خواړه روغه سټه

کوم ډول تروه لېمو و پېرو او څنګه ورڅخه ساتنه و کړو؟

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

لېمو د C ویټامین د غني سرچینې په توګه د انسانانو د خوښې مېوه ده، نن سبا چې د کورونا وبا په نړۍ سیوری غوړلی دی نو د لېمو او نورو ویټامین لرونکو مېوو او سبو ارزښت څو برابره زیات شوی او بیه یې هم لوړه شوې ده، ځکه چې د روغتیا پالانو په خبره هغه مېوې او سابه چې ویټامینونه لري د بدن مقاومت لوړوي او په کورونا د اخته کېدو خطر را کموي، نو له همدې امله د لېمو او ورته نورو ویټامین لرونکو مېوو او سبو څخه استفادې کچه لوړه کړې ده.

دا ښکاره خبره ده چې تاسو به هم له لېمو څخه په خپلو خوړو کې ارومرو ګټه اخیستې وي خو کېدای شي په دې نه پوهېږئ چې کوم ډول تروه لېمو و پیرئ او یا د کوم ډول لېمو له پېرلو ډډه و کړئ. کله کله به له داسې پېښې سره هم مخ شوي یاست چې په بازار کې مو لېمو پېرلي خو کور ته په راوړو در ته مالومه شوې چې پېرلي لېمو مو د کار نه دي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دې په اړه مالومات درکړو چې تاسو څنګه کولای شئ روغ لېمو و پیرئ او سمه ساتنه یې و کړئ، تر څو له یوه لوري مو اقتصادي زیان نه وي لیدلی او له بل لوري مو خوندور او روغ لېمو پېرلي وي.

د لیکنې تر پایه مې ملتیا و کړئ!

لومړی: د لېمو د پېرلو پر مهال هغه لېمو و ټاکئ چې صاف او شفاف او روښانه پوستکی و لري، روغ وي او ډېر وزن و لري.

دویم: هېڅکله د پېرلو پر وخت هغه لېمو مه ټاکئ چې اسفنجي او کلک پوستکی لري ځکه دا ډول لېمو ډېرې لږې اوبه لري.

درېیم: هر کله مو چې لېمو پېرل او د لېمو پر پوستکي داغونه وو نو پوه شئ چې د دغه لېمو منځ به د دغه لېمو د ظاهري څېرې په پرتله ډېر خراب وي.

څلورم: د لېمو د پېرلو پر مهال هغه لېمو و ټاکئ چې غټ وي ځکه چې غټ لېمو د وړو لېمو په پرتله ډېرې اوبه لري خو هېر مو نه شي چې د لېمو د ظاهري جوړښت څخه یې وزن ډېر اړین دی.

پنځم: تروه لېمو وروسته تر دې چې له ونې را ټول کړای شي، وده نه کوي او همداسې شنه پاتې کېږي نو د پېرلو پر مهال هڅه و کړئ چې هغه لېمو و ټاکئ چې په پوره توګه یې وده کړي وي، او پاخه وي.

اوس مو چې د پېرنې پر مهال د لېمو ټاکنې په اړه مالومات ترلاسه کړل نو راځئ د ساتنې په اړه یې هم لاندې ټکو ته پام و کړئ:

لومړی: کله مو چې لېمو و پېرل تر هر څه وړاندې هڅه و کړئ چې لېمو په یخچال کې و ساتئ، که لېمو په یخچال کې و ساتل شي د یوې اونۍ لپاره همداسې روغ رمټ پاتې کېږي.

دویم: په معمولي توګه د لېمو د لېږد رالېږد پر مهال د دې لپاره چې روغ پاتې شي له نفتي موادو څخه ګټه اخیستل کېږي، نو وروسته له پېرلو څخه هڅه و کړئ چې لېمو په پوره پاملرنې سره و مینځئ، تر څو هر ډول زیان رسوونکي مواد یې له منځه لاړ شي.

درېیم: هغه لېمو و پیرئ چې ستاسو په کلي او سیمې کې یې وده کړي وي او پاخه شوي وي، ځکه د دغو لېمو د لېږد رالېږد پر مهال د خرابېدو د مخنیوي یا د شنو لېمو د پخولو لپاره له کیمیاوي موادو کار نه وي اخیستل شوی او له هر ډول زیانونو څخه پاک وي.

څلورم: د لېمو ساتنه په ژمي کې ډېره اسانه ده ځکه هوا سړه وي او لېمو نه خوسا کېږي نو ځکه په ژمي کې په هوسا زړه له لېمو څخه ګټه واخلئ.

پنځم: کله مو چې لېمو ساتل نو هڅه و کړئ خراب یا هغه لېمو چې داغونه لري، له روغ لېمو څخه لرې کړئ، ځکه چې که دغه دواړه لېمو سره یو ځای وي د وخت په تېرېدو سره به جوړ لېمو هم خراب کړي.

شپږم: وړاندې تر دې چې لېمو چاڼ او د ساتنې په نیت یې چېرته ځای پر ځای کړئ د لېمو د وچوالي څخه ځان ډاډه کړئ، که چېرې لېمو لامده ول په‌ ټوکر (ټوټې یا تکه) یې وچ کړئ او وروسته یې بیا ځانګړي ځای کې کېږدئ.

اووم: کله مو چې لېمو په پلاستيکي کڅوړې کې ساتل نو هڅه و کړئ چې د پلاستیکي کڅوړې یوه ګوښه سورئ کړئ تر څو پلاستیکي کڅوړې ته هوا دننه شي او لېمو د خرابېدو یا خوسا کېدو مخنیوی و شي.

اتم: کله چې لېمو و اینځئ او وچ یې کړئ او بیا یې په یخچال کې کېږدئ هغه مهال د لېمو د خرابېدو هېڅ اندیښنه مه کوئ او هر وخت مو چې زړه وشو له یخچال څخه یې را و باسئ او ګټه ترې واخلئ.

نهم: کله مو چې غوښتل په یخچال کې له ساتل شویو لېمو څخه ګټه واخلئ د ګټې اخیستنې څخه لږه موده وړاندې لېمو له یخچال څخه را وباسئ ځکه چې د لېمو کنګل اوبه او د ګټې اخیستنې وړ شي.

لسم: هېڅکله ټوټه شوی لېمو مه ساتئ، ځکه د ټوټه شوی لېمو ډېر ژر خرابېږي او اوبه یې تبخير کوي او میکروبونه جذبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ