مارچ 3, 2021

د بریا په اړه ۷ ستر دروغ، چې باور پرې ونه کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ډېری کسانو دا خوښېږي، چې په ژوند کې بریالي وي، خو ښایي د خپلې پام وړ بریا له هغې کچې سره واټن ولري، موږ ټول له بریا څخه بېلابېل تعریفونه لرو، خو په ژوند کې د بریا په اړه دودیز دروغ هم شتون لري، چې باور مو پری کړی دی. په دې اړه دروغ، چې بریا څه ده او موږ ته څه څیزونه را کولی شي. په دې مقاله کې به تاسو د بریا په اړه له ۷ سترو دروغو سره آشنا کړو، چې نباید باور پرې وکړئ. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ باید په هرڅه باندې پوه شئ
نوموتی امریکایي سندر غاړی او ترانه ویونکی جون بیز (Joan Baez) ویلي: که تل د پلټنې په حال کې واوسې، نو ځواب به خپل ځان څرګڼد کړي. البته، چې پخوانیو پوهانو هم ویلي دي، چې ( پلټونکی موندونکی دی ). بریالي کسان هغه نه دي، چې له پیله په هر څه باندې پوهېږي، هغوی یوازې دا زده کړي دي، په هغه څه باندې، چې نه پوهېږي، پیدا یې کړي.
نن د انټرنېټ له برکته په ټوله نړۍ کې د ځواب د نه موندلو لپاره هېڅ بهانه شتون نه لري. له تاسو څخه هر یو د موس په څو آسانه او ساده کلیکونو سره ارزښتمنو سرچینو ته لاسرسی پیدا کولای شئ.
ډېری کار موندونکي په ازمېښت او تېروتنه کولو سره، بریا ته رسېدلي دي، هغوی په دې تګلوري کې له خپلو تېروتنو څخه درس اخیستی دی. هغوی نه له خپلې ناپوهۍ څخه وېرېږي او نه هم په کړنو باندې له لاس پورې کولو څخه، حتا که په دې لاره کې تېروتنه هم وکړي.
په ډاډ سره ویلی شم، چې له اقدام مخکې نه شئ کولای، چې دومره صبر وکړئ، چې هر څه زده کړئ او پرې پوه شئ.
۲ ـــ اړتیا نه شته، چې بدلون را منځته کړئ
د ورک نومو روږدو ټولنې بنسټ په کتاب راغلي دي: جنون یانې دوه ځلي ترسره کول، څو ځله یو شان کار کول او د توپیري پایلې تمه لرل. راځئ دلته له ځانه سره رښتیني واوسو، د جنون او پشتکار ترمنځ نرۍ او باریکه پوله شتون لري، باید په دې باندې پوه شو، چې څه وخت دوام ورکړو او څه وخت بدلون رامنځته کړو، د بریا هغې کچې ته د رسېدو لپاره، کومه چې غوښتنه یې لرئ، تل باید نوي صنعت ته د ننوتلو لپاره چمتو واوسئ، یا د خپلو محصولاتو په پلورلو کې بدلون رامنځته کړئ.
هغه مقام، چې اوس یې لرئ، د هغه څه پایله ده، چې تر اوسه مو ترسره کړي دي، خو که غواړئ، چې لوړ لاړ شئ، نو باید توپیري لاره وټاکئ، باید له نویو لارو چارو څخه کار واخلئ، البته کله وخت یوازې هغه بدلون، چې باید وې کړئ، یوازې درجه ای بدلون دی.
۳ ـــ بریا په یو شېبه ایز ډول حقیقت لري
نوموتي امریکایي سندر غاړي بیانسه (Beyonce) ویلي: هېڅکله مې داسې څوک نه دی لیدلی، چې زما په کاري چاپېریال کې، تر ما ډېر کار وکړي.
د بریا په اړه یو له سترو دروغو څخه، چې پرې باور مو کړی دی، په یو شېبه ایز ډول د بریا رامنځته کېدل دي.
که له بریالیو کسانو سره مرکه وکړئ، نو تاسو ته به ووایي، چې خپل ننني مقام ته د رسېدو لپاره یې، ډېرې زیاتې هڅې او کوښښونه کړي دي مارک زاکر برګ معمولاً د فېسبوک لومړني کلونه یې په اوږدو ساعتونو کې په ستړې کوونکې کوډ لیکنې سره په یاد راوړي، حتا هغه څوک، چې ذاتي استعداد یې درلوده لکه لیونل میسي هم څو څو ځله ویلي، چې ننني مقام ته د رسېدو لپاره یې ډېرې زیاتې هڅې کړې دي.
۴ ـــ د بریالي کېدو لپاره تېرېدلو ته اړتیا نه شته
اوپرا وینفري (Oprah Winfrey) ویلي: ( کولای شئ هرڅه ولرئ، خو ټول یو ځای او یو ځلي نه. )
هو، کولای شئ هر څه ولرئ. کولای شئ لوړ عاید ولرئ، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو تو سفرونه وکړئ؛ له خپلې کورنۍ سره ښه وخت تېر کړئ؛ د نړۍ تر ټولو غوره د ژوند شریک، مور یا پلار واوسئ، په بشپړه توګه روغ واوسئ، د کرکېټ په لوبه کې هم یو غوره لوبغاړی او نوموتې څېره واوسئ، د ځان لپاره خیریه بنسټ جوړ کړئ او د نړۍ له ستونزو څخه یوه ستونزه حل کړئ.
کولای شئ، دا ټول ولرئ، خو نه په یو ځلي او یو ځای.
رښتیا دا دي، چې باید وټاکئ، چې واقعاً څه غواړئ، په ژوند کې نه شو کولای، چې هر څه ولرو، باید وټاکئ، چې اوس باید له کوم یوه څخه تېر شئ، ترڅو وکولای شئ، چې مهمه بریا تر لاسه کړئ.
همدا چې د ژوند بېلابېلو پړاونو ته ننوځئ، ښایي په لومړیتوبونو کې مو هم بدلون رامنځته شي، خو د ژوند په ټولو برخو کې ښه او فوق العاده اوسېدو تمه به یوازې د ناهیلۍ سبب شي.
۵ ـــ بریا د دې سبب ګرځي، ترڅو ټولې ستونزې له منځه لاړې شي
امریکایي کار رامنځته کوونکي او انګېزه بښونکي ویناوال جېم ران (Jim Rohn) ویلي: دا هیله مه لرئ، چې کاشکې فلانی څیزآسانه وای، دا هیله ولرئ، چې خپله ښه او غوره واوسئ. د کمو ستونزو هیله مه لرئ، د ډېرو مهارتونو هیله ولرئ. د کمو ننګونو هیله مه لرئ، د ځان لپاره ډېره هیله ولرئ.
د بریالیو انسانانو ستونزې کمې نه دي، هغوی یوازې له ستونزو سره د مخامخ کېدو لپاره غوره ستراتیژیانې او سرچینې لري. ستونزې هم بریا ته د رسېدو د تګلوري برخه دي، د هغو کسانو لپاره، چې د دنده ایزې بریا اوج ته رسېدلي دي، همداسې ده. د بریالي پاتې کېدو لپاره باید ستونزې حل کړئ، حتا له عادي انسانانو څخه ستر مسایل، هرڅومره، چې بریالي واوسئ، نو په هماغه کچه به مو ستونزې ډېرې وي.
له دې امله داسې تصور مه کوئ، کله چې بریالي شوئ، نو هوسا او آرامه ژوند به ولرئ؛ نه، یوازې له ستونزو سره د مخامخ کېدو وړتیا او ځواک به مو ډېر وي.
۶ ـــ کله چې بریا ته ورسېدئ، نو خلک به له تاسو سره ډېره زیاته مینه ولري
نوموتی امریکایي اداکار مریلین مونرو (Marilyn Monroe) ویلي: بریا د دې لامل ګرځي، چې ډېری کسان له تاسو څخه کرکه وکړي، کاشکې چې دا ډول نه وای. پرته له دې، چې د خپلو شاوخوا خلکو په سترګو کې حسادت ووینئ، نو له بریا څخه خوند به لا پسې ډېر او فوق العاده شوی و.
څو ځله مو اورېدلي، چې خلکو یو څوک د هغه د بریا لپاره رټلی وي؟ موږ د بریالیو کسانو په اړه ډېرې جملې اورېدلې دي، لکه: کریسټیانو رونالدو، لږ تر لږه داده چې بریالي کسان د هغو کسان د اندېښنې او خواشینۍ سبب ګرځي، چې ماتې یې خوړلې دي. هر څومره، چې ډېر د خلکو د سترګو په وړاندې واوسئ، نو په هماغه اندازه به د خپلو لاسته راوړنو له کبله ورټلئ شئ.
رښتیا دا دي، چې بریا ته تر رسېدو وروسته، د دې ډېر احتمال تر سترګو کېږي، چې خپل دوستان به له لاسه ورکړئ، خو ښه خبر دا دی، چې فرصت به ولرئ تر څو نوي دوستان پیدا کړئ، چې ستاسو په څېر بریالي دي.
۷ ـــ بریا د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرځي
نوموتی امریکایي لیکوال زیګ زیګلار (Zig Ziglar) ویلي: ( پیسې د خوښۍ او خوشالۍ سبب نه ګرځي، خو ټول غواړي، چې دا تجربه کړي ). پیسې کولای شي لږه اندازه خوښي تاسو ته په ډالۍ کې درکړي، خو دا به لنډ مهالې وي، اوږد مهالې، په ژور کچه او رضایت بښونکې به نه وي.
یوازینې لاره، چې بریا د خوشالۍ سبب ګرځي، داده، چې د هرې شېبې لپاره یې د الله (ج) شکرونه پرځای کړئ. شکر کوونکی اوسېدل یوه ټاکنه ده او په حقیقت کې خوشاله کسان، په هر ډول شرایطو کې چې وي، د الله (ج) شکرونه پرځای کوي.
لنډه دا چې څه بریالي واوسئ او څه نه، خوشاله واوسئ، ځکه چې بریا خوشالي نه راوړي.