بریا او پرمختګ ژوند بڼه کلتور او هنر لیکوالي

لیکوالي، د احساساتو د کنټرول غوره وسیله

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ 

ښایي دا اورېدلي مو وي چې لیکل د احساساتو خالي کولو لپاره عالي دي. کله چې تاسو خپه یا په غوسه یاست، نو خپل احساسات ولیکئ. ایا د رښتیا لیکل اغېزه کوي؟ د دې اغېزه څه ډول دی او دا له خلکو سره څنګه مرسته کوي چې خپل احساسات کنټرول کړي؟

د احساساتو مدیریت

د احساساتو کنټرول او د اداره‌کولو لپاره ډېرې لارې شته، مثلاً له نورو سره خبرې کول، نامعقول افکار لټول او د مثبت افکارو ځای ورکول، د احساس کنټرول مهارتونه ترلاسه کول یا احساسات لیکل.

لیکنه له تاسو سره د ښه او بد احساساتو پېژندلو کې مرسته کوي، او وروسته له دې چې تاسو خپل احساسات وپېژنئ او ارام شئ، هڅه وکړئ خپلې ستونزې ته سمه حللاره ومومئ. ځینې وختونه ستاسو ستونزه حل کولو ته اړتیا نه لري، تاسو یوازې ارامتیا ته ورسېږئ، چې لیکل هغه ته د رسېدلو لپاره درسره مرسته کوي.

د احساساتو پر کنټرول د لیکلو اغېزه

ځکه چې لیکل د احساساتو خالي کولو لپاره ښه لاره ده، دا د اضطراب، خپګان او کړکېچ کمولو کې موثر رول لري، ذهن اراموي، ذهني نظم نرموي او رواني روغتیا ته وده ورکوي. البته، تاسو ممکن د لیکلو وروسته نورې اندېښنې ولرئ، ځکه چې تاسو یوه مسئله څېرې کړې، مګر په دې اړه اندېښنه مه کوئ، ځکه چې لیکل به تاسو ته ځان او ستاسو احساسات در وپېژني او تاسو به یو څه وخت وروسته ښه احساس وکړئ.

څنګه عمل وکړو

دا مهمه ده چې پرېکړه وکړئ د لیکلو میتود وکاروئ خپل ځان ارام کړئ. کله چې تاسو ناخوښه احساسات تجربه کوئ. د لیکلو په واسطه خپل ځان ارامه کړئ. کله چې تاسو لیکل پیل کړئ، تاسو شاید لومړی هغه شیان ولیکئ چې تاسو یې پر هېڅ نه پوهېږئ. اراده ولرئ چې دوام ورکړئ او هڅه وکړئ هر څه چې په ذهن کې مو راشي ولیکئ.

په لومړي سر کې مو لیکنه له منفي احساساتو څخه ډکه ده او د اضطراب موضوع او د احساساتو شدت او ضعف سره توپیر لري. دا حتا یوه ستونزه کېدای شي چې د څو ورځو لپاره به ستاسو په ذهن کې وي. نو لیکل کولی شي پرمخ لاړ شي او دوام ولري.

کله چې تاسو ارام شئ، هڅه وکړئ په منطقي ترتیب ولیکئ او خپل منفي او مثبت احساسات وپېژنئ.

منفي ټکي کم کړئ او مثبت زیات کړئ کله چې تاسو ښه اوسئ. د خپلې ستونزې بیانولو لپاره د لومړي شخص او درېیم کس ټکي وکاروئ. د مثال په توګه، ما باید ډېر پام کړی وای یا هغه په دې مسله کې بې اغېزې نه وو. په پایله کې که ستاسو خوښه وي، کولی شئ د هر ډول لارو نه په ګټه اخیستلو سره خپله مسئله و ارزوئ او د هغوی له منځه تر ټولو ښه لاره وټاکئ.

کلیدي ټکي د لیکلو لپاره

د لیکلو عادت کول. په ځینو ورځو کې، هغه پېښې ولیکئ چې تاسو خپه کوي، که څه هم ممکن موخه کوچنۍ وي، مګر هدف د لیکلو عادت دی. تاسو حتا کولی شئ دا طریقه په خپل ژوند کې د مختلفو فعالیتونو لپاره وکاروئ. مثلاً خپل ورځنۍ مهالوېش ولیکئ، چې خپل فعالیتونه تنظیم کړئ او یو ښه پلان ولرئ.

ځینې خلک اندېښنه لري چې ممکن نور یې لیکنې ګوري، نو هڅه وکړئ په خصوصي ډول لیکنې پیل کړئ.

په داسې لیکنو کې، چېرې چې ستا موخه د احساساتو راپارول دي، تاسو کولی شئ له لیکلو وروسته لمنځه یوسئ، په دې مانا چې لیکل نه یوازې ستاسو د احساساتو په راویښولو کې مرسته کوي، بلکې تاسو اړتیا نه لرئ ګډوډ احساساتو ته دوامداره پاملرنه وکړئ، او د خالي کېدلو وروسته دوی لرې کړئ او ځان ته ووایاست، اوس زه اړتیا لرم چې زما ذهن د مثبت احساساتو او عقلي افکارو څخه ډک کړم، او نور دې منفي احساساتو ته اړتیا نه لرم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ