نوې څېړنه:۱۰سلنه نوي ځوانان دروغ نه وایي، نور ټول پرې اخته دي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
په نوې ځوانۍ کې دروغ ویل یوازې د افغاني ټولنې نه؛ یوه عامه نړیواله ستونزه ده.
ښایي حیران شئ چې ووایو د یوې نوې څېړنې له پایلو درته ووایو.
لس سلنه یې دروغ نه وایي
په یوه تازه څېړنه کې چې د مختلفو هېوادونو د نویو ځوانانو په اړه شوې، راغلي چې په تېرو لسو کلونو کې یوازې تر لس سلنې نویو ځوانانو په کال کې یو یا دوه ځله خپل مور و پلار ته دروغ ویلي.
له دې اخوا د نورو ټولو د دروغ ویلو فیصدي لوړه او د اندیښنې وړ ښودل شوې ده.
نوي سلنه ځوانانو منلې، چې هره ورځ د مور و پلار په ګډون هرچا ته پریمانه دروغ وایي او په تېرویستلو یې صرفه نه کوي.
خو ځوانان ولې دغه دروغ وایي، لاملونه او حل لارې یې کوم دي؟
د دروغو مثلث
ځوانان په ټوله کې په درې ډوله دروغ وایي:
۱- د حقیقت د حذفولو په بڼه
۲- د حقیقت د تحریف یانې پخپله ګټه د بدلولو په بڼه
۳- په حقیقت کې د دروغو د فیصدۍ د لوړولو په بڼه
څه ورسره وکړو؟
پرته له دې، چې د هر ځوان د دروغ ویلو جلا- جلا عوامل بحث کړو، ښه ده چې په عام ډول یې د دروغ ویلو پر حل لارو وغږیږو.
ستاسې یا نور ځوانان که دروغ وایي او حتمي ده، چې په یوه بڼه به یې وایي، د حل لپاره یې دا ټکي مه هېروئ:
اول واورئ بیا غبرګون وښیئ
د نویو ځوانانو د دروغ ویلو عادت باید سبب نه شي، چې دوی خاموشه او له خبرو پاتې کړئ.
که څه هم پوهیږئ په خبرو کې دروغ درته وایي خو وایې ورئ او د خبرو تر اوریدو وروسته یې په داسې ډول د دروغ ویلو موضوع نقد کړئ، چې دوی د کمترۍ او اهانت احساس ونه کړي.
د دې پرځای چې سمدستي یې د کړې خبرې یا دروغو ځواب ووایئ، غوره ده چې په یوه بله بڼه یې خپلې تېروتنې ته متوجه کړئ.
دا نورې مشورې هم مه هېروئ:
– ځوانان مو په دروغ ویلو مه تورنوئ، په کنایوي ډول یې پوه کړئ چې په دروغ ویلو یې پوهیږئ.
– له دروغو د ګرځولو لپاره یې په توندو خبرو مه تهدیدوئ.
– هغه لاملونه معلوم کړئ، چې نوي ځوانان مو ورسره دروغ ویلو ته مجبوریږي.
– فکر وکړئ، چې تاسې هم په نوې ځوانۍ کې یاست، نوې ازادۍ غواړئ او نوي توقعات لرئ. له دې سره خپل نوي ځوانان، د دوی احساسات، توقعات او روحیات درک کړئ.
– هڅه وکړئ، هغه لاملونه له منځه یوسئ، چې ستاسې نوي ځوانان ورسره دروغ ویلو ته اړشوي.
– نویو ځوانانو سره مو د هغوی د ځوانو ملګرو او همزولو په شان اړیکې رامنځته کړئ، ترهغې چې دوستان نه شئ؛ سخته ده چې ټولې د زړه خبرې درته وکړي او درسره صداقت ولري.