Advertisements
ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

د جاپانیانو د اوږده عمر راز په څه کې دی؟ دلته ویل شوي

ژباړه؛ نسیمه محمدي

موږ ټول د ځوان پاتېدو، د غړو د ښکلا او د روغتیا ساتلو لپاره د زړښت ضد محصولاتو او له بېلابېل ډوله سپورت څخه استفاده کوو، یعنې د اوږده عمر او مناسب اندام د لرلو لپاره ډېر لګښت کوو.

سربېره پر دې چې دا یو هم تلپاتې نه دی، خو جاپانیان له زیار پرته، د عمر په لوړېدو، په طبیعي ډول روغ، مناسب اندام او ځوان وجود لري. دا چې د دې راز په څه کې دی، د لاندې ټکو لوستل بې‌ګټې نه دي:

۱ – Dessert (له خوړو وروسته مېوه یا خواږه) ډېر نه خوري:

جاپانیان ډېر خواږه خواړه نه خوښوي. هغوی د خوږې په پایلو پوهېږي، نو ځکه یې له خوړلو ډډه کوي. البته داسې هم نه چې بېخي یې خوښېږي نه، بلکې اعتدال پکې ساتي.

۲ – هره ورځ سپورت کوي:

جاپانیان خوښوي چې سپورت او ورځنۍ چارې څنګ په څنګ ترسره کړي. هغوی هڅه کوي چې بایسکل ځغلول، پلی تګ او منډه د ورځني عادت په توګه وکاروي. دوی تر جېم (کلب) او هلته د عضلو تر جوړولو غوره ګڼي چې د ورځې یوه برخه سپکو حرکاتو ته ځانګړې کړي.

۳ – تر ټولو ښه خواړه په سهار کې خوري:

جاپانیان په سهار کې تر ټولو ښه خواړه خوري، د دوی سهارنۍ معمولاً شین چای، دمپخته وریجې، کبان او د میسو سوپ درلودونکې وي. څېړونکو ښودلې هغوی چې بډایه سهارنۍ او کمه ماښامنۍ خوري، ډېر ژر د خوښې وړ او د غړیو تناسب ته رسېږي.

۴ – د خوړو هر وعده کې وریجې لري:

جاپانیان په هر ځل ډوډۍ خوړلو کې وریجې مصرفوي. وریجې د نړۍ له سالمو خوړو څخه شمېرل کېږي، چې له ګټې سربېره د بدن وزن د خوښې وړ حال کې ساتي.

۵ – د پخلي له سالمو طریقو کار اخلي:

جاپانیان د خوړو سالموالي ته ډېر ارزښت ورکوي. هغوی له ډېرو غوړیو، درنو خوړو او ناسالمو خوړو ډډه کوي. په بدل کې له تازه خوړو په ښه توګه، لکه تفت ورکول، کباب کول، بخار ورکول او په اوبو کې له پخولو څخه استفاده کوي. د دوی په اند د خوړو ډېر پخول د خوړو ارزښت له منځه وړي.

۶ – د هر ډول خوړو لږ خوړل:

جاپانیان په یوه وخت کې، په یو ډول خوړو ځان نه مړوي، بلکې څو ډوله خواړه لږ لږ خوري. همداراز دوی خواړه ډېر کرار کرار خوري او خوند ترې اخلي. هېڅکله د خوړو کاب نه ډکوي، بلکې هر ډول خواړه په بېلابېلو پېشقابونو کې را اخلي او ډیزاین کوي یې. جاپانیان د خوړو طبیعي ښکلا ته هم ډېر پام کوي.

۷ – د هر فصل اړوند خواړه مصرفوي:

دوی د موسم اړوند خواړه ټاکي. په دې ډول د خوړو کیفیت ښه وي. هټۍ په تازه سبو مالامال وي. د دوی په وینا د حاصل تر ټولېدلو وروسته محصولات باید سمدستي مصرف شي.

۸ – په نړۍ کې د کبانو لوی مصرف‌کوونکی هېواد دی:

دوی په کورنیو خوړو په تېره بیا ماهي مین دي. ولې باید نه وي؟ ټول جاپانیان خپل خواړه له ماهي، میسو سوپ، وریجو، تازه سبو، سمندري خوړو او مېوو چمتو کوي. سره له دې چې جاپانیان د نړۍ دوه سلنه نفوس جوړوي، خو د نړۍ لس سلنه ماهي مصرفوي. د امیګا۳ له غوړیو په لوړه کچه ورځنی مصرف لري. دا د حیرانتیا وړ نه ده چې ولې تر نورو ملتونو اوږد عمر لري.

۹ – خپل خواړه له ساده طبیعي موادو چمتو کوي:

هر جاپانی له فوق‌العاده طبیعي او بډایه خوړو ګټه اخلي چې دا پخپله د اوږد عمر یو لامل دی. که یې څېره له عمر سره ټکر لري، لامل یې د ژوند بڼه او ښه عادتونه دي. دا دوه ټکي د مخ د ګونځو، د زړښت د نښو، ناروغیو او مضره غوړیو په وړاندې ډال دی.

۱۰ – له خوړو څخه خوند اخلي:

رژیم اخیستل دوی ته معنا نه لري، ځکه دوی تر هر څه له خوړو څخه پوره خوند اخیستلو ته ترجیح ورکوي، د دې پرځای چې د وزن د کمېدو په خاطر لوږه تېره کړي. دوی له خپلو عادتونو او لارښوونو څخه د وزن د کنترول لپاره ګټه اخلي، چې د دوی د اوږده عمر او روغتیا دوه مهم ټکي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.