پوهنه ځوانان او زده کړې

لیکوال ته ۱۰۰ لارښوونې (درېیمه برخه)

لیکنه: ياران

لیکنه: عصمت الله صالح

۳۱ – لیکوال باید د خپل ناسالم فکري انتشار مخه ونیسي، یانې د لیکوالۍ پر مهال دا فکر ونه کړي، چې ګواکې زما هره کرښه/ جمله دې ضرور هر لوستونکی خوښه کړي او په بدل کې یې ما په هڅوونو ونازوي، بلکې ښه ده چې پرله‌پسې لیکل وکړي، هغه څه انځور او په لیکني ډول بیان کړي، څه چې یې په ذهن کې ګرځي.

د فکري انتشار یو ستر زیان د ډار رامنځه کېدل دي. دا هغه اضطراب دی چې لیکوال محدودوي او د خپلې لیکلې مفکورې له خپراوي یې منع کوي.

۳۲ – لیکوال باید د هر ډول نقد پر وړاندې پراخه سینه ولري، مانا د نیوکې/ انتقاد پر وړاندې زغم لرل د ده له لویو ځانګړنو څخه یوه ده. که لیکوال متوجه شي، د ده هره کش‌کړې کرښه اصلاً د ټولنې هغه حق دی چې هره شېبه ترې نامستقیماً غوښتل کېږي. پر دې اساس نو که لوستونکي (کره‌کتونکي) د سمون په خاطر پر خپل مال هر ډول ګوتې وهي، لیکوال یې باید په سړه سینه ومني او ګټور/ منطقي فېډبکونه، لارښوونې او نظریات ترې زده کړي.

۳۳ – لیکوال باید داسې مطالعه ونه کړي، چې فردي خپلواکي یې مستقیم یا نامستقیماً زیانمنه کړي، یانې له لوستلي متن څخه داسې اقتباس کول چې د مشاهدې او لا مطالعې دایره پرې راتنګه کړي او له خپل فکري ایجاده یې راوګرځوي.

هر کتاب د مطالعې په شېبو کې د لوستونکي لپاره چاپېریال دی، نو د لیکوال خوښه، چې په دې لنډمهاله چاپېریال کې څه ډول وخت تېروي، یانې څومره تفکیک کولای شي؛ څومره پر لوستل شوو جملو غَور کوي او له مطالعې وروسته څومره منطقي پرېکړه کولای شي؟؟؟

۳۴ – لیکوال باید د خپلو آثارو په چاپ کې ځنډ ونه کړي، هغه څه چې لیکلي یې دي، پکار ده چې ژر یې خپاره او خلکو ته وړاندې کړي، ځکه انساني ذهن تل د اپډېټ (نویوالي) په حال کې دی، هره شېبه یې پر مفکوره کې تغییر راځي او هره شېبه له اجسامو او ښکارندو اغېزمن کېږي، نو دا چې د خپل ژوند پر هر پړاو پوه وي، پکار ده چې هر لیکلی فکر زړور خپور کړي.

۳۵ – لیکوال باید همېشه نوې خبرې ووايي. البته چې دا فعالیت پراخه ریاضت او سیاحت هم غواړي، مګر که هڅه یې وشي، ضرور کېږي او ده ته به هم لیکوال ویل کېدای شي. نوې خبرې په دې مانا نه چې ژبه، د جملې توکونه، لغتونه او اصطلاحات بدل کړي، بلکې نادر خیال او نوی فکر ایجاد کړي.

۳۶ – لیکوال که په ورځني ژوند کې لږ وغږېږي، نو طبعي ده چې ډېر لیکل به کوي، ځکه ډېر غږېدل انسان ناراحته کوي، ذهناً یې ستړی کوي او د ستړي ذهن په لیکوالۍ کې مفهوم نیمګړی کېږي.

۳۷ – ما یو وخت لیکلي وو چې لیکوال باید لږ خوب او ډېر ويښ پاتې شي، خو اوس پر دې خبره هره شېبه غَور کوم او وروسته دا پایله راوباسم چې که لیکل د ذوق پر اساس وي، نو ښه ده چې لږ خوب او ډېر ويښ پاتې شو، ځکه چې نه به د پېښو له نندارو پاتې وو او نه به مو وخت لګولی وي، مګر که دا هنر د جبر پر اساس و، نو بیا خوب کول ښه دي، باید چې ذهن ښه ریسرچ او پروسس ته چمتو شي.

۳۸ – لیکوال باید خپل د ښکلاخوښونې ځواک ډېر پیاوړی کړي، مانا د بداېسېدلو خبره یې په خوله هېڅ مزه نه کوي، ځکه لیکوال هغه ډاکتر دی چې مفکورې رغوي او د ژوند پر توصیف قلم څرخوي.

۳۹ – لیکوال باید منفي‌ګرا نه وي، [مثلاً، ته دې پلانکي ته ګوره، دا نو څه شی دي چې لیکلي یې دي، یاره هسې وخت یې ضایع کړی او…] البته که مو داسې کس ولید، نه یوازې ترې مشوره مه غواړئ، بلکې لیکل يې هم مه لولئ، ځکه دا خصوصیت پر ذهنونو د ناهیلۍ تخمونه شیندي او د نویو نظریو د لیکلو هر چانس ختموي.

۴۰ – لیکوال باید پر ژوند مین انسان وي. او پر ژوند د مین‌توب لپاره تر ډېرو آسانه لاره په زړه کې د یوه داسې درد (ویر) یا خوښۍ ساتل دي، چې هره شېبه یې وکړوي یا یې خوشحاله کړي چې لیکلو ته یې مجبور کړي.

نور بیا…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ