وخت (وروسته له يولسو بجو) څخه ده، ځکه د قد د لوړېدا هورمون د شپې په دغه وخت کې ډېره ترشح کوي او همدا هورمونونه د قد د لوړېدا لامل کېږي، خو که چېرې د شپې په دغه وخت کې ویښ و اوسئ، دغه هورمون ترشح نه شي، او قد به مو ټیټ پاتې شي.

ماغزه د خوب پر مهال په ځانګړي ډول هغه وخت چې انسان په ژور خوب کې وي د انساني ودې هورمون او یا هم HGH ترشح کوي، نو که چېرې په پوره توګه خوب و نه شي د HGH هورمون ترشح نه کوي او د انسان د ونې د ټیټ والي لامل کېږي. نو هڅه و کړئ تر څو مناسب خوب و لرئ او د روحي او ذهني سکون تر څنګ به مو د قد لوړېدو چانس هم زیات شي.

غوره او مناسب خواړه

ښه او وړ خواړه د بدن د ودې لپاره ډېر اړین دي.

ښه خواړه ستاسو د بدن د‌ اړتیا وړ مواد پوره کوي، کوم چی ستاسو د بدن د ودې لامل کېږي ، د يوې ښې تغذيې راز په غوره او مناسب خوراک او له غیر صحي خوړو څخه په ډډه کولو کې نغښتی دی.

د دې لپاره چې ونه مو ښه وده وکړي، له ویټامینونو په ځانګړي ډول د D ويټامین لرونکو خوړو لکه کب، مرخېړي، لبنیات، د چرګې هګۍ او شپشتې او همدارنګه د لمر مستقیمې وړانګې د ډي ویټامین غوره سرچینې دي. کلسیم هم د بدن په وده او قد په لوړېدو کې مرسته کوي، د کلسیم لرونکو خوړو له ډلې پنیر، د سویا دانې، سارډین کب، سابه او لبنیات د کلیسم غوره سرچېنې دي. د دې تر څنګ زینک د هغو معدني موادو په ډله کې راځي چې د قد په لوړاوي کې مرسته کوي، د زینک غوره سرچینې غلې(حبوبات)، سمنډول (Asparagus)، خواږه او د چرګې هګۍ دي.

د یاد شوو خوړو سربېره د نورو اړینو خوړو خوړل مه هېروئ، ځکه چې نور اړین خواړه هم د قد په وده کې ډېره ونډه لري، د بېلګې په توګه کاربوهايډرېټ او پروټین.

خو تر هر څه مهم په ټاکلي او مناسب وخت د خوړو خوراک دی. که د ورځې په لړ کې په مناسبه او ټاکلي وخت خواړه و خورئ د يوه وخت څخه تر بل وخت پورې ستاسو د بدن میتابولیزم فعاله ساتي، او ستاسو روغتیا ته ډېره ګټه رسوي.

پریمانه اوبه څښل

که څومره ډېرې اوبه و څښئ په هغې کچه ستاسو د بدن انرژي ډېرېږي او ستاسو بدن ور سره وده کوي، د ډېرې اوبه څښل هېڅکله ستاسو بدن ته زیان نه رسوي او هېڅکله به ستاسو وزن ډېر نه کړي. کله چې د قد د لوړېدا په اړه خبرې کېږي هېڅوک اوبو څښلو ته پام نه کوي او نه اوبه یادوي، خو اوبه د خوړو هضم اسانه کوي، بدن له زیان رسوونکي موادو څخه پاکوي او د بدن میتابولیزم ډېروي او په همدې توګه د قد په لوړېدا کې په مستقیم ډول اغېزه لري.

څښاک د عادي اوبو تر څنګ د مېوو اوبه، په ځانګړي ډول د هندواڼې اوبه ډېرې ګټورې دي او د دې لپاره چې روغ اوسئ او قد مو لوړ شي د ورځې په لړ کې بویه ۸ ګیلاسه پاکې او صحي اوبه و څښئ.

د پیاوړي دفاعي سیستم درلودل

د پیاوړي دفاعي سیستم درلودل د قد په لوړوالي کې ډېره مرسته کوي. که ستاسو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی وي ناروغۍ نه شي کولای ستاسو د بدن وده و دروي.

د دې لپاره چې ستاسو بدن د ژوند په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي ډول په نوې ځوانۍ کې باید د ناروغيو سره مقابله وکړي ځکه چې دغه مهال د انسان ټول بدن په ځانګړي ډول د انسان قد وده کوي. دا منو چې داسې ډېرې ناروغۍ شته چې د ماشومانو او ځوانانو د قد وده دروي، خو د ځینو پیاوړو خوړو په خوړلو سره د خپل وجود دفاعي سيستم پیاوړی کېږي او د ودې د ودرېدو مخنیوی کوي.

که غواړئ، د بدن دفاعي سیستم مو پیاوړی شي د ډېر خوراک پر ځای هغو خوړو څخه چې پروټین ولري ګټه واخلئ د دې ترڅنګ هغه لبنیات چې لږ غوړ لري، سابه او مېوې هم د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي. مالټه او لیمو د انتي اکسیدنټ غوره سرچینې دي، او د ازادو راډیکالونو چې بدن ته زیان رسوي سره مبارزې کوي او بدن له هر ډول ناروغیو څخه ژغوري. کب، د کب غوړ او ماغزه لرونکې مېوې لکه بادام د اومېګا۳ ښې سرچینې دي، او د بدن د دفاعي سیستم په پیاوړي کېدلو کې ډېره مرسته کوي.

له هغو کړنو څخه ډډه کول چې د قد د ودې مخنیوی کوي

د شرابو څښل او له نشه يي څخه ګټه اخیستل دوه هغه ټکي دي چې د قد د لوړېدو څخه مخنیوی کوي، نو په هره بیه چې کېږي له دغو دوو ټکو څخه لرې اوسئ.

څېړنو ښودلې چې په کم عمر کې د اسټروېډ څخه ګټه اخیستنه د قد د لوړېدا مخنیوی کوي، همدارنګه د نشه يي توکو استعمال د بدن د ودې مخه ډب کوي او نه پرېږدي چې هډوکی لوی شي.

له ځينو څېړنو دا پایله ترلاسه شوې ده، هغه ماشومان او یا هم نوي‌ ځوانان چې د سالنډۍ ضد درملو څخه ګټه اخلي قد یې له نورو هم هم عمره ځوانانو څخه دوه یا درې سانتي کمه وده کوي.

د اسټروېډ، څښاک او نشه يي توکو ترڅنګ د کافيین کارونه هم د قد د ودې، په ځانګړي ډول د ماشومانو د قد د ودې مخنیوی کوي، ځکه ماشومان او نوي ‌ځوانان په یوې شپې او ورځې کې اته تر يولسو ساعتونو خوب ته اړتیا لري، خو کافیین د دوی خوب له منځه وړي، او د پر وده ناوړه اغېز کوي چې په پایله کې قد ټيټ پاتې کېږي.

په پای کې یادونه کوم چې د قد لوړېدو لپاره ځینې درمل، جراحۍ او د روغتیاپالانو له مشورې سره سم ځینې نورې کړنې لکه ځانګړي ورزشونه هم د قد د لوړوالي لامل ګرځي. تاسو ته زمونږ مشوره دا ده چې د قد د لوړېدو لپاره تر هر څه وړاندې له طبیعي کړنو او لارو چارو کار واخلئ، که چېرې دغو کړنو تاسو ته مثبته پایله نه درلوده بیا د روغتیاپالانو او جراحۍ پر لور ګام و درومئ.
پای

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ