Advertisements
خواړه روغه سټه

د لیمو حیرانوونکې ګټې؛ همدا اوی ترې ګټه اخیستلی شئ

ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري

لیمو د سټروس له کورنۍ او خورا خوندور دی. ډېر ویټامینونه هم لري، لکه  اې، سي، او د بي ډلې ویټامینونه. معدني مالګې، مګنیزیم، منګنیز او پتاشیم پکې دي.

د لیمو ځانګړتیاوې:

۱ – د ښکلا لامل دی: لیمو ښکلا ډېروي. پوستکی تازه، روغ، ځوان او ښایسته ساتي. د پوستکي له ګونځو او زړښته مخنیوی کوي. د دې په‌پار چې د مخ لکې مو ورکې شي، د شپې لیمو پرې وموښئ او تر سهاره یې پرېږدئ. که له لیمو سره ګلیسیرین ګډ شي او پر چاودو وموښل شي، چاودې ژر ورکېږي. د وېښتانو د ځلېدلو په موخه د لیمو اوبه پرې ووهئ او بیا یې پرېمینځئ. وچ پوستکي ته چې ځای ځای سپونی غوندې شوی وي، هم ګټور دی. پر وچو ځایونو د لیمو پوستکی وموښئ ښه کېږي. همدارنګه که د څنګلې پوستکی مو تور او کلک شوی وي، د لیمو پوستکی پرې وموښئ.

۲ – شکمنو اوبو لپاره: که چېرې کوم ځای کې د څښاکو د اوبو پر پاکوالي شکمن شوئ، یوازې یو – دوه څاڅکي لیمو ورواچوئ، پاکېږي، ځکه چې میکروب وژني.

۳ – د ناروغیو لپاره: لیمو ډېرې ناروغۍ له منځه وړي، ځکه مزاج یې سوړ یا یخ دی او میکروبونه هم وژني. حصبه (سری)، ډیفټري او نور خطرناک میکروبونه ختموي. همدارنګه سپین ژژړی او د مثانې یا ادراري برخو تیګه لرې کوي.

چاغښت، د تیلي (طحال) لویوالي، د پوستکي زخو، د وینې ستونزو، د هاضمې ګډوډیو، قبضیت، ژژړي او یرقان ته ګټه لري. د سرطان ضد دی او مخنیوی یې کوي. هغه کسان چې د وینې فشار یې لوړېږي، لیمو دې وخوري. د ستوني درد ته ګټه لري، که د لیمو اوبه له تړمو اوبو سره ګډې او غړغړه یا غوپه شي، ستونی ښه کېږي. زکام ورکوي .

۴ – غاښونو ته ګټه لري: لیمو غاښونو او اوریو ته ګټور دی. که اورۍ مو وینې کېږي یا اسکوبورټ باندې اخته یئ، نو لیمو له شاتو سره ګډ کړئ او پرې ویې موښئ، خو دا هم مه هېروئ، هر هغه خواړه چې سي ویټامین یې لرل، تر خوړولو وروسته یې سمدستي غاښونه مه وینځئ، ځکه د غاښ مینا خرابوي.

د هډوکو له پوډه کېدو مخنیوی کوي، ځکه د کلسیم د ښه جذبېدو لامل ګرځي. هغو مېرمنو ته چې (یائسه)  وي، مانا د زړښت یا د سن د پوخوالي له امله یې میاشتنۍ مریضي ورکه شوې وي، ورته ګټه لري. که چېرې په (سږو، معده، کولمو، رحم، بډوډو) کې خونریزي وي یا وینه بهوي، ښه ده چې د ورځې څو ځلې د لیمو اوبه وڅښل شي.

۵ – حافظه پیاوړې کوي: د لیمو خوړل حافظه قوي کوي. هر وخت مو چې څه هېر شول او غوښتل مو ژر در په یاد شي، یو – دوه څاڅکي لیمو پر دستمال واچوئ او ویې وبویوئ.

۶ – ستړیا لرې کوي: که چېرې د ورځې په پای کې ډېر ستړي ستومانه وئ، لومړی مو دواړه پښې په تړمو اوبو کې کېږدئ چې نرمې شي او ټول سوري یې خلاص شي، کله چې یې منفذونه خلاص شول، لیمو دوې برخې کړئ، یوه ټوټه یې پر یوه او بله یې پر بله پښه وموښئ، هم ستړیا ایسته کوي هم د وجود میکروبونه وژني.

۷ – سردردۍ ته: لیمو د خولې اوبه زیاتوي، خو سردرد ورکوي. کله مو چې سر درد پیل کړ، په چای یا قهوه کې لیمو وڅڅوئ او ویې څښئ. تر ډوډۍ خوړولو وروسته مو که ډېر ټېغ ایسته یا ارګمی کاوه، پر ژبه مو لیمو وموښئ، ښه کېږي. همدارنګه که لیمو او شات سره یو ځای کړئ او ویې څښئ، بېلابېل دردونه ښه کوي.

هېره دې نه وي د چا چې نوکان نه اوږدېږي، یا یې له همدې امله د ګوتو سرونه یا اورۍ زخم او ژوبلېږي، لیمو دې پرې وموښي، ګټور دی. ځینې کسان د ځوانکیو د ورکولو په خاطر لیمو پرې موښي، په داسې حال کې چې دا د ګټې پر ځای تاوان ځکه لري چې لکه یې پر مخ پاتې کېږي. خو که بل ډول لکې پر مخ وي، یوه ټوټه لیمو واخلئ پر بوره یې اخته کړئ او پر پوستکي مو یې ووهئ، ښې کېږي. که بوره مو نه وي خوښه، پر شاتو یې ککړ کړئ بیا یې پر پوستکي وموښئ.

د لیمو د وچ پوستکي چای د مفصلونو درد آراموي او ګټه ورته لري. خاوند او مېرمن دې تر کوروالي وروسته شات او لیمو سره ګډ او ودې څښي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.