ټولنیز ژوند

څنګه یو همدله غوږ نیوونکي اوسئ؟ ۸ حللارې دلته ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

ډېری کسان فکر کوي چي دوئ ښه غوږ نیوونکي دي خو په حقیقت کي دوئ ښه غوږ نیوونکي نه وي. څېړونو ښوولې ده چي افراد یوازي ۱۷ ثانیې د نورو خبرو ته غوږ ږدي…

دا د ټولو انسانانو مشترکه فطري اړتیا ده چي د خپلو خبرو ور اورولو ته ښه غوږ نیوونکي ولري. ښه غوږ نیول هنر دئ. په حقیقت کي غوږ کېدل د خبرو کولو په نسبت دوه چنده وخت او کوښښ غواړي. خو لنډه دا، چي په هر رقم ئې ارزښت خورا زیات دئ. په ښه غوږ نیولو سره فرد داسي احساسوي چي احترام او درنښت ئې کېږي او مخاطبین ئې ورسره مینه لري. د همدلانه غوږ نیووني له پاره تلاښ او هڅي کول کولای سي زموږ څخه یو داسي انسان جوړ کړي چي په خپلو کورنیو او ټولنیزو اړیکو کي په بریالۍ توګه عمل وکړو او خورا زیات مقبولیت ولرو.

لاندي یو لړ هغه ازمویل سوي نظریې درته راوړو چي په مرسته به ئې وکولای سئ چي يو همدله او زړه سواندي غوږ نیوونکي اوسئ:

۱ـ کله چي د مخاطب خبرو ته غوږ ياست، له هغه/ې سره د سترګو تماس هم ولرئ. دغه به مقابل طرب ته دا پیغام ولېږي چي تاسي د هغه/ې خبرو ته اهمیت ورکوئ او کاملاً هغه/ې ته متوجه ياست. کله چې له خبرو ناراحته ياست مخ مه ورڅخه اړوئ. کله چي ستاسي متکلم تاسي ته خبري کوي او د خبرو پر مهال ستاسي سره د سترګو تماس نیسي، سترګي مه ورڅخه پټوئ یا اړوئ. کله چي یو له بل سره خبري کوئ سر ته ئې مه ګورئ او يا ئې پښو ته مه سترګي نېغي مه نیسئ.

۲ـ کله چي د کوم چا خبرو ته غوږ ياست، بل هیڅ کار مه کوئ. خپل ټول پام مقابل طرف ته واړوئ. که تلوېزیون ګورئ، اخبار لولئ یا کوم بل کار کوئ، چي په خورا دقت په هغه کار کي راګیر ياست او نه سئ کولای چي سملاسي مو پام هغه/ې ته ور واړوئ، رښتيا ووایاست چي فعلاً په کوم بل کار بوخت ياست. مثبته کړنلاره بې داسي وي چي:”  پوهېږم چي غواړې راسره خبري وکړې او زه هم درسره د خبرو کولو لېوالتيا لرم خو غواړم چي کاملاً مي فکر او حواس ستا خوا ته وي. اوس دا کار نه سم کولای، خو که لږ وخت راکړئ، په لسو دقیقو کي مي کار خلاصوم، بیا به درسره کښېنم او د زړه له تله به ستا ټولي خبري په پوره غور او دقت سره واورم “. ډېری خلګ د دغسي یوې تقاضا احترام کوي.

۳ـ خپلو احساساتو ته غوږ سئ؛ له ځانو څخه وپوښتئ چي اوسمهال د دغه فرد عواطف چشي دي؟ کله چي انګېرئ په جواب ئې پوهېږئ – له خپل جوابه مطمئین اوسئ. مثلاً داسي تعبیر مي واخیستی ”  دا چي زما څخه هېر سول تاسي ناهیلي سواست ”  په دغه ډول مقابل طرف ته ددې امکان ورکوئ چي خپل احساسات لا ښکاره او څرګند ووايي. په همدې ډول متکلم ته دغه پیغام رسوي چي تاسي کاملاً د هغه/ې خبري په خورا دقت او توجه سره اورېدل غواړئ.

۴ـ د متکلم د بدن حرکات (Body Language) ته ځیر سئ؛ د اوږو راټولېدل، د لاسونو لړزېدل، اوښکي، د تندي ګونجي او د سترګو حرکات د متکلم ټول احساسات تاسي ته بیانوي. ځیني وختونه د بدن حرکات یو شی وايي خو ستاسي خبري بل پیغام لېږدوي. ددې له پاره چي مطمئن سئ مقابل طرف واقعاً څنګه فکر کوي او څه احساس لري له هغه/ې پوښتنه وکړئ. د مثال په توګه: کېدای سي ووایاست: پام مي و، کله چي دي وویل: امید دئ چي هیڅکله بیا را نه سي، و دي ژړل. دا ستا په احساساتو کي د عدم تعادل نښانه ده. د وجود یو بخش دي غواړي چي هغه وویني خو بل بخش بیا غواړي چي هیڅکله بیا هغه و نه وینې؟

۵ـ د نورو خبري مه پرې کوئ. څېړنو ښوولې ده چي افراد یوازي ۱۷ ثانیې د نورو خبرو ته غوږ ږدي او وروسته د نورو خبري پرې، او خپلي شروع کوي. دغسي د خبرو پرې کونه تر ډېره دمخه تر دې چی شروع سي، درېږي. له غوږ نیولو څخه هدف، د بل فرد د افکارو، احساساتو او غوښتنو پېژندل دي. کله چي سملاسي او ژر د هغه/ې خبري قطع کوئ، هیڅکله به پوه نه سئ چي د هغه/ې واقعي هدف او منظور چي غوښتل وې وايي چشي و.

۶ـ انعکاسي او غبرګوني پوښتني وکړئ. که فکر کوئ چي د مخاطب په خبرو مو پوه سوي ياست، په انعکاسي او غبرګوني پوښتنو ئې بررسي کړئ. مثلاً د فرد د خبرو د لا واضح کېدو او درک کولو له پاره وپوښتئ:” دا څه اورم، یعني دا چي وايې…، دغه چي ما واورېدل سهی دي؟ یا تاسي غواړئ ووایاست چي …”  انعکاسي غوږ نیونه سوء تفاهم او کج فهمۍ واضح او څرګندوي او تاسي ته اجازه درکوي چي مطمئن سئ یا له هغه څه څخه چي فرد ئې وایي خپل درک او برداشت تصحیح کړئ.

۷ـ بیا ويل؛ په چشي چي مو سر خلاص سوی دئ، تشرېح او واضح ئې کړئ. افراد اړتیا لري چي خبرې واورېدلي سي او درک کړلي سي. تاسي چي د مقابل طرف له خبرو او احساساتو څوندي پوه سولاست او څنګه برداشت مو ورڅخه واخیست – هغه بیان کړئ.

۸ـ د هر کار په اړه چي کېدای سي مرسته کوونکی وي پوښتنه وکړئ. پام مو وي چي تاسي سوال کوئ نه دا چي خلګو ته ووایاست چي باید څه وکړي. مثلاً وپوښتئ: آیا کولای سم چي مرسته مو وکړم؟ کېدای سي هغه یوازي د همدردۍ او ملاتړ تقاضا ولري. خو که ئې وويل: ”  ته څه فکر کوې چي باید څه وکړم؟ دلته نو  اجازه لرئ چي خپل فکر بیان کړئ. هیڅکله تر څو چي مطمئن سوي نه یاست چي فرد د نصیحت او مشورې تقاضا لري، هغه/ې ته نصیحت مه کوئ. نصیحت؛ تر هغو چې چا درڅخه غوښتنه او تقاضا نه وي کړې، پر نورو باندي د کنټرول یو ډول دئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي