افغانستان سرسکالو سیاست سینما او موسیقي کلتور او هنر

امرالله صالح ته د فرهاد دریا پرانیستی لیک

ژباړه: عایشه حیدري

د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دریا په یوه پرانیستي لیک کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح سره د هغې پرېکړې له امله مخالفت څرګند کړی، چې له مخې به یې د کابل د نوي ښار د پارک سینما ویجاړېږي، فرهاد دریا لیکلي دي، د پارک سینما ويجاړول د بودا د تاریخي مجسمو د ویجاړولو سره کوم توپیر نه لري.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د فرهاد دریا په پرانیستي لیک کې راغلي دي:

“ګران صالح! د افغانستان د سیاست په تر ټولو لوړو کړیو کې ستاسو حضور له څو لسزیزو ناهیلیو وروسته، مونږ ته د شرفتمندانه، ځوان، مدبرانه او ځواب ویونکي سیاست را ټوکېدلې هیلې را بښلې دي. نو ځکه هیله لرو چې ستاسو کړنې او د ملت غوښتنې ستاسو له مدیریت سره ورته والی ولري. په دې وروستيو کې ستاسو ښاغلي په امر د پارک سینما ويجاړول پیل شوي دي. دا چې د‌ دغو ارزښت لرونکو فرهنګي او لرغونو بنسټونو پر ځای به څه جوړ شي، جلا خبره ده. زما په اند د پارک سینما د ویجاړولو چاره د بودا له ویجاړولو سره کوم توپیر نه لري. بودا په ظاهري بڼه لوی او نړيوال او د سینماګانو ظاهري بڼې وړوکې دي خو دواړه په فرهنګي لحاظ د ساتنې ارزښت لري.

کابل یو فرهنګ دی! هو، سم مو اورېدلي، کابل یو فرهنګ دی! نه يو ښار يا يو ولایت او یا يوه پلازمېنه! یو شمیر ولایتونو چې د جګړو په لړ کې زیانونه لیدلي وو، بېرته د خپل اصلي فرهنګ په اوبو او رنګ ودان شول. ولې؟ ځکه چې په غالب ګومان د هغو ولایتونو مشران د همغو ولایتونو څخه دی.
خو د کابل پرېکړه کونکي مشران، یا پخپله کابلیان نه دي، او یا څو لسیزې کېږي چې د‌ کابل په اصلي فرهنګي چاپېریال کې ژوند نه کوي، او په کابل کې نه اوسي؛ پایله یې داده چې کابل نه پېژني چې په دغه ډول حالت کې د کابلیانو کلتور او دود د بودا خاورين (تن) په څېر، پر ځمکه وشیندل شو.
موږ ستاسو غوندې باتدبيره مدیریتي شخصیت څخه تمه لرو، د دهې فرهنګي کور د ویجاړولو پر ځای امر و کړئ چې هغه ترمیم او بیا ورغول شي. کله چې د دارالامان له جلال او دبدبې دکه ماڼۍ چې په یوې ویرانې بدله شوې وه، جوړېدای شي او هم خپل پخوانی عظمت تر لاسه کړي، یوه کوچنۍ سینما خو دومره کار نه غواړي. دغه ځایونه د یوه پخواني فرهنګ غمي دي چې کابل نومېږي.
ګران ملګریه! تاسو تر هغه څه ښه یاست چې نوم مو په تاریخ کې د يو تاريخي او فرهنګي ځای په ویجاړولو ثبت شي. راځهٔ! او د کابل فرهنګ بېرته دغه ښار ته راوګرځوئ. موږ به تاسو سره اوسو. کابل پرته له کابلي فرهنګ څخه یواځې یو ښار دی، کابل نه دی.”

د یادونې وړ ده چې د پارک سینما د ورانولو امر امرالله صالح د ولسمشر لومړي مرستيال د سهار د ۰۶:۳۰ ناستو د لړۍ په یوې غونډې کې شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ