
سپورټ یاران
دا منو چې کرکټ کې د چانس ترڅنګ تخنیکونه او د ښو لوبغاړو شتون حتمي دی، ځکه که یو لوبغاړی وړتیا ونه لري، نو لوبډله هر وخت په چانس نه شي بریالۍ کېدلی.
د لوبډلې په ټاکلو او انتخاب کې توازن ډېر مهم دی، خو په ډېری لوبو کې کرکټ ټولچاری یا الراونډر مثبت تمام شوی دی.
اوسمهال د کرکټ ډېری لوبډلې هڅه کوي، چې لوبډله کې الراونډر لوبغاړو ته ځای ورکړي او خپله لوبډله پرې پیاوړې کړي.
د الراونډر ښهوالی په دې کې دی، چې هم توپوهنه کولای شي او هم توپ اچونه.
که یوه برخه کې ښه ونه ځلېږي، نو بله برخه کې لوبه کوي او د لوبډلې د بري لامل کېږي.
د الراونډر ارزښت په لوبډله کې خورا لوړ دی، ځکه د هغه هره برخه کې لوبه کول، د لوبډلې لپاره مثبت ملاتړ دی.
د ۲۰۱۷م قهرمانۍ جام لوبو کې د الراونډر هارډېک پانډیا رول مو په یاد دی، چې د پاکستان لوبډله تر فشار لاندې راوستې وه او د اتلولۍ پر لور یې لوبډله روانه کړې وه.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ د قهرمانۍ جام پایلوبه په انګلستان کې روانه وه، پاکستان، هند ته له ۳ سوه لوړ هدف ورکړی و.
د هندوستان اوپنر توپوهونکي، شېکر دوان، روهېټ شرما او ویرات کولي ژر، ژر وسوځېدل، په منځنۍ برخه کې یواځې هارډېک پانډیا و، چې داسې لوبه یې وکړه، چې ان د پاکستان د توپ اچونې ستنې یې ولړزولې.
هغه په شاداب خان یو اوور کې ۴ شپږیزې ووهلې او د خپلو منډو لړۍ یې ۷۲ ته رسولې وه، چې د جدیجا سره په لوبه کې د ناسم پوهاوي له امله رن اوټ شو.
د سکاټلېنډ خلاف ۲۰۱۵ م کال کې د سمیع الله شینواري رول درته معلوم و، چې د ښې توپ اچونې او ډګر ساتنې ترڅنګ یې ۹۶ منډې هم وکړې او لوبډله یې په بري ونازوله.
همداراز د راشدخان او محمدنبي رول په لوبډله کې ګورو چې څومره مثبت دی.
په بنګله دېشۍ لوبډله کې د شکېب الحسن رول، په پاکستانۍ لوبډله کې د شاهد افریدي رول، نیوزیلېنډ کې د کوري انډرسن او کولېن ډي ګرېنډ هوم، افریقا کې د چېکس کېلېس او په اسټرالیا کې د شېن واټسن رول څومره مثبت و.
د هغوی ښه والی په دې کې و، چې توپ وهنه او توپ اچونه کې یې وړتیا زیاته وه او دواړو برخو کې یې خپل جوهر ښوده.
د انګلستان او پاکستان اوسنۍ ټېسټ لوبه او د کرېس ووکس الراونډري
له لوبې خو خبر یاست چې انګلستان په درې وېکټو وګټله؛ خو راځو د کرکټ ټولچاري کرېس ووکس رول ته.
کرېس د دغې لوبې په بري کې په یواځې ځان ۵۰ سلنه رول ولوباوه، هغه د توپ اچونې برخه کې ۴ پاکستاني لوبغاړي وسوځول او د توپ وهنې برخه کې یې هم ۱۰۳ منډې جوړې کړې، چې ترټولو قېمتي هغه یې په دویمه پاڼۍ کې د پاکستان د ۲۷۶ منډو پوره کولو پرمهال ۸۴ ناسوځېدلې منډې وې.
نوموړي په خپلې مستحکمې توپوهنې لوبډله بري ته ورسوله او د پاکستان هیلې یې مړاوې کړې.
د لوبډلو د غوراوي کمېټې د پام وړ
که غوراوي کمېټه یوه لوبډله جوړوي، نو دوو یا درېیوو الراونډرانو ځای دې پکې ومومي، ترڅو یې لوبډله بریالۍ شي.