Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

عاطفي اعتیاد؛ څه شی دی او پرې د اخته کېدو لاملونه کوم دي؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

مېړه او ماینه یو د بل بشپړوونکي دي. دوئ دواړو د نبی کریم صلی الله علیه والسلم سنت پرځای کوي او یو له بل سره واده کوي چي یوازي دا نه چي ځانونه نېکمرغه او په دغه نبوي سنت مزین کوي، بلکي ټولني او جامعې ته نېک او صالح اولادونه هم وړاندي کوي او دغه دوه رسالتونه تر هغو نه سي بشپړېدای، ترڅو چي یو او بل ئې درک کړي نه وي. دغه اړیکه تر هغو ګرمېدای نه سي، څو له تفکره ئې ګټه نه وي اخیستې. زړونه یو او بل ته نژدې کېدای نه سي، خو د ایثار او قربانۍ تر سېوري لاندي. ژوند تفاهم او توافق ته نه سي رسېدای، خو دا چي ځان او د خپل ژوند ملګری/ې وپېژني.

آلفرد آدلر وايي:” انسان یو ټولنیز او تعامل کوونکی موجود دئ او اجتماعیت او اشتراکیت ته اړتیا لري. د خبرو کولو او غوږ نیولو له لارې روحي او رواني اړتیاوي پوره کېږي، دا ځکه چي ټولنیز نړۍ ته راځي او په ټولنه کي ژوند هغه/ې ته خوندیتوب او امنیت ورکوي. “ اریک فروم وايي:” انسان له هغه شېبې څخه چي نړۍ ته راځي بیا تر هغې پوري چي له نړۍ څخه رخصتېږي، هر کار چي کوي ددې له پاره چي د خپل یوازیتوب احساس لېري کړي. مینه کوي څو مینه ورسره وکړه سي. بخښه کوي څو مِهر او محبت ئې عاید جوړ سي. مېلمستیا کوي څو مدح او ستاینه وکړي. په ټولنه کي ژوند کوي، ولي چي له یوازیتوبه وېره لري. د همدلۍ په لټه کي وي، ځکه چي د ډاډ وړ ملاتړ کوونکي ته اړتیا لري. د یوه همدم او همنشین پیداکولو په فکر کوي، ځکه چي یوځای کېدو او جوړه کېدو ته اړتیا لري. پر خپلو باورونو، ارزښتونو او تمایلاتو مئینېږي، پرته له دې چي وپوهېږي په ناپوهېدلي ډول کوم لور ته رهي سوی دئ.

د یوځای کېدو یا جوړه کېدو اړتیا یوازي تر بشر پوري محدوده نه ده. الوتونکي، حشرات او نور هم جوړه کېدو ته اړتیا لري؛ دوئ هم سره جوړه کېږي. مئینېږي او په عاشقانه اوازونو سره سر کېږي او تولید کوي څو د طبیعت بقا تداوم وکړي، خو انسان چي اشرف المخلوقات دئ، خپل خاص او ځانګړي شرایط لري.

آیا کېدای سي چي په دوستۍ کي د ګټي غوښتني فکټور او د مالکیت احساس هېر کړو او که دغسي وکړو آیا موږ حق لرو چي ووایو بې ساري عشق؛ یعني ډېره زیاته مینه درلودل؟ او که د عقلي او احساسي ودي دغي درجې ورسېدو، حق لرو چي ووایو دغه لاندي دوه افتخارات مو ترلاسه کړي دي:

الف: عزت نفس مو زیات سوی دئ او په پایله کي مو ځان ته درنښت لا ډېر سوی دئ.

ب: وحد وجود ته رسېږو، یعني د شخصي هویت سره په مینه لرلو ځان نه ورک کوو.

د ژوند په ملګري پوري زیاته وابستګي

عاطفي اعتياد کټ مټ لکه په الکهولي مشروباتو یا مخدره توکیو اخته کېدل. دغسي یو عاشق خپل مقابل طرف ته د ودي او غوړېدا اجازه ورکوي، یعني د یوه سرسخت ملاتړي په حیث هڅه کوي چي معشوق ئې دروني توانمندۍ ته ورسېږي، دا ځکه چي څوک له درونه توانمند سي، هغه کولای سي چي نورو ته توانمندي ور وبخښي.

نو کوم عاشق چي علاقنمدي لري چي معشوق ئې د ده/دې په روش او ډول پرېکړه وکړي، لکه شک پرته په خپل نفس کي راګیر دئ او د مالکیت احساس ئې ټول وجود نیولی دئ. هغه عاشق چي همېشه کوښښ کوي چي خپل معشوق تغیر کړي، ځان ته له درنښته محروم او لا هم نه پوهېږي چي واقعي عاشق، خپل معشوق چي څنګه دئ/ه همغسي مني. براندن وايي:” عشق او عاطفه کله هم نه سي کولای چي د انساني هویت ځای ونیسي. “ یعني ددې پر څنګ چي له یو چا سره مینه لرئ، خپل شخصي هویت نه بایلئ. خو نور فلسفه پوهان بیا باور لري چي که تاسي زړه بایللي او له قید و شرط پرته عاشقان یاست د ځان پر وړاندي درنښت او احترام بایلئ. یعني د مقابل طرف سره د عشق او میني پر ځای، له هغه/ې سره عاطفي معتاد کېږئ، دا ځکه چي نور تاسي ته خپل هویت در پاته نه دئ چي تر سېوري لاندې خپل استقلالیت وساتئ. په دغسي حالت کي که ستاسي اړیکي ته کوم خلل او زیان ورسېږي، روحي او رواني شکنجه کېږئ او له ځانه تر ورکېدو پوري مخ ته ځئ. ځان وژني، ځان سوځوني، زهر خوړني او له معشوقه کرکجن کېدني، ټول یوازي د خپل شخصي هویت بایللو څخه رامنځ ته کېږي. هغه عاشق چي خپل ځان ته په پوره درنښت او احترام قایل وي، له لېري والي او بېلتونه فاجعه نه جوړوي او د لېونیانو په شان کارونه نه کوي. نو که غواړئ چي داسي عاشق وبلل سئ چي اصلي او سالم عشق پېژني، باید ځان ته د احترام پر څنګ، د خپل معشوق عقیدې، سلیقې او علاقې ته درنښت وکئ دا که ډېره مرسته و نه کي، دوندي حتمي کوي چي طرفینو ته دروني وده او معنوي شتمني ورکړي.

د څېړونکو په اند عاطفي اعتیاد لکه په الکهولي مشروباتو یا مخدره توکیو اخته کېدل دي چي شخص فقط په محضی اړتیا محسوسولو سره هغه ته لاس اچوي. نو په عاشق کي معنوي مسکنت او فقر سبب کېږي چي له حده زیات په خپل معشوق پوري تړلی/ې وي او که په یوه نه یوه سبب ئې اړیکه پرې یا کمزورې سي عاطفي معتاد په لا زیاتو شدیدو ننګونو کي راګیرېږي او کټ مټ هغه معتاد ته ورته چي له نشيي توکیو ئې منعه کړی دئ، خم و پېچ کېږي. واقعي عاشق نه بل څوک د ځان استعمار ګرځوي او نه خپله د چا مستعمره جوړېږي. څوک چي منطقي وي، نه د چا مطلق مال جوړېږي او نه پر نورو باندي د مالکیت احساس لري. ډېری کسان چي علاقمند دي څو د نورو نفرت زېږوونکې مستعمره سي باید بیاځلي په خپل دغه تفکر کي تجدید نظر وکړي او هڅه وکړي چي بیاځلي خپل انساني هویت بیامومي. ددې له پاره چي له دغه پېچلي او مغلق بحثه مو لنډه او مختصره پایله راخیستې وي، د اصلي عشق مشخصات او ځانګړني حسابوو:

واقعي عاشقان ځان ته د احترام پر څنګ، د معشوق ارزښت او اعتبار ته اهمیت ورکوي. یو د بل د ودي او پرمختګ په فکر کي وي. له عشق سره د دوست لرلو پر فرق پوهېږي. په عین وخت کي چي یو د بل زړه دي، کولای سي چي د نورو سره دوستي ولري او یو د بل د خوندیتوب له پاره هڅي وکړي او بالاخره یو د بل په قدر پوهېږي. په دې ډول د عشق هغه نهال چي په پیل کي ځوان و، کرار کرار د عاشق او معشوق ټول وجود نیسي او په له قوي ریښو سره په یوه پیاوړي درختي بدلېږي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي