Advertisements
خواړه روغه سټه

په سهار کې د اوبو، لیمو او شاتو د څښلو حیرانونکې ګټې

لیکنه: الما افغان

ژباړه آلما افغان

د هوا د ککړتیا، د ناسالمو غذايي موادو او نوشابو څخه استفاده انسان ته د ګټو پرځای زیانونه اړوي، څه ښه ده چې ددې په ځای داسې د یو طبیعې څه مخلوط وڅښو چې بدن ته مو ډیرې ګټې ورسوي.

لیمو او شات په بدن کې د زهري او میکروبي موادو ضد خواص لري نو؛ له همدې امله يې بدن ته ګټې هم زیاتې دي.

ددې مخلوط څښل هر سهار په نهاره ډیرې ګټې له ځانه سره لري چې موږ يې د څو هغو یادونه کوو.

د لیمو د اوبو او شاتو سره د پوستکې ځوان او ښکلي کیدل:

که چیرته د کوم عیب او نقص څخه پرته د مخ د ښکلا په لټه کې یاست نو د سینګار توکو پرته موږ داسې لاره درښیو چې مخ به مو تل ښایسته او ځوان وي.

اوبه، لیمو او شات يې بهترینه طبیعې لاره ده، ویټامین سې په لیمو کې موجوده ده کوم چې په بدن کې د کولاجن د جوړیدو سبب ګرځي او د پوستکې د ځوان پاتې کیدو باعث ګرځي.

ښه ده چې هره ورځ جوش شوې یو ګیلاس سړې اوبه، یو دانه د لیمو او یوه کاشوغه شات ګډ کړئ او په نهاره يې وڅښئ.

د غذا په هضمولو کې مرسته:

د ډیری مشکلاتو تحمل لکه: بې هضمې، د خیټې ګاز، د زړه سوزیدل او د هضم اړوند نورې بې نظمۍ د انسان لپاره ډیر سخت وي دا په ټوله کې د انسان د ژوند کیفیت تغییروي.

یوه د سادوو لارو څخه چې یادې بې هضمۍ د لمنځه یوسې د اوبو لیمو او شاتو څخه استفاده ده، لیمو د پکټین (لرګینه) په پریمانه توګه لرونکی دی چې د کولمو په حرکت کې مرسته کوي او د په بدن کې هضم او دفع ساده کوي.

د زړه د سلامتیا ضمانت کوي:

د زړه ناروغۍ یو د خطرناکو او وژونکو ناروغیو په ډول په ټوله نړۍ کې پیژندل شوې، لیمو او شات دواړه په بدن کې د وینې د ټیټ فشار سبب ګرځي هغه چې د زړه د حملې یو له مهمو لاملونو ګڼل کیږي.

همدارنګه لیمو او شات د اکسیدان او التهاب ضد خواص له ځانه سره لري کوم چې د زړه د عضلاتو په ساتنه کې مرسته کوي.

دبدن دفاعې سیستم تقویه او په مضمنو ناروغیو د اخته کیدو مخنیوی:

د خوب نه لرل، خپګان، او د تیزو او غوړو خوراکونو کول مو په آسانې دفاعې سیستم کمزوری کوي او ډیر کله داسې هم کیږي چې والګی یا زکام انسا له پښو غورځوي.

ددې مخلوط انتخاب او هره ورځ څښل يې د بدن ددفاعې سیستم د قوي کولو سبب ګرځي ځکه دا ترکیب له ځانه سره ویټامین سي او معدني مواد لري.

شات په یواځې ځان د میکروب ضد خواص لري چې ددې لامل ګرځي تاسو سالم بدن ولرۍ، همدارنګه د لیمو مصرف په بدن کې د پې، ایچ په کمولو کې مرسته کوي او تر ډیره حده په بدن کې د زړه د ناروغیو، شکر، د مفاصلو ستونزو او د سرطان د بیلابیلو ډولونو د اخته کیدو مخه نیسې.

د اوبو، لیمو او شاتو سره د وزن راکمول:

که چیرته په طبیعې ډول د خپل وزن د کمولو په هڅه کې یاست، دا څښوونکې درته وړاندیز کوو، اوبه او لیمو د فیبر څخه غني دي کوم چې ستاسو اشتها کنترولوي او له تاسو سره مرسته کوي چې د ولږې د احساسولو پرته غذا مصرف کړئ.

شات د وزن دکمولو یوه عالی ماده ده کوم چې په بدن کې د کلسترول د ټیټیدو سبب ګرځي، همدارنګه د شاتو په مصرف سره د بدن اضافه غوړ شوځول کیږي او د لمنځه ځي.

که تاسو د اوبو،لیمو او شاتو له ګټو خبر شوي یاست نو؛ دا ډیره ساده، ارزانه او طبیعې لاره ده چې هره ورځ تاسو یو ګیلاس جوش شوې اوبه لومړی سړې بیا پکې یو لیمو څخه اوبه اوباسئ دا او یوه کاشوغه شات سره ګډ کړئ او د ډوډۍ خوړلو نیم ساعت مخکې يې وڅښئ.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده