پنځه حقیقتونه، چې د عمر د لنډېدو سبب ګرځي

ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ تل هڅه کوو، چې خپله روغتیا او سلامتیا وساتو، ترڅو اوږد عمر ولرو، خو د دې کار مراعاتولو ترڅنګ باید په دې باندې پوه شو، چې څه څیزونه د عمر د لنډېدو سبب ګرځي. د دې لیکنې په دوام پنځو هغو حقیقتونو ته اشاره شوې ده، کوم چې د عمر د لنډېدو سبب ګرځي:
۱ ـــ شوخ طبعیته نه اوسېدل
د (Prevention) وېب سایټ په حواله، دا وینا چې خندېدل تر ټولو غوره دارو دي. په بشپړه توګه سمه او پرځای وینا ده. په ۵۴ زره داوطلبه کسانو باندې د یوه ډله نارویژي څېړونکو د څېړنو او ارزونو پایلې څرګندوي، چې شوخ طبعیته کسان د نورو په پرتله اوږد عمر لري.
که په ژوند کې خوشاله او شوخ طبیعته ونه اوسئ، نو له ګټو څخه یې لکه: د اروایي فشار کمښت، د خوندیتوب سیستم ښه والی او د وینې د جریان ډېرښت، چې کولای شي عمر زیات کړي، بې برخې پاتې کېږئ.
۲ ـــ په الوتکه کې تل سفر کول
که څه هم ثابته شوې ده، چې تفریحي سفر اروایي فشار (سټرس) له منځه وړي. خو د سفر تګلاره هم د عمر په لنډېدو او زیاتېدو باندې اغېزه لري. څېړونکو ثابته کړې، چې د الوتنې د صنعت کارمندان د نورو په پرتله ډېر له ګواښ او خطر سره مخامخ دي،  ۳۹ زره فوټه ته د الوتکې د لوړوالي په رسېدو سره، د کیهاني وړانګو د ځلېدو له امله، افراد له ۶۲ څخه ډېر ځله له وړانګو سره مخامخ کېږي، د وخت په تېرېدو سره دا کیهاني وړانګې کولای شي، په جدي توګه په روغتیا باندې بده اغېزه وکړي.
۳ ـــ بد اخلاقه همکاران
د ارزونو پایلې ښیي، همکاران کولای شي د افرادو په روغتیا باندې د پام وړ اغېزه وکړي. ملاتړ کوونکي او صمیمي همکاران د اروایي فشار (سټرس)، د وینې غوړ ( کولېسټرول) او د وینې فشار د کچې د راټیټېدو سبب ګرځي، په داسې حال کې، چې بد خُلقه او جنجالي همکاران د دې پر خلاف اغېزې لري. له دې چارې څخه را پیدا شوی اروایي فشار د مرګ خطر زیاتوي. دا منفي اغېزه له ۳۸ کلنۍ څخ نیولې تر ۴۳ کلنۍ پورې را څرګندېږي.
۴ ـــ تقاعد
په معمولي توګه د تقاعد وخت د اروایي فشار د پای وخت دی، خو له بده مرغه، دا د استراحت وخت کولای شي د عمر د لنډېدو سبب شي. د امریکایي څېړونکو د څېړنو پایلې ښیي، هغه کسان، چې په ۵۵ کلنۍ کې تقاعد کېږي، د هغو کسانو په پرتله، چې په ۶۵ کلنۍ کې تقاعد شوي له لنډ عمر څخه برخمن دي. په دې دوران کې بدن کم ورځني فعالیتونه لري او د وخت په تېرېدو سره یې روغتیا او سلامتیا کمېږي.
۵ ـــ ډېر خوب
د روغتیا لپاره ۸ ساعته خوب اړین دی، خو له دې څخه ډېر په روغتیا باندې منفي اغېزه کوي. د څېړنو او ارزونو پایلې څرګندوي، په هغو کسانو د زړه د ناروغۍ  او مړینې احتمال ډېر زیات شتون لري، کوم چې د شپې له مخې، له ۹ ساعتونو څخه زیات خوب کوي. ډېر خوب سر بېره د زړه په ناروغۍ، چاغښت، سر خوږی، د شکرې ناروغۍ او پرېښاني را منځته کوي.