سیاست نړۍ

د معمر قذافي د حکومت پرمهال، د ليبيا اوضاع څه ډول وه؟

اعلان

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د نړۍ ټول خلک قذافي د يو ديکتاتور او ظالم شخص په توګه پېژني، د لاندې ليکنې په لوستلو به د نوموړي د حکومت پرمهال د ليبيا د اوضاع په اړه خبر شئ.

ـ د ليبيا د ټولو اوسېدونکو لپاره برېښنا وړيا وه.
ـ د بانکي تعرفې په نامه څه نه و.
ـ د هر ليبيايي لپاره د کور لرل يو مسلم حق و.
ـ هرې تازه واده شوې جوړې ته شپېته زره ډالر د نوي کور د اخېستلو او د نوي ژوند پيل لپاره ورکول کېدل.
ـ په ليبيا کې تحصيلي او طبي خدمات ټول وړيا و.
ـ مخکې له قذافي څخه ۲۵ سلنه ليبيايان باسواده و او د قذافي د حکومت پر مهال دا فيصدي ۸۳ ته ورسېده.
ـ که يو ليبيايي د کرکېلې يا زراعت د پيلولو لپاره اراده کوله، نو د حکومت لخوا به ورته زمکه، کور او نور اړين توکي په وړيا ډول ورکول کېدل.
– که کوم ليبيايي ته د هېواد دننه روغتيايي آسانتياوې نه برارېده نو حکومت به بهر ته استوه او لګښت به يې ورکوه.
ـ د لیبيا په ټولو پوهنتونونو او ښوونيزو مراکزو کې تحصيل وړيا و.
ـ که يو لیبيايي موټر اخېسته، نيمايي لګښت به يې دولت ورکوه.
ـ د يو ليتر تېل قيمت ۱۴ سنټه و.
ـ که کوم ليبيايي ته د خپلې رشتې مطابق دنده نه پيدا کېده، نو دولت به ورته د هغه د شغل مطابق معاش ورکوه؛ ترڅو چې دنده يې موندله.
ـ د ليبيا د نفتو د عوايدو يوه برخه به د هر ليبيايي بانکي اکونټ کې جمع کېدله.
ـ هرې ښځې به چې دې نړۍ ته نوی ماشوم راوړه، نو دولت مکلف و چې پنځه زره ډالره ورته ډالۍ کړي.

سرچينه: د ستراتيژيکو مطالعاتو نړيوال مرکز

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی