ژباړه: عطا محمد میاخېل
که چېرې غواړئ، په خپل ژوند کې بدلون را منځته کړئ؛ غوره او خوشاله ژوند ولرئ، لومړی باید په رښتینې توګه ځان وپېژنئ.
ښایي تاسو هم د هغو افرادو له ډلې یاست، چې له ځانه خوشاله او راضي نه دي او د خپل ژوند او د فکر بڼې د بدلون په لټه کې دي. د دې لپاره، چې په ژوند کې مو بدلون رامنځته شي، لومړی باید په خپل ځان کې بدلون رامنځته کړئ او د دې لپاره چې په خپل ځان کې مو بدلون رامنځته شي، نو باید په رښتینې توګه ځان وپېژنئ.
ځان پېژندنه هغه لوړه او ارزښتمنه پوهه ده، چې کولای شئ، ترلاسه یې کړئ، ځکه ستاسو وړتیاوې، ستاسو د دنننیو غوښتنو او لېوالتیاوو د پوره کولو لپاره روزل کېږي، نو که چېرې غواړئ په خپل ژوند کې یو بنسټیز بدلون رامنځته کړئ، نو اړینه ده، چې خپل ځان په واقعي توګه پیدا کړئ.
په دې برخه کې مو تاسو ځینې پوښتنې راوړې دي، چې هغو ته په ځواب ورکولو سره، کولای شئ، په غوره توګه ځان وپېژنئ او خپلې ځانګړې وړتیاوې، ارزښتونه او لېوالتیاوې پیدا او خپل ژوند ته بدلون ورکړئ.
په ۶ پوښتنو او ځوابونو سره، ځان وپېژنئ او خپل ژوند ته بدلون ورکړئ:
په رښتینې توګه د ځان موندل، له تاسو سره مرسته کوي، چې په خپل ژوند کې بدلون رامنځته کړئ، ځکه کله چې په ښه توګه ځان وپېژنئ، نو په ځان باندې باور مو هم زیاتېږي، په غوره توګه په خپلې موخې باندې پوهېږئ او په دې باندې هم پوهېږئ، چې باید کوم کارونه ترسره کړئ، دې پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره، په ښه توګه ځان وپېژنئ او خپل ژوند ته بدلون ورکړئ.
۱ ـــ که چېرې یو میلیون ډالر مې لرلای، نو څه به مې کړي وو؟
ټول هغه کارونه، چې ورسره مینه لرئ، په دې پیسو باندې یې ترسره کړئ، لېست یې کړئ، ترڅو وپوهېږئ، که چېرې په ژوند کې مو محدودیت او خنډونه نه لرل، نو څه مو کول؟ دې پوښتنې ته ځواب ورکول، د دې سبب ګرځي، چې هغه کار پیدا کړو، له کوم سره، چې د زړه له کومې مینه لرو.
۲ ـــ که چېرې پوهېدی، چې څوک راباندې قضاوت نه کوي، نو څه به مې کړي وو؟
د خپلو لوړو ارزښتونو د موندنې لپاره، اړینه ده، چې هغه کارونه لېست کړئ، کوم، که چېرې نه وېرېدئ، نو ترسره کړي به مو و، حتا د خپلو وېرونکو خوبونو لېست ترتیب کړئ.
۳ ـــ په ژوند کې واقعاً له کومو څیزونو سره مینه لرم؟
د هغو مواردو لېست چمتو کړئ، کوم چې په خپله نړۍ کې ورسره مینه لرئ. په دې لېست کې کولای شئ، د هغو کسانو نومونه ولیکئ، چې ورسره مینه لرئ، یا د هغو هیجاني فعالیتونو نومونه لکه: موسیقي، ورزش، پخلی، تدریس، زده کړه، د فلم ننداره او داسې نور…
۴ ـــ په ژوند کې مې کومې لاسته راوړنې لرلې؟
په خپل ژوند کې د ټولو بریاوو او د هغو شېبو لېست چمتو کړئ، چې پرې ویاړ مو کړی دی او وروسته یې وارزوئ او له ځانه وپوښتئ، چې د دې بریاوو لامل څه و؟
فعالیت، بوختیا، یا بل کوم څیز، چې ترسره کول یې ستاسو لپاره آسانه وي، هم لېست کړئ او وګورئ، چې د دې کارونو په ترسره کولو کې ستاسو وړتیا څنګه ده.
۵ ـــ په نړۍ کې تر ټولو زیات څوک ستایم؟
موږ ټول په خپل ژوند کې له ځینو کسانو څخه الهام اخلو او یا دا انسانان ستایو. تر ډېره موږ ځینې کسان له دې امله ستاسو، چې زموږ په څېر دي. د هغو کسانو لېست چمتو کړئ، له کومو څخه چې الهام اخلئ او دغه راز په انسانانو کې د هغو ځانګړتیاوو لېست هم ترتیبت کړئ، کوم چې ډېر یې ستایئ او وې ارزوئ، چې په هغو کې کوم څیزونه شتون لري، چې د دې سبب ګرځي، چې و یې ستایئ، دا ځانګړتیا پیدا او خپل چلند ور نږدې کړئ.
۶ ـــ که چېرې په ژوند کې مې هېڅ محدودیت نه لرلی، نو څه به مې کړي وای؟
خپل د خوښې وړ ژوند توضیح کړئ او که چېرې هېڅ محدودیت مو نه لرلی، نو څه به مو کړي و، څه ډول فرد کېدئ، څومره پیسې مو ګټلې او چېرته مو ژوند کاوه. دې پوښتنې ته ځواب ورکول، تاسو ته دا شونتیا درکوي، چې پوه شئ، خوښېږي مو څه ډول انسان واوسئ او دې معیارونو ته د ځان په نږدې کولو سره، خپل د خوښې وړ ژوند په لور ګام پورته کړئ.
یادونه:
که چېرې دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ او خپلې وړتیاوې، ارزښتونه، لېوالتیاوې او انګېزې وپېژنئ، نو ژوند مو بدلون کوي او خوشاله کېږئ. د ځان پېژندنه د دې سبب ګرځي، چې پوه شئ، له خپل ژوند څخه څه غواړئ او ژوند ستاسو لپاره څه مانا او مفهوم لري.