بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د ژوند هدف مو وټاکئ

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

نظم د بریالیو کسانو خاصیت دی. نبوغ یانې د بې پایه مصبیتونو تحمل کول. ټولې غټې لاسته‌راوړنې، په ډېر دقت او د بې‌پایه زیار له امله لاسته راغلي.

البرت هابارد

په اوسني حالت کې تاسو د دې قدرت لرئ چې له خپلو فکرونو څخه ډېر کارونه پیل کړئ. استعدادونه مو هومره ډېر دي چې که ۱۰۰ وارې هم نړۍ ته راشئ، کولای شئ له هغو څخه ګټه واخلئ. د دې بالقوه پتانشیل د درک او پېژندنې لپاره، لومړنی او مهمه مسوولیت مو دا دی چې دقیقاً پوه شئ غوښتنې او مقصدونه مو څه دي.

کله چې په پوره ډول له خپل هویت، غوښتنو او مقصدونو څخه ډاډه شئ، له یوه معمولي کس څخه لس برابره چټک، په خپلو کارونو پیل وکړئ.

موږ ټول خپل ژوند کې څلور مشترکې موخې لرو چې په لاندې ډول دي:

د هر مسلمان په ژوند کې لومړنۍ موخه د خدای (ج) رضا لاسته راوړل دي.

۱-  روغتیا، جسمي چمتوالی او اوږد عمر

۲- د هغه دندې سرته رسول چې خوند ترې اخلو او ډېره حق‌الزحمه لاسته راوړو.
۳- ښې اړیکې درلودل له هغو کسانو سره چې دوستان مو دي او احترام یې لرو.
۴- مالي خپلواکۍ ته رسېدل داسې چې هېڅ د پیسو په غم کې نشو.
څلورو موخو څخه هر یوې ته د رسېدلو لپاره کولای شئ د ډېروالي او یا کموالي لیدلوری ولرئ. که د ډېروالی لیدلوری ولرئ، په نفس متکي او مثبت به یاست او د هیلو په لار کې به مو په اطمینان او تدریجي ډول قدم واخلئ. د ډېروالي د کړنلارې په درلودو سره ډېر مثبت او جوړوونکي به شئ او ستونزو ته د پام کولو پر ځای به د هغو په حللارو تمرکزکوئ.

که د کمووالي کړنلاره غوره کړئ، هر څه برعکس مخته راځي او دې پایلې ته رسېږئ چې بریا په شان باندې لاسته راځي او بریالي کسان په غلا دې ځای رسېدلي.

څلور پیاوړي تکنیکونه

د موخې د تعیین لپاره،کولای شئ له څلورو خاصو تکنیکونو څخه په ګټه اخیستلو چټک پرمختګ ولرئ او په مقرر وخت کې موخې ته د رسېدلو احتمال زیات کړئ.

۱- ویل: له دې تکنیک څخه په ګټه اخیستو، یو خاص او معیینه موخه لیکئ. نشئ کولای هغې موخې ته ورسېږئ چې په آسانه توګه یې لیکلی نشئ. څومره چې د ډېر وخت په موخه دقت وکړئ، هومره ډېر اطمینان لرئ چې موخې ته د رسېدلو لپاره هر ګام چې اخلئ په سمه لار ده.

۲- تجسم کول: ټولې ښېګڼې په بهرنۍ نړۍ کې، د ذهني انځورونو ښېګڼه له خپل ځان او مطلوبې راتلونکې څخه ده. هر څه خپله موخه په ذهن کې په واضح ډول ووینئ هومره ژر په واقعیت کې ورته رسېږئ.

۳-‌ احساسي کول: کله چې د موخې له لاسته راوړلو څخه حاصل لذت، ښادي او غرور تصور کړئ، خپلې ذهني پیاوړتیاوې هغې د رسېدلو لپاره څو برابره کوئ. واقعیت کې هغه حس به مو درلود که موخې ته رسېدلي وای، تجربه کړای به مو وه.

۴- توجیه کول: هغه دلایل چې اړ ياست دې موخې ته ورسېږئ او له هغې ګټې سره چې موخې ته د رسېدلو په مهال لاسته راوړئ، توجیه کړئ. څومره چې موخې ته د رسېدلو لپاره ډېر دلایل ولرئ، ډېر به مصمم و اوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ