ژوند بڼه کلتور او هنر نړۍ

لبنانۍ ناوې چې چاودنې يې واده ګډوډ کړ، خوشحاله ده چې ژوندۍ ده+ويډيو

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

لبنانۍ مېرمن چې د واده پرمهال يې په بېروت کې ستره چاودنه وسوه خوشحاله ده چې ژوندۍ پاته سوې.

۲۹ کلنه اسرا سيبلايني په امريکا کې ډاکتره ده او خپل هيواد ته د واده لپاره راغلې وه خو دا هغه مهال مشهوره سوه چې د واده پر مهال يې لنډه يادګاري ويډيو جوړوله او په بېروت کې چاودنه وسوه.

لبناني چارواکو ویلي، د بېروت پېښې لامل، نیټراټ آمونیم جامده کرستالي کیمیاوي ماده، چې ډېری په کود کې کارول کېږي او په تېره لسيزه کې د زیاتو چاودنو لامل سوې وه،چې له امله يې ۱۳۵ کسان مړه او تر ۵۰۰۰ ډېر ټپيان سوه.

سيبيلاني په ويډيو کې مسکۍ ده ،خوشحاله ده ،خپله څېره او جامې د يادګار لپاره په يډيو کې ثبتوي چې پرهمدې مهال چاودنه ترسره کېږي او هرڅه ګډوډېږي.

دې رويټرز ته ويلي چې د دوو اونيو راهيسي يې د واده لپاره چمتوالی نيولی وو او د نورو نجونو په څېر خوشحاله وم چې واده کوم،زما مور ډېره خوشحاله وه چې ما په سپينو جامو کې وويني،زه د شهزادګۍ په څېر ښکارېدم.

خو د چاودنې پرمهال د سيبيلاني پر شاوخوا د ټولو ودانيو ښيښې پر ځمکه لوېږي او يو ډول وحشت رامنځته کېږي.

سيبيلاني وايي زه د خلکو په حالت سخته غمجنه يم خو د خدای شکر ادا کوم چې موږ ژوندي پاته سولو.

دا وايي که څه هم چاودنه زوروره وه او تر ډېره زه په شاک کې وم خو زما خاوند لمانځغونډه بيرته ترتيب کړه او د واده مراسم مو بيرته ترسره کړه،ما بيرته مسکا وکړه او وروسته د ماښام ډوډۍ ته ولاړو.

سيبيلاني وايي اوس پدې مصروفه ده چې بيرته د امريکا وېزه ترلاسه کړي ځکه په لبنان کې ځان په امن کې نه احساسوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ