Advertisements
ټولنیز ژوند

ژوند درک کړئ او د کولو هنر یې زده کړئ!

لیکنه: مهر تاج

د مهر تاج لیکنه

مرګ حقیقت دی او ژوند راترغاړې دی؛ تر څو چې ساه اخلو پالو به یې.

هغه څه (غمونه، نا امنۍ او مرګونه) چې زمونږ له توانه پورته دي، په یادولو او غندلو یې زمونږ نېمه پیړۍ ستړې شوه، نه مو یې مخه ونیولای شوه او نه مو ژوند ښکلی شو.

د کايناتو د ستر حاکم له لوري مونږ ته دوه سترې د خوښۍ و لمانځلو ورځې راکړل شوي دي: کوچنۍ اختر او لوی اختر.

پاتې چې څومره وړې و لویې (رسمي، ملي، نړیوالې) ورځې او پلمي مونږ د ژوند د ښکلي کولو او ځان خوشالولو لپاره نمانځو یا تلاش پسې کوو ترڅو خوښ واوسو، نو هغه مو ايله د “روا او ناروا” لمانځو، نه لمانځو په ناندریو، بحثونو پیکه او بې خونده تېري شي.

ـ منم چې اکثریت حسّاس (زه هم) او د ژوندي زړه خاوندان رښتیني انسانان دي. هر طرف ته د هر چانه لاره ورکه ده، خو ژوند داسې نه دی لکه څرنګه چې بیانېږي. ډېر څه مصنوعي دي او د دې مصنوعیت لپاره هم مونږه قرباني شوي یو.

مونږ د حقیقتونو نه په فاصله کې پاتې شوي یو، مونږ د ژوند د ډرامې هغه کردارونه یو چې زمونږ هر لیکونکی پر مونږ جبر کوي، خو مونږ نه شو ورته ویلای چې “مونږ” مۀ لیکئ! یا کوم کردار مۀ راکوئ!

ـ له فیسبوکه به هم هديره/جومات نه جوړوو؛ ژوند هم هغسې نه دی لکه څرنګه یې چې ځینې لیکوال و شاعران بیانوي؛ په اصل کې ليک ته هغه جزبه پکار ده چې هغه زمونږ د ټولو مایوسه خلکو لپاره د ژوند کولو هيله/ سبب شي.

مایوسي هم د همداسې کروندې نه پیدا کېږي؛ باید کوم عالي خیالونه، ښکلاوې، هيلې او امیدنه شیئر (خپاره) شي.

تاسي (لیکوال /شاعر) پدې پوه یاست چې د انسان ظاهر چیرې هم بدرنګ شوی نه دی، هر هغه خبره چې د ده په باطن ښکلي کولو کې پکار ده ولیکئ! مونږ د هر حقیقت نه په فاصله کې ژوند کړی دی، دا زمونږ داسې شريکه اعلامیه ده چې مونږ یې تشخیص نشو کولای.

ـ ترڅو چې ژوند لرو وطن لرو یو قام یو، د دې مرحلو نه به یوځای سره تېریږو. یو بل باید قیمتي وګڼو، ځان ته په ارزښت قایل شو او نورو ته ارزښت ورکړو. خوشالیو ته وړې وړې پلمې وپلټو او مایوسانه افکار خپاره نه کړو.

چې درد وي له خولې به د آه ځګېروی خامخا پورته کېږي او په چاودو شونډو خندېدو سره د شونډو له چاکو خامخا وینې څڅېږي. دا آسانه نده، خو ناممکن هم نه.
لکه څرنګه چې وحشت او غمونه انسان غمجنوي، په اورېدلو او لیدلو یې هم انسان روحاً و فکراً شکنجه کېږي او په تدریجي مرګ مري، نو بهتره ده چې سترګې پرې پټې شي.

ـ اخره کې:

د اختر شپې او ورځې دي، هر څه هېر کړئ!
د ژوند کولو لپاره باید په بدرنګیو سترګې پټې کړئ، ښکلاوې وپنځوئ، خپل ځانونه پخپله خوشاله کړئ. خپلو حسّاسیتونو ته پخپله پاملرنه او له راپاروونکو مسایلو څخه ډډه وکړئ. له کومو ځایونو، اشخاصو، ماضي او موضوعاتو چې کرکه لرئ، غمجن کوي مو؛ فکر او بحث پرې مه کوئ. چا چې ځورولي یاست غم یې درکړی دی، په لاره او مخه مه ورځئ، له ژونده یې وباسئ، یادول یې فایده نه لري او په ژوند بربادولو ارزي نه!

دوستانو سره بنډارونه ونیسئ، کورنۍ سره تفرېح ته وخت پیدا کړئ، خپلو خپلوانو سره راشه درشه وکړئ. د بل په عیب څرګندولو، شرمولو او بد ښکاره کولو تاسې ښه نه ښکارئ او نه مو ورباندې د شخصیت تله درندېږي. د بل سپکولو هڅه مه کوئ. خیانت نه ځان وساتئ، مهربانه او مثبت ګرا واوسئ.

لږې خبرې او ډېر اورېدل کوئ. مطالعه مه پرېږدئ!
ډوډۍ په خپل وخت خورئ. خندېدل او خندول زده کړئ .
هره ورځ ولامبئ، پاکې جامې واچوئ، خپل د خوښې عطر ووهئ، ویښته ږمنځ او غاښونه برش کړئ.
د موبایل ښېښه مو پاکه او رڼه ساتئ!

یوازې اختر نه بلکې ژوند په خوشالۍ وکړئ دا مو حق دی!

له غمو ليرې او خوشاله اختر/ ژوند ولرئ!

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج