سرسکالو سیاست نړۍ

ایران او ترکیې ته د عرب اتحادیې خبرداری: زموږ هیوادونو کې مداخله مه کوئ

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د عربو اتحادیه وايي، پدې وروستیو کې ترکیه او ایران د عربي هیوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي او دغه کار یې غندو.

د عرب لیګ یا عرب اتحادیې عمومي منشي، احمد ابوالغیط وايي، اتحادیه په لیبیا کې وضعیت په ډیرې اندیښنې سره تعقیبوي او تمه لري چې د لیبیا ګوندونه به دایمي اوربند موافقې ته ورسیږي.

هغه ویلي:

«هرڅوک پوهیږي چې د لیبیا بحران د نظامي لارو نه شي حل کیدی. موږ د بحراني حالت د حل او د وینو تویولو د مخنیوي لپاره د عربي هیوادونو د هڅو قدرداني کوو، او هیله لرو چې دا هڅې به ډیر ژر پایلې ومومي.»

نوموړي زیاته کړې چې پدې وروستیو کې د ایران او ترکیې لخوا د عربي هیوادونو په چارو کې لاسوهنه ډیره شوې ده او د دې مداخلو غندنه او مخالفت کوو.

لیبیا

هغه وايي، دې مداخلو یو خطرناک حالت غوره کړی چې په سوریه او یمن کې روان بحرانونه پیچلي کوي او اوږدوي یې.

هغه د ترکیې په اړه وویل:

«ترکیه د سوریې خاورې ډیری برخې نیسي او عراقي خاوره یرغل کوي او په شمالي عراق کې خپلو حملو ته دوام ورکوي او انقره هم په مستقیم ډول د لیبیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل وه.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ترکیې او ایران له دې امله نیوکې ډیرې دي چې په ګاونډیو عرب هیوادونو او نورو ځایونو کې مداخلې کوي او خپلې موخې څاري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ