ټولنیز ژوند

یوازې توب او بې مینې ژوند؛ څنګه یې له شره خلاص شو؟

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

د ټیکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو له دومره پراختیا سره بیا هم ویل کیږي نیږدې ۵۰ سلنه ځوانان د یوازیتوب او عاطفي بې کسۍ په رنځ اخته دي.
دوی ولې له مینې بې برخې دي؟
په دې مطلب کې دا دلایل څېړو او حل لارې یې شریکوو:

ایډیاله اړیکه غواړئ
د یوازیتوب او بې مینې ژوند یو لوی دلیل دا دی، چې تاسې ایډیاله اړیکه او په تمامه مانا پخپله خوښه اړیکه غواړئ.

اکثره یوازې پاتې خلک که وارزوئ، ډېر په سریالونو او کتابونو بوخت دي، فلمي معشوقې یا عاشقان ګوري او په هماغه کچه اړیکې غواړي ولري.

له دوی نه هېر دي، چې هغه خیالې مېنان/ معشوقې دي. خیالي خلک هیڅکله ممکنه نه ده، چې په واقعي نړۍ کې وي.

که یې بیا هم نه منئ، هماغه فلمي اداکاران/ اداکارانې وڅېړئ، هغسې ژوند او رشتې نه لري لکه تاسې چې په فلمونو، سریالونو او کتابونو کې لوستي دي.

موږ باید پوه شوو، چې د ایډیال اړیکې په نوم اصلا هیڅ کومه اړیکه نه شته او نه ممکن رامنځته شي.

انساني عقل، شرایط او امکانات په ټوله کې نسبي اهداف لاسته راوړي.

حل لاره:
تاسې د دې پرځای چې یوازې، بې مینې او بې واده پاتې شئ، پر دې فکر.وکړئ چې تاسې کوم خیالي انسان نه یئ، واقعي یاست او د واقعي نړۍ له موجوداتو سره باید توافق ته ورسیږئ.

د نورو شخصي حریم ته درناوی نه کوئ
ډېرخلک فکر کوي، چې سو استفاده قهرماني ده او باید له دې لارې له نورو ګټه واخلي، خو هیڅکله خپله نه شي زغملی چې نور خلک ترې سو استفاده وکړي.
چې داسې ده، باید هیڅ وخت په ژوند او خاصتا عاطفي اړیکو کې د سو استفادې فکر ونه لرو.

د ډېرو خلکو د یوازیتوب او بې مینې پاتې کیدو یو لوی دلیل همدا دی، چې له نورو یې سو استفاده کړې او بیا له دوی څخه یو استفاده شوې ده.

له سو استفادې څخه هدف د لنډمهاله او غولونکو عاشقانه اړیکو لرل دي، چې هیڅکله ښې پایلې نه لري.

حل لاره:
باید خپله واقعي څېره وښیئ، پرخپل واقعي ژوند، امکاناتو او شرایطو قانع شئ او چا ته یې په اړه دروغ ونه وایئ.

ژوند لنډ و تنګ دی، د غلط تېرولو پرځای یې سم تېر کړئ، خوند ترې واخلئ او له صداقت سره پکې ځان سوکاله او هوسا وساتئ.

بښونکي نه یاست!
تېروتنه هرڅوک، حتا موږ و تاسې هم کوو. خو تېروتنې باید وبښل شي؛ په خاص ډول کله چې د عاطفي او ګډ ژوند د اړیکو اړوندې وي.

که ستاسې د مینې اړخ تېروځي، یا کومه غلطي کوي، ویې پوهوئ، د تېروتنې د تکرار مخه ونیسئ، نه دا چې تاسې تر مقابل لوري لا لویه تېروتنه او غلطي وکړئ او اړیکه غوڅه یا پرې کړئ.

حل لاره:
تېروتنې جدي مه نیسئ، دې ته وګورئ چې د تېروتنې مرتکب/ مرتکبه یو څوک باید ولرئ، چې ژوند مو پرې ښکلی وي، یا هیڅوک ونه لرئ او له دې کبله، چې ټول انسانان تېروتنې کوي، له ټولو لیرې پاتې شئ.

ځان غوښتونکي یاست
ډېر وخت د یوازې او بې مینې پاتې خلکو ستونزه د دوی له حده زیاته ځان غوښتنه وي.

ځان غوښتنه تاسې دې ته رسوي، چې له نورو خلکو تر حد زیات او افراطي توقعات ولرئ.

مثلا: په دې تمه اوسئ، چې نور درپسې راشي، د مینې اظهار وکړي، ومو نازوي، مسلسل احوال مو واخلي او ډېر مو وپالي.

مینه په دې ډول نه پیدا کیږي او که څوک درباندې مهربانه هم شي، د تل لپاره مو دومره ناز نه شي وړلی.

حل لاره:
په دې سرخلاص کړئ، چې دنیا په تاسو ورانه- ودانه نه ده؛ له عجیب و غریبو خلکو ډکه ده، هیڅوک به داسې نه شي پیدا، چې ستاسې پښو او ارادې ته ځان وغورځوي او ابدا مو ډېرښه وپالي.
که مینه غواړئ، مینه ورکړئ او که یې نه ورکوئ، یوازیتوب زغملو ته تیار شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران