لوګر کې د کوچيانو لاسنيوی؛ هر وري ته ۲۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکول کيږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

راپور: بشر درویش
افغان چارواکو ويلي چې په لوګر ولایت کې یې «د کوچیانو د وریو د مزي کولو» برنامه پیل کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي؛ ددې وزارت اړوند د « CLAP » پروژه د «DCA» دفتر په تخنیکي همکاریو د لوګر په ولایت کې د کوچیانو د وریو د مزي کولو برنامه پیل کړی دی.
FB IMG 1592217003257 لوګر کې د کوچيانو لاسنيوی؛ هر وري ته ۲۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکول کيږي
ټاکل شوې، چې ددې برنامې په لړ کې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰۵ کوچي کورنیو ۴۲۰ وري د ۵۰ ورځو لپاره د «مزي کولو» د برنامې تر چتر لاندې ونیول شي.
کرنې وزارت ويلي؛ ددې برنامې په ترڅ کې د وریو د څښتنانو په ۳۰ سلنې ونډې سره هر یوه وري ته ۲۵ کیلو ګرامه بیلانس شوي خوراکي توکي په پام کې نیول شوي دي.
FB IMG 1592220102096 لوګر کې د کوچيانو لاسنيوی؛ هر وري ته ۲۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکول کيږي
ویل شوي؛ ددې برنامې پایله به تر ۵۰ ورځو وروسته د وریو څښتنانو ته څرګند شي.
د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي؛ د یادې برنامې د پلي کېدو موخه د حیواني بیلانس شوي خوراکي توکو پېژندل او دغه راز په لږه موده کې د کورنیو څارویو د مزي کولو لارې چارې ښودل دي.