مارچ 4, 2021

۱۰ ورانونکي عادتونه، چې له ژوند څخه مو خوښي او نېکمرغي اخلي

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

هر څوک په ژوند کې د خوښۍ او نېکمرغۍ په لټه کې دي. هره ورځ نوي تصمیمونه نیسو، چې د خپل ځان په اړه، زموږ پر فکر او احساس اغېزه ښندي، تر ډېره په دې باور یو، چې ښه تصمیمونه نیسو؛ هغه تصمیمونه، چې موږ لا ډېرې بریا ته رسوي. په دې لیکنه کې په لسو بدو عادتونو باندې رڼا اچول کېږي، چې د نېکمرغۍ په وړاندې خنډ ګرځي. که وکولای شئ، د دې بدو عادتونو مخه ونیسئ، نو ژوند ته به مو خوښي او نېکمرغي را بللې وي.
 څنګه پر خپل مخ د نېکمرغۍ لارې تړو؟
موږ ټول په غریزي توګه د یوه هوسا او بې اندېښنې ژوند د جوړولو په لټه کې یو؛ خو کله وخت همدا تصمیمونه د تمې پرخلاف، زموږ اندېښنې او تشویشونه زیاتوي، په حقیقت کې د بدو عادتونو په لټه کې یو، چې له موږ څخه خوښي او خوشالي اخلي او زموږ د اندېښنې او خپګان سبب ګرځي. ښایي د دې عادتونو په پېژندلو سره، تر ډېره وکولای شو، چې مدیریت یې کړو.
۱ ـــ تل له نورو سره د خپل ځان پرتله کول
له نورو سره د خپل ځان د پرتله کولو له وسوسې څخه ډډه نه شي کېدای، خو باید په دې باندې پوه شئ، له نورو سره تل د خپل ځان پرتله کول، له ژوند څخه د نه خوښۍ او رضایت سبب ګرځي.
د نورو د ژوند ظاهر ته پام کول او داسې انګېرل، چې تر ټولو غوره دنده او ښې اړیکې لري، یا ډېره ګټه او ښکلې څېره لري، ډېر آسانه کار دی، خو دا پرتله د دې سبب ګرځي، چې د خوښۍ او نېکمرغۍ خوند ونه څکئ. هر څوک په خپل مقام کې ځانګړی دی او خپلې ځانګړې موخې، استعدادونه، هیجانونه او وېرې لري.
که غواړئ، جې خپل ځان له نورو سره پرتله کړئ، نو هڅه وکړئ، چې قضاوت مو سنجول شوی او عادلانه وي. خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې هېڅوک بشپړ نه دی او ټول غواړي، چې خپله وروستۍ هڅه وکړي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.
۲ ـــ د خپلو شته څیزونو په ارزښت باندې نه پوهېږئ
دا چې منندوی ونه اوسئ او د خپلو شته څیزونو په ارزښت باندې پوه نه شئ، د دې سبب ګرځي، چې له ځان څخه نېکمرغي سلب کوئ. ښایي په ژوند کې ډېرې زیاتې ستونزې ولرئ، خو بیا هم ډېر زیات څیزونه لرئ، چې باید منندوی یې واوسئ. هره ورځ چې له خوبه را ویښېږئ او ساه باسئ، په ژوند کې کې د کار کولو، موخو ته د رسېدلو، نورو ته د خدمت کولو او کوچنیو خوښیو ته د رسېدو لپاره به یو بل فرصت ولرئ.
که د خپلو شته څیزونو د لرلو له امله منندوی ونه اوسئ، نو هېڅکله به درته ارزښت پیدا نه کړي، منندویي مو ژوند ته بدلون ورکوي، شکر کول ستاسو فکر د ډېرو شته څیزونو په لور بیایي. که باور ونه کړئ، چې په ژوند کې له کومو نعمتونو څخه برخمن یاست او منندویې ونه اوسئ، نو هېڅکله به په ژوند کې د خوښۍ او رضایت احساس ونه کړئ.
منندوی اوسېدل، ذهن ته آرامتیا ورکوي، اروایي فشار (سټرس) مو را کموي او له تاسو څخه یو مهربان او نرم انسان جوړوي.
۳ ـــ په وېره او کرکه کې ډوبېدل
د انسان مغز په طبیعي توګه واقعي خطرونو او تهدیدونو ته متوجه کېږي او د فرد له خوندیتوب سره مرسته کوي، خو افراطي وېره او اندېښنه، د دې سبب ګرځي، چې له نېکمرغۍ څخه بې برخې پاتې شو او ژوند مو بې نظمه شي. له ماتې څخه وېره د خوبونو د څارلو په لاره کې خنډ ګرځي او ښایي زموږ په تصمیمونو باندې هم منفي اغېزه وکړي.
کرکه د وېرې په اندازه ورانونکې ده، که اجازه ورکړئ، چې غوسه تاسو کنټرول کړي، نو د بد بینۍ او کینې په ګرداب کې ډوبېږئ او په ذهن کې مو د ناکامو تجربو خاطره را ژوندۍ کېږي. که وغواړئ، په غوسې او کرکې باندې په تکیه کولو سره تصمیم ونیسئ، نو د ژوند په مهمو مسایلو باندې خپل تمرکز له لاسه ورکوئ. کرکه د دې سبب ګرځي، چې د ژوند له خوښیو څخه بې برخې پاتې شئ.
نو په وېره او کرکه کې مه ډوبېږئ، د خپلو افکارو په لیکلو پسې لاړ شئ، ترڅو دې منفي احساساتو سره مقابله وکړئ. په یو نه یو ډول له نورو سره خپل چلند ته ارزښت ورکړئ او اجازه مه ورکوئ، چې د ژوند په لوري مو کینه او دښمني ګام پورته کړي.
۴ ـــ په تېر یا راتلونکې باندې له بریده زیات تمرکز
په تېرو یا راتلونکو پېښو باندې له بریده زیات تمرکز، له تاسو څخه خوښي او نېکمرغي سلب کوي. که چېرې ټول پام مو په تېر او راتلونکې باندې وي، نو په ډېر احتمال سره، له هغو تجربو او فرصتونو څخه، چې په مخکې مو دي، لرې پاتې کېږئ. باید په شېبه کې ژوند وکړئ او ټول پام خپلو شاوخوا خلکو او موجودو شرایطو ته ور وګرځوئ.
که تمرکز مو په تېر او راتلونکې باندې وي، پرته له دې چې متوجه شئ، ډېرې ورځې او کلونه به درباندې تېر شي، په داسې حال کې، چې په شېبه کې له ژوند کولو څخه بې برخې وئ، کله چې تل په تېر باندې مرور کوئ، نو دا په دې مانا ده، چې په ژوند کې مو نا حل شوې ستونزې شتون لري، چې نه شئ کولای، له خپل ذهن څخه یې بهر کړئ.
په تېر باندې تمرکز کول، په معمول ډول د راتلونکو پېښو په اړه ستاسو د وېرې او اندېښنې او دغه راز له هغو سره په مخامخ کېدو کې په خپلې وړتیا باندې د شک د شتون نښه ده. بې شمېره څېړنې دا څرګندوي، هغه کسان، چې په اوس کې ژوند کوي او د راتلونکو ورځو په اړه فکر کوي، خوشاله انسانان دي او له نورو سره ښه اړیکه ټینګوي، البته کولای شئ د حواسو د تمرکز د تمرینونو په ترسره کولو سره، د اوس په اړه مو د خپل پام او توجه کچه لوړه کړئ.
۵ ـــ په نه کنټرولېدونکو مسایلو باندې تمرکز
که د هغو کارونو لپاره، چې له کنټرول څخه مو بهر دي، ډېر زیات وخت او انرژي مصرف کړئ، نه یوازې هېڅ پایله نه ترلاسه کوئ، بلکې ناهیلي کېږئ هم، نو په پای کې باید دا ومنئ، چې برخلیک ستاسو لپاره بل تګلوری رامنځته کړی دی، په همدې وخت کې له ځان سره وایئ: «ولې وضعیت داسې پرمخ لاړه؟»، په معمول ډول دا پایله نا عادلانه تر سترګو کېږي، په هېڅ وجه د دا ډول پایلې تصور مو نه کاوه.
هغه څه، چې باید په پام کې یې ونیسئ او پرې باور ولرئ، دا دی، ټاکلې شوې نه ده، چې تل د ژوند واګي ستاسو په لاس کې وي، تاسو کولای شئ، خپله انرژي او وخت د خپلې راتلونکې نړۍ په اړه د پروګرام جوړولو لپاره د غوره تګلارې په موندلو باندې مصرف کړئ، خو تل به اوضاع ستاسو په خوښه نه وي. ډېری وخت لېواله یو، چې خپل مسایل کنټرول کړو او د دې لپاره ډېر زیاته وېره او اندېښنه لرو، ځکه باور لرو، که د چارو کنټرول زموږ په خپل لاس کې نه وي، ښایي تر ټولو بدې پېښې رامنځته شي، خو د هرڅه د کنټرولو لپاره بې فکره هڅه، له ټولې نړۍ سره د جنګېدلو په څېر دی. د فکر په دې بڼې سره یوازې خوښي او آرامتیا له ځانه سلب کوئ.
نو د ټولو څیزونو د کنټرول لپاره، د بې پایلې هڅې پرځای، اجازه ورکړئ، چې ژوند په طبیعي توګه پرمخ لاړ شي. له بریده زیات د ژوند په نه کنټرولېدونکو مسایل باندې تمرکز مه کوئ او هڅه وکړئ، چې د خپل نوي لید د آزادۍ له احساس څخه خوند واخلئ.
۶ ـــ د نورو په رټلو باندې اخته کېدل
که غواړئ د هر څه په خاطر خپل ځان ورټئ، خوښۍ او نېکمرغۍ څخه لرې پاتې کېږئ، د خپلو ستونزو یا تېروتنو لپاره تل د نورو رټل هم یو ورانونکی عادت دی، چې په ځینو کې کسانو کې شتون لري، هغوی په دې کار سره هم ځان او هم خپلو شاوخوا خلکو ته زیان رسوي.
کله چې نور رټئ، نو د خپلو کړنو او احساساتو له مسؤولیت څخه اوږې تشوئ. معمولاً د خپلو تېروتنو مسؤولیت د نورو په غاړه ور اچوو، ځکه نه غواړو، چې خپل ځان ګرم وګڼو، بلکې د نورو په ګرم ګڼلو سره، خپلې ماتې او تېروتنې توجیې کوو، ترڅو ښه احساس پیدا کړو.
تر ډېره داسې فکر کوو، چې د نورو په ګرم ګڼلو سره، د پښېمانۍ او ناهیلۍ له احساس څخه خلاصون پیدا کوو، دا په داسې حال کې ده، چې موږ تل د خپلو کړنو او احساساتو مسؤول یو. کوم څوک نه شي کولای، چې موږ د کوم کار ترسره کولو ته اړ کړي، چې په زیان مو وي یا زموږ د کارونو مسؤولیت په خپله غاړه واخلي.
۷ ـــ په پیسو او مادیاتو باندې ډېر زیات تمرکز
باید ومنئ، چې نوی ماډل موټر، ښه کور، سلطنتي موبل او فرنیچر، ښایسته وسایل او ټول هغه څیزونه، چې تل یې د ترلاسه کولو هیله لرئ، تاسو ته به د خوښۍ او نېکمرغۍ احساس در نه کړي. که د هر یوه د لرلو لپاره یې په خپل ځان باندې مالي فشار راوړئ، نو یوازې د خپل ځان لپاره به مو اروایي فشار (سټرس) او اندېښنه اخیستې وي.
که ټول تمرکز مو په مادیاتو او ښو وسایلو باندې وي، نه شئ کولای، چې د ژوند رښتینې خوښۍ ووینئ او له هغو څخه خوند واخلئ. دا سمه ده، چې پیسې زموږ لپاره هوساینه او آرامتیا رامنځته کوي، خو کله چې ټول تمرکز مو د شتمنۍ او مادیاتو په راټولو باندې وي، نو هغه څیزونه هېروئ، کوم چې ستاسو د رښتینې هوساینې او آرامتیا سبب ګرځي.
په خپل ژوند کې متوازن واوسئ او ډاډمن اوسئ، چې په پیسو سره نه شئ کولای، چې هوساینه او آرامتیا واخلئ، دا هماغه څه دي، چې باید د زړه له کومې پرې باور ولرئ.
۸ ـــ له زهرجنو انسانانو سره وخت تېرول
له زهرجنو او منفي فکر لرونکو افرادو سره اړیکه، له تاسو څخه خوشالي او آرامتیا اخلي. که شاوخوا ته مو منفي افراد وي، نو د دې ډېر امکان شته، چې د هغوی منفي ذهنیت تاسو ته در ولېږدېږي، رښتیا دا دي، چې زهرجن کسان خپلو شاوخوا خلکو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او په هېڅ وجه د هغوی لپاره مهمه نه ده، چې نورو په کومه اندازه د دوی لپاره وخت په پام کې نیولی دی.
زهرجن کسان له تاسو څخه خوښي او آرامتیا اخلي، هغوی تل ستاسو له نظر څخه انکار کوي، کله چې کوم څه ته اړتیا ولري، نو تاسو ته راځي او ستاسو باورونو، موخو او هیلو ته هېڅ پام نه کوي. دا کسان اصلاً په دې باندې نه پوهېږي، چې له خپلو شاوخوا خلکو سره څنګه ښې او اغېزمنې اړیکې ولري.
وړاندیز کوو، چې له خپل ژوند څخه زهرجن کسان لرې کړئ، ځکه له هغوی سره اړیکه لرل ستاسو په زیان او تاوان تمامېږي او له ژوند څخه مو خوښي او نېکمرغي اخلي. باید له هغو کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ، چې چلند یې له درنښت او مهربانۍ سره مل وي.
۹ ـــ د لټۍ او ټنبلۍ له امله خپلو موخو او هیلو ته نه پام کول
موږ ټول کله وخت ځینې دندې نالیدلې نیسو او د دې دندو له ترسره کولو څخه وېره لرو، بهانې جوړوو، ترڅو د هغه کار نه ترسره کول توجیې کړو، چې د ترسره کولو لپاره مو ژمنه کړې وه. له شک پرته تل د کارونو ځنډول، له موږ څخه آرامتیا او هوساینه اخلي.
موږ په بې پروایۍ او لټۍ سره، خپل وخت او انرژي بېځایه مصرفوو، په داسې حال کې، چې کولای شو، له دې دوو ارزښتمنو سرچینو څخه د خپلو موخو او هیلو د څارلو لپاره ګټه واخلو. کله چې خپل تېر ژوند ته ګورئ، د وخت له تېرېدو څخه د پښېمانۍ او خواشینۍ احساس کوئ؟ آیا هغه ورځې چې تېرې شوې دي، ارزښتمنې وې؟ آیا په خپل ژوند کې مو ښه فرصت له لاسه ورکړی دی؟
هېڅکله مه وایئ، چې تر اوسه وخت ډېر دی، ځکه د نور نو ناوخت شوې ده، په نوم اصطلاح هم شتون لري، له بهانې جوړولو څخه لاس واخلئ او همدا نن یې پیل کړئ.
۱۰ ـــ په خپل ځان باندې بې فکره نیوکه
تر ډېره باور لرو، کله چې کومې موخې ته نه رسېږو، باید د خپلو تمو کچه لوړه کړو او په خپل ځان باندې ډېره سختي راولو، نو د عیبونو د له منځه وړلو او د مهارتونو د ښه کولو لپاره په خپل ځان باندې نیوکه اړینه ده. له خپلو کمزورو ټکو څخه خبرېدل هم مهم دي. د غرور او په خپل ځان باندې له بریده زیات باور په خاطر، دې مسئلې ته بې پامي، زموږ د پرمختګ مخه نیسي.
له بلې خوا له سختو نیوکو سره خپل ځان ته منفي خبرې کول، موږ کوم ځای ته نه رسوي او د ژوند د رښتینې خوښۍ د منلو په وړاندې خنډ ګرځي. باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړئ، چې ولې په خپل ځان باندې دومره سختي راولئ؟ آیا له خپل ځان څخه ناهیلي شوي یاست، ځکه پوهېږئ، چې کولای شئ، له ځانه غوره کړنې ښکاره کړئ؟ یا ستاسو په اړه د نورو باورونه، لېوالتیاوې او ارزونې، نور په تاسو باندې هېڅ اغېزه نه لري؟
آیا د دې لپاره په خپل ځان باندې سختي راولئ، ځکه د خپل ځان په اړه د نورو فکر ته اندېښمن یاست او نه غواړئ، چې هغوی ناهیلي کړئ.
وروستۍ خبره
له خپل رښتیني او واقعي ځان سره د اړیکې ټینګولو لپاره، باید صبر او زغم ولرئ. واقعاً له خپل ځان څخه څه تمه لرئ؟ غواړئ په څه کس باندې بدل شئ؟ له کومو څیزونو سره ډېره زیاته مینه لرئ؟ د دې لپاره، چې خپل ځان پیدا کړئ، د یوې لارې په لټه کې واوسئ او هغه څوک چې یاست ورسره مینه ولرئ.
منفي فکر کول او د خپل ځان تر ټولو بد منتقد اوسېدل پرېږدئ او په خپل ځان باندې د سمو او جوړونکو نیوکو په لټه کې واوسئ، باید په خپل ځان او نورو باندې مهربان واوسئ، دا خوښۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي