اخ وطنه (ناول) تر کیسه‌ییزې بڼې ډېر فلمي بڼه لري

لیکنه: ملیحه ناصري

ناول، د تکړه لیکوال ( نصیر احمد احمدي) دی. کتاب مې ډېر مخکې مطالعه کړی و، خو له همغه وخته مې تکل کړی و چې یوه ورځ به پر دې ناول هرو مرو یو څه لیکم. دا دی ومې کړای شول، نن د دې کتاب اړوند لږ خبرې وکړم او ځينې برخې یې راوسپړم.
د ښاغلي احمدي صاحب ناولونه ټول پر افغاني ټولنه او د پښتني فرهنګ، ژوند، چاپېریال، ناوخوالې، کورني تاوتریخوالي، بې دودي، نارواوو، ظلم، بدبختي، ښادي، غمونه، مینه، کرکه… مسایلو راڅرخي. تر ټولو ښه ځانګړنه یې دا ده چې ټول په کلیوالي چاپېریال او د پښتنو له دودونو سره سم لیکل شوي دي.
اخ وطنه، دا هغه کتاب دی چې کورنی تاوتریخوالی، د مینې تنده، له ښځو سره زورزیاتی، جنسیتي تبعیض، غوړه‌مالي، دروغ، رښتیا، د پېغلو ارمانونه، د ښځو درناوي ته اړتیا، نارینواکي، بېسوادي، زړې مفکورې او دېته ورته مسایل پکې راغلي.
دې کتاب کې ژوي غږول شوي، شخصیت جوړونې (تشخیص) نه پکې کار اخیستل شوی دی. یانې دلته ټول داستان کې د انسانانو تر مکالمو یا وراشوګانو سربېره، ژویو په خپل منځ کې خبرې کړي او هر یوه ته ژبه ورکړل شوې، دې ته (پرسونیفیکېشن) وايي.
ناول کې هیلۍ، پيشو او رحمدل کاکا بارز رول لوبوي. له جوړښتي پلوه بشپړ دی، یانې پیل، مینځ، پای دريواړه پکې شته او منظم پر مخ یووړل شوی. پلاټ یې منظم او پیغام يې خورا مهم، اغېزناک، هڅوونکی دی.
بله ځانګړنه یې دا ده چې تصویرونه او صحنې داسې پکې انځور شوي چې موږ ته دا حس نه راکوي چې ګڼې کتاب لولو. داسې دی لکه همغه ځای کې چې یو ځای ورسره اوسو او هر څه په خپلو سترګو وینو. تصویرونه ژوندي او کرکټرونه خوځول شوي دي.
چاپېریال ښه انځور شوی او تر کیسه‌ییزې بڼې ډېر فلمي بڼه لري، یانې کله چې ناول لولو، لکه فلم ته چې ګورو.
ناول د هیلۍ په ټپي کېدو پیلېږي چې رحمدل یې خپل کور ته راولي. پيشو ډېری انتقادي نظر لري، ډېریو برخو کې پر پېښو او د رحمدل پر کړنو نیوکه کوي، یوازې نیوکه نه، بدیل هم وړاندې کوي.
د هغه له ظلمونو سر ټکوي او خپلو ملګرو ژویو (چرګې، سیرلي، خرې، هیلۍ) ته نصیحتونه کوي. یانې د دې ناول ښه خبره دا ده، لکه څنګه چې زموږ انسانانو ترمنځ مشهوره خبره ده چې پیشوګانې هوښیاري وي، همداسې دې کتاب کې هم د پيشو هوښیاري په ډاګه شوې او د هغې پاخه فکرونه پکې انځور شوي.
هیلۍ ته یې وکتل، ویې ویل:

  • ښه ګرانې چېرته یې وویشتې؟

هیلۍ په غریو کې وویل:

  • سهار وخته له نورو هیلیو سره په هوا کې روانه وم، اول مې په وزر کې څړیکه شوه، بیا درب راغی، پر ګڼو لوخو پرېوتم.
    پیشو په خبره کې ورولوېده:
  • بیا دې پر مخ توده ساه ولګېده، سترګې دې رڼې کړې، تور بدرنګه وربوز دې ولید.

د هیلۍ سترګې رډې راوختې:

  • پیشو ته له کومه پوهېږې؟

چرګې وویل:
دلته یې تر اوسه ستا غوندې درې نورې سارايي هیلۍ نورې هم راوړي، ټولو همدا یوه کیسه کوله.
….
دا د پرسونیفیکېشن یوه بېلګه وه چې بې ژبې، ژوي پکې غږول شوي وو.
هیلۍ بهرنۍ ده، تل د رحمدل او کورنۍ کړنو ته یې په کتو د بهر هېوادونو د خلکو ژوند له پښتني ژوند سره پرتله کوي؛ خو پیشو یې خبره کې ځان ور اچوي ورته وايي چې دا خلک داسې نه دي لکه ته چې وايې؛ مثلاً یوه ورځ هیلۍ وايي:
-… یوه ورځ مې ډنډ کې لامبو وهله، څلور کسان راغلل، ښځه، سړی او دوې وړې نجونې. نجونو په توپ پسې منډې کړې؛ خو سړی او ښځه نږدې پر اوږده څوکۍ راته کېناستل… دواړه د خپلو اولادونو پر صحت غږېدل… چې د نجونو د ډاکټر د چېک اپ وخت رانږدې دی، له بانکه به پور واخلو…
پیشو وویل:

  •  د رحمدل دویمه لور یې بدل کې ورکړه، تېره میاشت راغلې وه، مور ته یې بدې ورځې وکړې، ویل یې چې پنځوس کلن مېړه مې پوډري دی، د ورځې مې درې ځلي لښتو ته اچوي، خو مور یې ورته وویل چې نه، مېړه حق درباندې لري، خپل کور یې دی، که دې مړه هم کړي، عزت ته به یې کوې!

له فیمینسټي زاویې که ورته ګورو د احمدي صاحب له دې ناول سربېره په نورو کې هم، ښځه لکه څنګه چې منفعله او مظلومه ده، هماغسې انځور شوې ده. سره له دې چې اوس د ښځو د حقونو په نوم ډېرې هلې ځلې کېږي او ګڼ بسټونه یې پر نوم رغېدلي؛ خو داسې یو د پام وړ بدلون په ټولیزه توګه د ښځو په ژوند کې نه ده راغلی. د احمدي صیب ناولونه تل هڅه کوي د ښځو د حقونو د پېژندلو تر څنګ د هر مظلوم حق نورو ته ورپېژني.
له ښاري یوې برخې ښځو پرته نورو کلیو، باڼدو کې لا هم ښځې منفعل موجود دی او د نارینه‌وو په نغوتو څرخېږي. هغو کسانو چې رښتیا هم دا درک کړي چې نه، ټول انسانان یو، باید یو بل ته درناوی وکړو، هغوی ښځو ته انساني حقونه په خپله خوښه او ښه په درناوي ورکړي.
چې خبره رانه بلې خواته تاو نه شي، آرې موضوع ته به راشو چې دې کتاب کې د پیشو رول مهم دی او پرتلیز فکر لري.
یوه برخه کې د رحمدل بې حوصله‌ګي او د خرې د حوصلې په اړه وايي:
– چرګې خره به ډېره پاذابوله، … دې به یوازې راته کتل.
غلې شوه ویې ویل:
– آه ګرانې، تر رحمدل خو زر وارې حوصله‌ناکه وې.
جالبې او خندنۍ صحنې یې هم پکې انځور کړي، څو لوستونکي داسې فکر ونه کړي چې وچ د ظلم کیسه لولي.
چرګې سوړ اسویلی وایست:

  • رحمدله، دا غټې سپږمې دې وخورې، خپلو اولادونو خو ښه ورځ درنه ونه لیده، ان زما چوچوڼي دې لا په رواني تکلیف اخته کړل.

د لوڼو او په ټوله د کورنۍ د ښځو وړه تېروتنه به رحمدل ته غټه بدنامي ښکارېده.
… غلی شو نیازۍ ته یې وکتل، ناره یې کړه:

  • وه د سپي لورې! پزه دې راپرې کړه، د هندواڼو په یوه غوري کې یوه پنجه ولې کمه وه!؟
    پیشو وویل:
  • اخ نفرته! دومره ښکلی دسترخوان، رنګارنګ خوندور خواړه او ګڼ لوښي یې هېر شول؛ خو یوه پنجه یې په ذهن کې پاتې ده.

د ناول پای کې چې پیشو له ظلمونو ستړې او د ارامه ژونده هیله یې په زړه کې موجونه وهي، یوه ورځ، یوازې یوه ورځ په خیال کې له رحمدله سم انسان جوړوي او له خپل دې خیاله خوند اخلي؛ خو دا هر څه یوازې تر خیال محدود و.
پیشو د لوڅو غرونو سپېرو څوکو ته وکتل، لاندې راغله، د غره په لمنه کې خړ پړ شکېدلي کورونه پراته وو. کنډ و کپر پاخه سړک ته یې وکتل، لوی پل پر ملا مات و، د برق پايې رنګې وې، سوځېدلی مکتب تک تور ښکارېده.
هدیره تر کلي غټه وه، د وهل شویو ونو زاړه مونډان سپېره وو….
د پیشو سترګې ډکې شوې، سړه ساه یې وایسته، ویې ویل:
اخ! وطنه! په تا کې میلیونونه رحمدل دوی اوسي، کاشکې یې خپل ګڼلی، کاشکې دې په قدر پوهېدای، کاشکې یې ستا د درلودو لیاقت درلودای، کاشکې، کاشکې، کاشکې….

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي