بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

ژوند ته «هو» ووایئ

لیکنه: ياران

خپل عکس العملونه وټاکئ، سرنوشت تاسو ته بېلابېلې پېښې منځته راوړي، بېلابېلې پېښې مو په ژوند کې مخته راځي. بعضې پېښې بدې وي او تاسو کې عکس العمل منځته راوړي، داسې حالاتو کې خپل عکس العمل ته پام ساتئ او ویې ټاکئ.

هو یوه جادویي کلمه ده، همدا اوس مو سر وخوځوئ، ښکته او پورته یې وښوروئ او په آرامۍ ووایئ «هو»
«هو» یوه وړوکې دوه حرفي کلمه، له یوې معمولې کلمې څخه ډېره ښه ده. دا کلمه وایي: مهمه نه ده چې ستاسو په ژوند کې څه پېښې کېږي، مهمه دا ده چې زه له هغو څخه فوق‌العاده شیان لاسته راوړم.
ما یو وخت د سینې سرطان درلود او له هغې څخه مې درد حس کاوه، مګر یوه ورځ مې هغې ته «هو» وویل ومې لیدل چې عوارضو یې زما په وجود کې ډېر فرق وکړ.

کولای شۍ هر څه ته هو ووايئ

امکان لري چې د بعضو نعمتونو موجودیت د تاسو لپاره ښکاره نه وي، خو مهمه دا ده چې هغه نعمتونه تل خصوصاً په بدو او وېروونکو شرایطو کې موجود وي او زموږ مرستې ته راځي.

هو ویل یانې په مثبت باندې تمرکز

ناعادي قدرت موجود دی، هغه پیاوړتیا چې په هرو شرایطو کې د ښېګنو پلټنه کوي او تاسو ته درښیي. هغه قدرت چې هر چېرې او په هر ځای کې د بدو پر پلټنه غلبه کوي.
هو ویل د مخ اړولو په مانا نه ده، ژوند ته مثبته کتنه، له منفي شیانو لکه درد او وېرې څخه د مخ اړولو مانا نه لري. د درد او وېرې وجود د ژوند لا ینفک جزء دی. خپل درد باندې اعتراف د ښه ژوند د درلودو لپاره ګټور وي.
هر څه ته هو ووایئ، اصلي مثبت فکر کول «هو» ویل دي، حتا درد او وېرې ته!

پوهېدل پر دې چې تاسو تل د قضیې هغه اړخ نیسئ (او کله چې هغه اړخ نیسئ، پام کوئ چې اعتماد پر نفس مو په ډېر عجیب ډول او ناعادي توګه وده کوي) چې په پرمختګ کې ګټور عامل دی.

هو ویل ژوند ته مانا بښي

«هو» ویل او د ژوند مسایلو او ستونزو څخه استقبال، ستاسو موخو ته عمق بښي او نوې لارې درته خلاصوي او همدارنګه اجازه درکوي چې هغه درد او وېره چې نور کسان ستاسو په شاوخوا کې حس کوي او منځته یې راوړي، پرې وپوهېږئ. پر دې ډول ستاسو رحم او شفقت وده کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ