سپورټ کرکټ

براډ؛ انګلستان په دې خپه شو، چې پر دویمه ورځ د پاکستان ټوله لوبډله اوټ نه شوه

سپورټ یاران

د انګلستان چټک توپ اچوونکي سټورټ براډ ویلي، چې د انګلستان کرکټ لوبغاړي په دې مایوسه شول، چې ولې یې ټوله پاکستانۍ کرکټ لوبډله د دویمې ټېسټ لوبې په دویمه ونشوه سوځولای.

هغه ویلي د ده اند داسې و، چې پاکستاني کرکټ لوبغاړي به ژر وسوځوي او ډېر ژر به د دویمې ټېسټ لوبې د بري مزه وڅکي؛ خو لا هم وخت شته، چې انګلستان بری حاصل کړي.

پاکستان کرکټ لوبډلې د دویمې ټېسټ کرکټ لوبې په لومړۍ ورځ سختو ستونزو سره مخته ولاړه په ۱۲۳ منډو یې ۵ لوبغاړي سوځېدلي وو، خو په دویمه ورځ د لوبې له پېل وړاندې اورښت لوبه وځنډوله.

خو د اورښت په درېدلو سره د انګلستان بالرانو سوچ دا و، چې پاکستانۍ کرکټ لوبډله به له ۲ سوه منډو مخکې وسوځوي؛ خو په دویمه ورځ د پاکستان کرکټ لوبغاړو خپلې لوبډلې ته ۹۷ منډې نورې وکړې، چې پکې محمد رضوان ۶۰ قېمتي منډې ترسره کړې.

پاکستان د دویمې ورځې تر پایه ۲۲۳ منډې کړې وې او ۹ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د انګلستان لپاره درې وېکټې براډ او درې وېکټې جېمز انډرسن واخېستې.

براډ ویلي چې د شنبې په ورځ به د پاکستان وروستۍ وېکټ هم ښکار کړي او د دوی د توپوهنې لړۍ به پای ته ورسوي.

د انګلستان کرکټ لوبډله باندې ډېر کار شوی

انګلستان چې د کرکټ مخترع هېواد دی، کابو سل کاله کېږي، چې لوبډله یې کرکټ کوي؛ خو دې لوبډلې تر ۲۰۱۰ کاله پورې هیڅ ډول جام نه و ګټلی؛ خو پایلوبو ته یې تګ کړی و.

دې لوبډلې د سخت کار په پایله کې په ۲۰۱۰ م کې د شل اوریز جام اتلولي واخېسته او کالېنګ ووډ لومړی انګلستانی لوبډلمشر و، چې دا ویاړ یې په برخه شو.

ورپسې یې ۱۰ کاله وروسته بل نړیوال جام هم وګاټه د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام دا ځل مورګن د انګلستان لپاره هسک کړ.

اوس مهال په ټېسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان کرکت لوبډله د نړۍ کم سارې لوبډله ده.

په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د جېسن رای، جاني بېرسټو، ایئن مورګن، بېن سټوکس، جاس بټلر او معین علي په څېر پیاوړي لوبغاړي لوبغاړي چې د نړۍ سخت بالران ټکوي او د منډو جوړولو څرخ چټک تاووي.

پاکستان او انګلستان له ټېسټ لوبو وروسته درې شل اوریزې لوبې هم لري او ښایي انګلستان پکې ستر بری خپل کړي.

په درې واړو ډولونو لوبو کې د انګلستان کرکټ لوبډله لومړی، دویم او تر درېیم پورې مقامونه لري او د کرکټ شورا په درجه بندۍ کې یې لوبډله ښه په مستیو کې ده.

که انګلستان دویمه ټېسټ لوبه له پاکستان څخه وګټي، دا به په دوو میاشتو کې د انګلستان دویمه ټېسټ بریا وي، له دې وړاندې یې ویسټ انډیز هم دوه د یو پر وړاندې مات کړ.

د دې لوبې په ګټلو سره به د انګلستان موقف په درجه بندۍ کې لا ښه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ