ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې کلتور او هنر لیکوالي

مرکه؛ ښه لیکوال هغه دی چې له روایت څخه خبر وي

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

د یاران درنو لوستونکو ایا کوم وخت مو لیکل کړي یا هم داسې چې لیکل مو کړي وي، بېرته مو نه وي خوښ شوي، حتا هغه د لیکلو پاڼه مو څیرې کړې وي، ځکه داسې ډېر مې لیدلي چې لیکل کوي، خو له خپلو لیکنو څخه خوند نه اخلي.

نو نن غواړم د لیکوالي په هکله له استاد اجمل ښکلي سره بحث ولرو. دا چې لیکوالي څه ده؟ څنګه لیکل وکړو؟ اصول یې څه دي؟ دا ټوله همدلته لوستلای شئ.

صدیقه پوپلزۍ: سلام استاد هیله‌منده یم چې جوړ روغ او له آفتونو به په امن یاست. استاد لیکوالي یعنې څه؟

استاد اجمل ښکلی: سلام تاسې همکاران او لوستونکو ته هیله ده، روغ جوړ اوسئ. لیکوالي یعنې لیکل. د لیکلو په مټ خپل فکر وړاندې کول، چې یوه موخه ولري، ژبه او جوړښت یې علمي یا ادبي وي.

پوپلزۍ: استاد لیکوالي په څو ډوله ده؟

ښکلی: لیکوالي د بېلابېلو معیارونو پر بنسټ بېلابېل ډولونه لري، چې یو ډول یې د ادبي مقالو لیکوالي ده او بل ډول یې د کیسو او نورو لیکوالي ده.

پوپلزۍ: استاد هر څوک لیکوالي کولای شي؟

ښکلی: هو ولې نه، هر څوک لیکوالي کولای شي، خو چې خواري وکړي او د لویو لیکوالو له کمالونو او عیبونو ځان خبر کړي او د لیکوالۍ تمرین وکړي.

پوپلزی: استاد د لیکوالۍ لپاره معیار څه دی؟

ښکلی: د لیکوالۍ معیارونه دا دي، چې یو جوړښت ولري، ترتیب او تنظیم پکې وي، صراحت ولري او بېځایه اطناب او ایجاز ونه لري.

پوپلزۍ: د ښه لیکوال ځانګړنې څه دي؟

ښکلی: ښه لیکوال هغه دی، چې له روایت نه خبر وي او نوښت ولري. د نوښت لپاره باید انتقادي فکر ولري، د خپلې ټولنې او هغې حوزې په برخه کې چې دوی پکې لیکل کوي. دا انتقادي فکر یې متوجه کوي، چې کوم شیان موږ سم منلي، څومره سم دي او څومره غلط. په دې ډول یې په لیکنو کې نوښت راپیدا کېږي.

پوپلزۍ: لیکنه او ادبي ټوټه څه توپیر لري؟

ښکلی: لیکنه یوه رسمي ایسی ده، چې ژبه یې سړه او مستقیمه وي او بالعموم پر علمي موضوعاتو وي او ادبي ټوټه یو ډول غیر رسمي یا شخصي ایسی ده، چې ژبه یې ادبي او پر ټولنیزو موضوعاتو وي.

پوپلزۍ: لیکوالي کومې ګټې لري؟

ښکلی: د لیکوالۍ ګټې دا دي، چې لوستونکي په ټولنه کې ستونزو او په هغه ټاکلې حوزه کې ستونزو، کمالونو او نیمګړتیاوو ته متوجه کوي او لوستونکو ته فکر، په تېره انتقادي فکر ورکوي.

پوپلزۍ: زموږ په هېواد کې به تکړه لیکوالان څومره وي؟

ښکلی: زموږ هېواد کې تکړه لیکوال شته؛ خو زه فکر کوم، چې د تکړه‌توب تعریف سخت دی، ځکه دا یو نسبي او انتزاعي مفهوم دی. پکار ده، چې د دې په اړه سروې وشي.

پوپلزۍ: لیکوالي علم دی که هنر؟

ښکلی: لیکوالي هم علم دی او هم هنر. د ادبي لیکنو موضوع ادب وي او له علمي زاویې پرې خبرې کوي، خو ژبه یې ممکن ادبي متره ولري او لوستونکې ترې د معلوماتو ترڅنګ ادبي خوند هم اخلي.

پوپلزۍ: په ادبیاتو کې لیکوالي څومره ارزښت لري؟

ښکلی: په ادبیاتو کې د لیکوالۍ اهمیت دا دی، چې که لیکوالي نه وي، ادبیات وده نشي کولای. هره لیکنه چې موضوع یې ادبي وي، په لیکوالۍ کې راتلای شي؛ نو د ادب وده په لیکوالۍ پورې تړلې ده.

پوپلزۍ: ایا د لیکوالۍ په وسیله خپل احساسات بیانولی شو؟

ښکلی: هو، ولې نه. د لیکوالۍ په مټ خپل ایډیالوژي، باور، فکر او انګېړنې او احساسات بیانېږي.

پوپلزۍ: لیکل یا لیکوالي خپل ځانګړی وخت لري که هر وخت لیکل کولای شو؟

ښکلی: کوم ځانګړی وخت نه لري؛ خو چې کله د لیکوال طبیعت لیکلو ته جوړ وي، هغه وخت ښه لیکل کولای شي.

پوپلزۍ: استاد له تاسو څخه نړۍ مننه، په دې هیله چې نورو مرکو ته هم موږ سره ادامه ورکړئ.

ښکلی: له تاسو څخه هم مننه کوم، روغ او جوړ اوسئ، الله مو مل شه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ