عامر خان ولې هر کال د امیتاب بچن لور ته لیکونه استول؟

“شیوتا بچن” د بالي ووډ فلمي صنعت کې د یوې نوموتې کورنۍ څخه ده، چې پلار یې امیتاب بچن، مور جیاب بچن، ورور ابیشیک بچن او وریندار یې ایشوریا رائی بچن دي.

دا چې شویتا بچن د کومو هنرمندانو مینواله ده، په پخپله وروستۍ مرکه کې یې څرګنده کړي، چې په یادو هنرمندانو کې د هغې ورور “ابیشیک بچن” هم شامل دی.
شویتا وویل:

کله چې د سلمان خان فلم ‘ میں نے پیار کیا’ راغلو ، هغه مهال زه د لندن په بورډینګ ښوونځي کې وم، چې نوموړی فلم مې ډېر زیات خوښ شو، او له خپل ورور ابیشک څخه مې وغوښتل، چې ما ته د خپل “ملګري” کیپ (خولۍ) راوړي، هغه چې سلمان په فلم کې په سر کړي وه.


شویتا وایې:

“ابیشیک” له ممبۍ څخه ماته ډیرکیپونه یا اوږدې خولې راوړل، چې زه یې تر بالښت لاندې ږدم بیا ویده کېږم.”

ـ ابھیشیک بچن وویل، چې د سلمان تر څنګ شویتا د “عامر خان” هم ډېره مینواله ده، چې عامر خان هم په دې اړه پوهېږي او هغه هر کال د شویتا په کلیزه کې هغې ته لیکونه راستوي.
هغه زیاته کړه؛ کله چې دوی دواړه په متحده ایالاتو کې زده کړې کولي، شویتا له ما څخه وغوښتل، چې لیموزین کرایه کړم، چې هغې د شاه رخ خان او عامر خان ژوندی خپرونې لیدو لپاره یوازې یو ساعت ډرایوري وکړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي. کینټ لوبډلې پر ... نور ولولئ