د نیوزیلېنډ کرکټ لوبغاړي د کرونا ټېسټ منفي وخوت

یاران سپورټس
د کرونا ویروس د نړۍ د نور کاروبار ترڅنګ پر لوبو هم اغېز کړی او دغه وژونکي ویروس د کرکټ برخه هم خورا اغېزمنه کړې ده.
د جمعې پر ورځ د اسټرالیا او نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلو لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه په اسټرالیا کې وکړه، چې له دې وروسته بیا دوې نورې یو ورځنۍ لوبې د کرونا ویروس له امله لغوه کړل شوې.
له دې وروسته د نیوزیلېنډ چټک توپ اچوونکی لاکي فرګوسن د ډاکټرانو تر معاینې لاندې راغی.
د هغه روغتیایي وضعیت تهدیدوونکی ښکارېده، خو کله چې ډاکټرانو هغه معاینه کړ، نو پایله منفي یا نېګېټیف راووته.
د ورزش اړوند ډېری رسنیو د هغه خبر خپور کړی او لاکي فرګوسن یې له دغه وژونکي ویروس څخه پاک بللی دی.
کرونا ویروس او پر کرکټ یې منفي اغېز
موږ پوهېږو چې کرکټ د جوش او جذبې لوبه ده او د کرکټ د ښکلا لپاره ټېکنالوژي یو لوري ته، خو ننداره کوونکي یې مهمه برخه ده، چې چکچکې، نارې، چیغې، شپیلي او نور حرکات یې د لوبې د جذابه کولو لپاره مهم دي.
خو د کرونا ویروس د خپرېدلو او پراخېدلو له امله د افغانستان په ګډون په زیاتره هېوادونو کې یې ورزشي فعالیتونه په ټپه درولي دي او په موقت ډول یې ځنډولي.
د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې سیالۍ روانې دي، خو د لوبغالي هغه څوکۍ چې د ننداره‌کوونکي د کېناستو انتظار کوي، تشې دي، شاوخوا د ننداره کوونکو شور، د بېرغونو خوځول، نارې، شپیلي او نور څه نشته.
دې چارې په لوبو پوره منفي اغېز کړی او لوبې یې بې خونده کړي دي.
د اسټرالیا او نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه کې د کرونا له امله د لوبغالي د ننداره کوونکو څوکۍ تشې وې.
د کرونا د مخنیوي په خاطر د روغتیا نړیوال سازمام ویلي چې له ګڼې ګوڼې جوړولو او یو بل سره د نږدې تماس څخه باید ځان وساتي.
افغانستان کې هم دغه ویروس د خپرېدو له ویرې ټولې ورزشي چارې ځنډېدلي دي.
بل پلو که رسنۍ وګورو ټول راپورونه او خبرونه یې د کرونا په اړه دي او خبرونو کې هم مشکلات زیات دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.