پوهنه ځوانان او زده کړې

لیکوال ته ۱۰۰ لارښوونې – (دویمه برخه)

لیکنه: ياران

لیکنه؛ عصمت الله صالح

۱ – لیکوال باید فردي خپلواکي عملاً احساس کړي، یانې د لیکلو پر وخت باید د هغو اړیکو پروا ونه کړي چې د ده خلاقیت نامستقیماً زیانمنوي. مثلاً یو کس د حقایقو د بیان پر مهال د ځینو همفکرو ملګرو له نامعلوم عکس العمل څخه، نه وېرېږي او وایي چې که مې په هره لیکلې کرښه کې د ځینو نږدې ملګرو ناسمو حرکاتو ته هم نغوته وشي او اړیکه مو سره خرابه شي، نو ودې شي، ځکه دی به د حقیقتونو بیانول د هغو تراخو غوندې څکي، چې له ستوني تر ښکته کېدلو وروسته خواږه احساسېږي.

۲ – لیکوال باید لومړی د بیان آزادي وپېژني، وروسته ترې د استفادې پر اساس خپل آندونه خپاره کړي. ځکه زیاتوالی په هر ډول آزادۍ کې لنډمهاله دی او د خورا لږ وخت په تېرېدو د لیکوال ذهن بېرته ګډوډي او قلم یې د غلامۍ له رنګه ډکوي. مانا لیکوال باید د بیان له آزادۍ په استفادې داسې مفکورې ایجاد نه کړي چې د یوه هېواد دین، کلتور، رواج او ملي ارزښتونو ته پکې مسقیم یا نامستقیماً سپکاوی شوی وي.

۳ – لیکوال باید تر ساکن، متحرک ډېر وي او د ګرځېدلو پر مهال پکار ده چې د هېښ انسان غوندې هر څه ته ژور نظر وکړي. ځکه دا تجربه یې ذهن مایع او په خوځښت راولي. البته چې دا فعالیت د مبتدي لیکوال (هغوی چې لومړی ځل لیکل کوي) ډېره مهمه ده. ځکه دوی ډېر ځله د سوژو له نشتون سره مخېږي، خو سیاحت د هر ډول سوژو په بحر ور ګډېدل دي.

۴ – لیکوال که مطالعه ونه کړي، دا هنر به یې ډېر ژر ختم او د تخلیق کوهی به یې له ایرو ډک شي. مطالعه په دې مانا نه چې یو لیکوال د بل فکر کټ مټ راواخلي یا د هغوی لخوا پر هماغه واضح شوې موضوع لیکل وشي، بلکې مطالعه لیکوال ته د لیکلو څو اړخیزه طریقه ور زده کوي.

۵ – لیکوال باید هر وخت د لیکلو لپاره داسې وسیله ولري، چې په هر زمان او هر مکان کې یې استفاده کړای شي. مثلاً قلم و کاغذ، کوچنۍ کتابچه، مبایل، لپټاپ او…

۶ – لیکوال ته پکار ده چې د لیکوالۍ هره برخه تجربه کړي، یعنې د علومو او ژانرونو له اړخه پر هره موضوع او هر فورم کې لیکل وکړای وشي، ځکه چې ذهن یې لا فعاله کېږي او د ټولنې پر وړاندې یې د درک ځواک پیاوړی کېږي.

۷ – لیکوال باید لیکوالي د ساعتېرۍ د یوې وسیلې غوندې وبولي، یعنې پر یوه موضوع کرښې ایستل به یې د کوم جبر پر اساس نه وي، بلکې د ساتېرۍ او د روح د تسکینولو په خاطر به قلم خوځوي.

۸ – لیکوال باید همېشه پر حال تمرکز ولري. یعنې کوم وخت چې پر یوه موضوع څه لیکي، باید چې هغه مهال یوازې پر هماغه موضوع ذهن راټول کړي او لیکل وکړي. مثلاً یو لیکوال کومه سیاسي مقاله لیکي، پکار ده چې په دې وخت کې ټول حواس پر همدې موضوع متمرکز کړي.

۹ – لیکوال باید په خپل زړه او ذهن کې داسې یو خوځښت ولري، چې هره شېبه یې خوښ او یا غمجن کړي او د لیکلو چانس ورته برابر کړي. ځکه په ژوند کې باید یو داسې درد وي چې په کله ناکله مو په زړه کې خوږه څړیکه وکړي او څه لیکل پرې لوی کار وبلل شي.

۱۰ – لیکوال باید پر خپله هره لیکلې کرښه په دې خاطر تفکر ونه کړي چې ګواکې د شهرت وسیله یې کېږي که نه، بلکې ودې پوښتي چې زه ټولنې ته پکې څه شی وړاندې کوم.

نور بیا…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران