ټولنیز ژوند خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

له تروه لیمو څخه د ګټې اخیستنې لارې چارې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

تروه لېمو د ډېرو خلکو د خوښې مېوه او ترکاري ده او ډېری خلک یې په خپلو خوړو کې کاروي. لېمو هم د نورو مېوو، سبو او خوړو غوندې د ګټې اخیستنې جلا او بېلابېلې ځانګړې لارې چارې لري. ځینې خلک لېمو په پخلي کې له نورو خوړو سره ګډ په دېګ کې ور اچوي او پخوي یې، ځینې نور بیا لېمو اومه یا خام خوري او ځینې ترې جوس جوړوي او د ګرمۍ او تندې د له منځه وړلو په پار یې څښي.

موږ په دې لیکنه کې غواړو د لېمو د خوراک او صرف په اړه ځینې اړینې لارې چارې در وښیو، که په دغو لارو سره لېمو و خورئ هم به له لېمو څخه خوند واخلئ او هم به ستاسو بدن ته ډېره ګټه و رسوي.

د لېمو د خوړلو ځینې لارې چارې او ترکيبونه په لاندینو کرښو کې ولولئ!

لومړی: د لېمو شربت

د اوړي په ګرمو ورځو کې تر ټولو خوندور شربت یا جوس د لېمو اوبه او یا هم Lemonade دی، که غواړئ د لېمو شربت جوړ کړئ نو د لېمو اوبه و باسئ او د څښاک له یوه ګيلاس اوبو سره یې ګډ کړئ، وروسته بیا څو ټوټې لېمو ور زیاتې کړئ، د خوند د ډېرېدو لپاره یې لږه نعنا او سړې اوبه هم ور زیاتې کړئ.

دویم: د لېمو د شربت دویم ترکیب

د لېمو شربت څښل ستړیا له منځه وړي او د بدن د ګرمۍ مخنیوی کوي، د لېمو د شربت او یا جوس جوړونه دېر اسانه ده، ۶۰ سلنه د څښاک اوبه، او ۴۰ سلنه د لېمو اوبه سره یو ځای کړئ، او لږ بوره پرې ور زیاته کړئ، که دغه شربت په دوامدار ډول و څښئ ستاسو دبدن د C ويټامين هر ټولې اړتیاوې به پوره کړي.

درېیم: د چينجيو ضد درملو په توګه د لېمو استفاده

تروه لېمو کولای شي د بدن چينجي له منځه یوسي، که غواړئ د چینجیو د له منځه وړلو لپاره له لېمو څخه ګټه واخلئ په یوه ګیلاس اوبو کې یوه کاشوغه شات واچوئ او د لېمو څو ټوټې ور زیاتې کړئ او د دوو ګړيو لپاره یې همداسې پرېږدئ، تاسو کولای شئ دغه شربت د چینجیو د درملو پر ځای و کاروئ، د دغه شربت د څښلو تر ټولو ښه وخت تر خوب وړاندې دی.

څلورم: د ځيګر د التهاب د مخنیوي درملو په توګه

لېمو د ځیګر د التهاب او پاړسوب د مخنیوي لپاره یوه ډېره ښه او طبیعي درملنه ده، د سږو په پاړسوب او التهاب اخته ناروغان کولای شي په‌ یوه ګیلاس کې څو کاشوغې د تروه لېمو اوبه واچوي او وروسته بیا اېشېدلې اوبه پرې ور زیاتې کړي، دغه ترکیب د يوې شپې لپاره همداسې پرېږدي او سبا سهار وختي یې و څښئ.

پنځم: د لېمو پوستکی

د دې ترڅنګ چې د لېمو د منځنۍ غوښې نه خورا ډېره ګټوره ده. د لېمو پوستکي څخه هم په خپلو خوړو کې ګټه اخیستلای شئ، او که غواړئ د لېمو د پوستکي څخه ګټه واخلئ تر هر څه وړاندې لېمو په یخچال کې کېږدئ تر څو لېمو یخ و وهي، وروسته تر دې لېمو ټوټې ټوټې کړئ، او بیا د لېمو دغه ټوټې په سلاد کې و کاروئ او یا یې هم د بورې سره یې يو ځای و خورئ، د لېمو او د لېمو د پوستکي د خوړولو لپاره تر ټولو غوره لار همدا ده، ځکه چې هم د لېمو د پوستکي نه ګټه اخیستلای شئ، هم د لېمو له منځ غوښې خوند اخیستلای شئ.
په پای کې باید یادونه وکړو چې لېمو په بیلابیلو بڼو خوړلای شئ او د یاد شو لارو نه هم ډېرې نورې داسې لارې شته چې تاسو کولای شئ په هغو لارو چارو لېمو و خورئ او خوند ترې واخلئ پورتنۍ لارې چارې د لېمو د خوړلو لپاره یوازې څو اسانه او ګټورې لارې چارې وې.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ