افغانستان اقتصاد سرسکالو

لوګر: په کرنیزه برخه کې یو شمیر پروژې ژر بشپړیږي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د لوګر په ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د ساتنې او خوندیتوب په پار، د ۴۰۶ پروژو د پلي کېدلو چارې پیل کړي دي، چې رغنیزې چاري یې ۹۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو پروژو کې ۲۷ ممیزخونې، د پیازو ۱۳۸ او د کچالو ۱۱۲ صفرانرژۍ زېرمتونونه او د مڼو دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او پر کروندګرو د سبو او مېوو ۱۲۷ لمریز وچوونکې دستګاوې وېشل شامل دي، چې د بزګرانو په لس سلنې او د کرنې وزارت په ۹۰ سلنې ونډې سره پلي کیږي.

د دغو پروژو ټولییز لګښت نږدې ۱۹۷ میلونه افغانۍ دی، چې رغنیزې چارې به یې تر یوې اوونۍ بشپړ او ګتې اخیستنې ته به وسپارل شي.

خلکو ته کاري زمینه

سرچینې ویلي؛ د دغه پروګرام له لارې ګڼو بې کارو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. دغه پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کرنیزو حاصلاتو ته په کتو کروندګرو او بڼوالو ته جوړیږي، چې په جوړېدو سره یې د حاصلاتو د خوسا کېدو مخه نیول کیږي او د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ