په ژوند کې خوښي او خنډونه؛ لاملونه یې څه دي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکوال: محمد سمیع صمیم
په ژوند کې خوښي او خنډونه؛ خو لاملونه یې څه دي؟
ځینې وخت موږ واقعیتونو ته فکر نه کوو او پرېکړه کوو، په ورځنیو چارو کې موږ له رنګ رنګ ستونزو،
نیکمرغیو او بدبختیو سره مخ کېږو؛ دا باید تصادفي ونه ګڼو؛ ځکه چې هر څه زموږ په خپل لاس دي. یو متل دی وایي:” خپل عمل د لارې مل دی” په ژوند کې د پورتنیو موضوعاتو لپاره ځینې نور مسایل شته چې زموږ په ژوند یې مستقیمه اغېزه کړې چې په لاندې ډول دي:
اړیکې:
په ژوند کې اړیکې ناسته پاسته زموږ په ورځنیو چارو او ژوند ژور اغېز کوي. ځینې اړیکې طبیعي وي چې موږ په هغه کې خپلواک نه یوو، لکه: ورور، پلار، مور، خور ، ترور او له طبیعت سره اړیکه… که موږ وغواړو او یا ونه غواړو ورسره اړیکې لرو.
بل ډول اړیکې زموږ په لاس کې دي چې څه ډول ټاکنه کوو، هغه زموږ ملګري او چاپیریال دی؛ تل باید هڅه وشي چې مثبت فکر ملګري خپل کړو او مناسب چاپیریال وټاکو چې دا په ژوند کې د ژورو بدلونونو سبب کیږي.
اختیار( واک)
ځوانان؛ تر دې چې ځینې وخت ماشومان هم پرېښودل شي چې خپله ټاکنه وکړي. مور، پلار او د کورنۍ نور غړي مسوولیت لري چې له هغوی سره د یو ملګري په شان مرسته وکړي. ځینې شیان دي چې د دوی په تصمیم پورې اړه لري او موږ باید په هغې کې مداخله ونه کړو: د ښوونځي ټاکنه، د پوهنځي ټاکنه، د ژوند د ملګري/ملګرې ټاکنه او ځینې نور
هوډ( اراده)
هوډ هم یو له هغو مسایلو څخه دی چې په ورځنیو چارو او بیا زموږ په ژوند اغیز کوي. درې ډوله خلک لرو: کم هوډه، دوه زړي او کلک هوډ. کم هوډه خلک تل د یوې کړنې په اړه منفي نظر ورکوي که یوه چاره ۹۹ سلنه مثبت اړخ ولري، خو دی به بیا هم منفي لور ټاکي. دویمه ډله خلک دوه زړي دي د یو څه په اړه تصمیم ونیسي خو بېرته خپل نظر ته بدلون ورکړي دا ډول خلک په وجود د نننه وېره لري او تل اندېښنې کوي. بله ډله خلک کلک هوډ لري، دغه ډول کسان په خپل نفس باور لري تل هڅه کوي، نوښتګر وي، ویرې ته په زړه کې ځای نه ورکوي. دا ډول خلک د ګوتو په شمار دي.
اخلاق( چلند)
اخلاق او یا زموږ چلند هم په ورځنیو چارو اغیز ښندي، که له یو چا سره مو چلند نیک وي، معلومه خبره ده چې د باور فضا رامنځ ته کیږي او یو د بل په مرسته ستونزې لمنځه وړل کیږي. که له یو چا سره بده رویه وکړو؛ نو هغه مقابل لوری به زموږ د لارې خنډ ګرځي.
زده کړې
هغه چې وایي علم رڼا ده. زده کړه کول موږ ته لار ښيي چې کوم کار ښه دی کوم بد، د ژوند په اصلي معنی مو پوهوي چې انسان یو ټولنیز مخلوق دی، څه باید وکړي!
پوهه زموږ په وجود که د یو بل منلو ظرفیت پیدا کوي، له دې سره مو اشنا کوي چې څنګه له ستونزو سره مبارزه وکړو.
باور(اعتماد)
په ځان باور، د باوري ملګرو موندل، هغه څه دي چې د زموږ خوښي دوه چنده کوي. په ځان باور درلودل د بریالیو کسانو د بریالیتوب کیلۍ ده. له باور سره چې کلک هوډ ملګری شي حتماً به خپلو هیلو ته رسېږو او ټاکل شوی هدف به فتحه کوو.
درناوی 
متقابل درناوی هم په ژوند کې اړین دی او باید یو او بل مننونکي هم واوسو. فرض کړه موږ په یوه اداره کې کار کوو که چېرته ته متقابل درناوی موجود وي، ستونزې به کمي او خوښي به مو څو واره وي او که د تقابل درناوی نه وي د ادرې د کارکوونکو تر منځ د خولې مزه بدیږي، چې دا ددې لامل کیږي چې یو بل ته خنډونه او ستونزې جوړې کړي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.