Advertisements
ژوند بڼه سرسکالو کورنی ژوند

ګډ ژوند؛ فرهنګي تفاوتونه پکښي څومره رول لري؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

زموږ په ټولنه کي يوه مقوله ده، چي وايي واده لکه یوه سر پټې هندواڼه؛ چي ماته کړې دي نه وي، نه پوهېږې چي سمه ده کنه، خوږه ده که ترخه. په هر حال، هرکله چي مو واده وکړ، باید ځان د هر رنګه حالاتو لیدو ته چمتو کړئ او که وینئ چي د واده خوند مو ستاسي د تصور برعکس خوږ او خوشمزه نه دئ، وګورئ چي د وضعیت د ښه کېدو له پاره څه کولای سئ.

کله چي دوه کسان یو له بل سره واده کوي د دوئ ټولنیزي اړیکي هم بدلېږي او نوی رنګ ځان ته اخلي. په دې مابین کي د ژوند د ملګري د کورنۍ له فرهنګ سره جوړ راتلل خورا زیات اهمیت لري. طبیعي خبره ده چي نوی غړی باید په هره کورنۍ کي ومنل سي خو ځیني وختونه د دوئ مشترک ټکي دومره کم وي چي یوازي دا نه چي منل کېږي نه بلکي بحث، مشاجره او نارضایتي ئې په منځ کي پېښيږي. ډاکټر قدرتي، د کورنۍ مشاور او د پوهنتون استاد درته وايي چي څنګه د اعتدال په مراعاتولو او د لازمو مهارتونو په درلودلو سره کولای سئ چي دا مسله په خورا ښه ډول قابو او مدیریت کړئ او د مشکلاتو له رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وکړئ.

فرهنګي تفاوتونه څومره مهم دي؟

د دوو کسانو فرهنګي یوشان والی یا تطابق چي غواړي يو له بل سره واده وکړي – د دوئ د واده یو له خورا مهمو او اغېزناکو مواردو څخه دئ، دا چي دا دوه نفریزه کورنۍ تر کومه بریده یو له بل سره فرهنګي نژدې والی یا لېري والی/تفاوت لري. ډېر نور موارد لکه آداب او رسوم، ارزښتونه، د دوستۍ پالل، باید او نباید او نور… د یوې کورنۍ فرهنګ بلل کېږي.

د دوو کسانو په واده کولو کي فرهنګي تفاوتونه هغه څه دي چي په آسانۍ ورڅخه تېرېدای نه سو ولي چي جدی فرهنګي تفاوتونه د تفکر او نړۍ ليد د يوې نوعي ښکارندوی او تفاوتونه په مجموعو کي باید او نباید دي. د دې نوي کس په باورونو، نظرونو او عقایدو کي زیات تفاوتونه چي د مقابل کس کورنۍ ته د ناوي یا زوم په حیث داخلېږي په اوږدمهال کي د نظر د اختلاف، بحث او مشجارې سبب کېږي او د متقابل طرف د رضایت او قناعت کچه کښته کوي.

څنګه د مقابل طرف فرهنګ وپېژنو؟

هرکله چي نجلۍ يا هلک د ناوي یا زوم په حیث کور ته راځي په واقعیت کي د هماغي کورنۍ پر غړیو باندي یو بل کس اضافه کېږي. یعني ناوې لور او زوم زوی بلل کېږي. نوموړی/ې د یادي کورنۍ د ژوند پر مختلفو جنبو او ټولو غړیو باندي خورا زیات تاثیر لري، په همدې خاطر بهتره ده دمخه تر دې چي واده وسي باید د هغه کس د کورني فرهنګ په باره کي چي زموږ کورنۍ ته د ناوي/زوم په حیث راځي، معلومات حاصل کړل سي.

فرهنګي توپيرونه او کچه ئې کولای سو چي د هغو عاداتو او عروفو په بررسي کولو سره چي په هغه کورنۍ کي حاکم دي لکه د پوښاک او ظاهر جوړوني او سینګار ډول، د مذهبي باورونو کچه، یو او بل ته د افرادو د درنښت کولو طریقه، د کورنۍ، دوستانو او قریبانو سره د اړیکو حد او حدود څخه وسنجوو.

هغه څومره د بل فرهنګ منلو ته مایل دئ/ه؟

د ناوي يا زوم انتخابولو پر مهال چي خلک څومره هم کوښښ وکړي چي د خپلي کورنۍ د فرهنګ سره مطابق يو کس د مږور یا زوم په حیث انتخاب کړي، بیا هم تفاوتونه او د نظر اختلافات رامنځ ته کېږي. واقعیت دا دئ چي د نوي کس د فرهنګ منلو کچه چي کورنۍ ته را داخلېږي زیاته ده.

مثلاً هغه نجلۍ چي ناوي په حیث یوې کورنۍ ته ورځي او د فرهنګي لحاظه د هغوی سره فرق لري هرڅومره ډېر چي کولای سي ځان د هغي کورنۍ د فرهنګ سره چي دا پکښي نوې را داخله سوې ده تطبیق کړي او هرڅومره چې د مېړه کورنۍ وکولای سي د ځانو سره د خپلي نوي را واده کړي مږور فرهنګي تفاوتونه دي درک کړي، په دې سره به د دوئ په اړیکو کي لا زیات توافق او تفاهم رامنځ ته سوی وي او د مشکل راولاړېدو او جنګ و جدل څخه بې مخنیوی کړی وي.

څوک وروستنۍ خبره کوي؟

په هر حال، فرهنګي تفاوتونه سته. که افراد په تړلي ذهن او د تعصب له مخي یادو تفاوتونو ته ګوري یعني د تفکر طرز ئې داسي وي چي: زه چي هرڅه وایم سم دي، ټول باید مسایلو ته له هغه لوري وګوري چي زه ورته ګورم او زما ورباندي یقین دئ او ټول کسان دي خپل نظرونه زما د نظر سره یوشان کړي “ د دې تفاوتو سره د مخامخېدو په صورت کي هیڅکله نه سي کېدای چي د مشکلاتو څخه دي مخنیوی وسي.

برعکس، که افراد په خلاص دماغ سره او له هر ډول تعصب پرته د پېښو سره برخورد وکړي یعني په دې طرز تفکر داخل/ه سي چي په هر فرهنګ کي يو لړ مثبت موارد سته او همدارنګه یو لړ محدودوونکي هغه هم سته او هر هغه څه چي د نورو په فرهنګ کي زما له هغه سره توپیر لري زما له پاره نامناسب نه دي، که هرڅومره هم مثبت او رغوونکي وي په دې سره به نه یوازي دا چي جنګ و جدل به راکم سي بلکي همدلي او متقابل درک و فهم به هم رامنځ ته سي.

مشکل له کومه را پیلېږي؟

مشکل له داسي مهاله را پیلېږي چي له طرفینو څخه هر يو – مثلاً هم ناوې او هم ئې د مېړه کورنۍ په دې باور وي چي د هر يوه خپل فرهنګ سم او د مقابل طرف هغه ئې ناسم دئ او باید د دوئ مطابق مخ ته ولاړ سي او مقابل طرف هم له هغه څخه مطابعت وکړي. په حقیقت کي دوئ داسي پرېکړه کوي چي پر خپل باور او نظر پاته سي، مقابل طرف عقب نیشنۍ ته مجبوروي او خپله خبري د کاڼي کرښه بولي. حقیقت دا دئ چي پر مقابل طرف باندي خپل فرهنګ تحمیلوي.

په هغو کورنیو کي چي په سم ډول له خپل فرهنګه خبر نه وي، ارزښتونه او ضد ارزښتونه ئې کاملاً مشخص نه دي او خپلو ارزښتونو ته دېر پابند او ژمن هم نه دي، بس چي دا نوی غړی ئې کور ته د زوم یا ناوي په حیث راغلی نه وي او د فرهنګي لحاظه د دوئ سره توپير ولري، هرڅه ژر خپل نظریات او ارزښتونه شاته کوي او تر حد زیات تر تاثیر لاندي راځي او د هغه له یو شمېر ارزښتونو او باورونو مطابعت کوي.

کورنۍ مخینه ئې څنګه ده؟

د هغه کس کورنۍ تربیه او پرورښت چي د ناوي یا زوم په حیث باندې انتخابوو هم خورا زیات اهمیت لري او هیڅکله باید صرفنظر نه کړل سي. ارواپوهان په دې باور دي چي د فرد کورني باورونه او نظريات په کوم کي چي دا شخص راغټېږي شکل نیسي. والدین او هغه افراد چي د ژوند په لومړیو څو کلو کي د ماشوم د تربیت او څارني وظیفه په غاړه لري د ماشوم په وجود کي د باید او نباید او اخلاقي وجدان په رشد کي خورا مهم نقش لري. که هغوی اصولي او اخلاقي ارزښتونو ته پابند کسان ول طبعاً چي اولادونه ئې چي تربیه کړي دي هم همدا ډول وي او هم برعکس.

آیا ټوله ګناه د هغه/ې ده؟

په حقیقت کي هغه کورنۍ چي نه ده توانېدلې په صحیح ډول خپل باورونه خپلو اولادو ته ولېږدوي او هغه اصول او ارزښتونه چي دوئ ورته ژمن او پابند دي د هغوی په وجود کي وروزي په داسي مواردو کي تر ډېره انحراف ته برابر دي او د يوه نوي کس را داخلېدل کولای سي چي زیات تغیرات رامنځ ته کړي.

البته دا موضوع د افرادو د تاثیر منلو په کچي پوري هم اړه لري. نوی غړی او د نوموړي فکري او ذهني جوړښت د کورنۍ پر ټولو غړیو باندي یوشان تاثیر نه کوي. د کورنۍ هر غړی چي تر ډېره پر کورنۍ باندي د حاکمو باورونو او اعتقاداتو منلو ته ژمن وي او اصول او ارزښتونه ئې په وجود کي ځای سوي وي کم تر تاثیر او اغېز لاندي راځي. هغه نو بیا نور علی نور دئ چي له کافی مهارت او درایت څخه برخمن وي، او کولای سي چي د کورنۍ له ارزښتونو او فرهنګه دفاع وکړي او نوی غړی هم ورته پابند کړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي